د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

د نجونو د ولور د کمولو هوکړه؛ د پکتيا په څمکنيو کې ورته جرګه جوړه شوې


د پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کې د نجونو د لور کمولو لپاره جوړه شوې جرګه
د پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کې د نجونو د لور کمولو لپاره جوړه شوې جرګه

نن د اپریل په ۲۵مه د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ قومي مخورو، دیني عالمانو او ځوانانو په یوه ګډه ناسته کې پرېکړه وکړه، چې په دې سیمه کې به د دود شوي ولور اندازه راکموي.

دوی وویل، د ولور لوړې اندازې کورنۍ له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ کړي او ځوانان يې د ولور د ګټلو لپاره کلونه، کلونه په بهرنیو هېوادونو کې مساپرتیاوې کوي.

د څمکنیو ولسوالۍ یو تن مدني فعال رحمت الله هېوادمل ددې مشورتي ناستې په باب مشال راډیو ته وویل، جرګه د ولور د اندازې د کمولو په اړه هوکړې ته ورسېده او په راتلونکې ناسته کې به د ولور اندازه اعلان شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د څمکنیو ولسوالۍ د بېلا بېلو قومونو مخورو، علماء کرامو او متنفذینو په دې غونډه کې د ولور په اړه راټول شوي ول، د ټولو ګډونوالو په یو غږ له دې نظام غوښتنه داوه چې څومره ژر کیدلای شي، په دې موضوع باندې کار وشي، تر څو ځوانان مو له انحرافاتو منع شوي وي، او په ډېر نږدې راتلونکې کې به په دې موضوع عملي کار کیږي. "

ځيني خلک وايي، داسې جرګې مخکې هم شوي هم پرېکړې يې نه دي تطبيق شوي
ځيني خلک وايي، داسې جرګې مخکې هم شوي هم پرېکړې يې نه دي تطبيق شوي

د منده خېلو قومي مشر میرګل وویل، نظر داسې وو، چې د ښځې ولور درې لکه افغانۍ وي، خو مشرانو د ولسوالۍ مسوولینو ته وویل، په درې لکه افغانۍ نن سبا د واده لګښتونه نه پوره کیږي او په دې پرېکړه دې له سره کتنه وشي.

نوموړي وویل، خلک ټول د ولور د کمولو پلوي دي، ځکه د دوی ځوانان کلونه کلونه د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د ولور د ګټلو لپاره وخت تېروي، ځوانان يې بې ودونو سپينږیري شول او نجونې يې بې ودونو زړې شوې.

قومي مشر بخت ولي هم وايي، د ټولو پرېکړه دا شوه چې په ګډه به داسې ولور ټاکي چې هغه د اوس وخت سره مناسبه وي او بیا به يې په ګډه پلي کوي.

د څمکنیو دیني عالمان هم د قومي مشرانو د ولور د کمولو پرېکړه پر ځای بولي او وايي، دوی په دې ګام کې د مشرانو ملاتړي دي.

د څمکنیو اوسیدونکی مولوي سمیع الله ساجد وايي:

"د ولور د ګټلو لپاره زموږ ځوانان خارج ملکونو ته ځي، یو شمېر يې په دریابونو کې د ماهیانو خوراک شول، ددې لپاره چې خپل ولور پوره کړي، په کلونو کلونو خپلو کورونو ته نه دي راغلي، نو خلک په ډېرو مشکلو کې راګیر دي، په دې علماء کرامو د دین په رڼا کې خبرې وکړې، سپینږیرو د خپلې ټولنې د اړتیا په باب خبره وکړه چې دغه مشکل حل شي، ښه اقدام دی او ډېر خلک دې ته خوشال دي. "

ديني عالمان هم د جرګې ګډونوال دي او د ولور د کمولو غوښتنه کوي
ديني عالمان هم د جرګې ګډونوال دي او د ولور د کمولو غوښتنه کوي

یو بل دیني عالم مولوي احسان الله محسن وايي، دیني علماء د هغو غونډو او پرېکړو ملاتړ کوي، چې په هغه کې د خلکو نفع موجوده وي او ټولنیز ستونزې ورباندې حلیږي.

ده د لوړ ولور پرېکړه پر ځای وبلله او هيله يې وکړه چې نورو ټولنیزو ستونزو لپاره هم وخت په وخت جرګې او مرکې جوړې شي.

بل لوري ته د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ چارواکي وايي، چې دا قومي ناسته يې د خلکو د غوښتنو پر بنسټ راغوښتې وه.

د څمکنیو ولسوال مولوي عزت الله مخلص وویل:

"دا دلته د مشتو قومونو او ولسونو غوښتنه وه، چې امارت دې زموږ حمایت وکړي چې دا ولور راکم کړي، داسې نورې پرېکړې هم د قومي مخورو لخوا شوي دي، موږ هم د هغوی په تائید او نقش قدم یوې داسې فیصلې ته رسېدلي یو، چې انشاالله په لنډ وخت کې به دا ولور راکم کړو او د خلکو مشکل به ورسره حل شي. "

یاده دې وي، څه موده مخکې په خوست کې هم لسګونو قومي مخورو، دیني عالمانو او ځايي چارواکو په یوه جرګه کې د ښځو مهر درې لکه افغانۍ کېښود، خو وروسته ونه ارزول شوه، چې په یاده پرېکړه خلکو څومره عمل کړی او ددې پرېکړې په پلي کیدو کې څه ستونزې او نیمګړتیاوې پیدا شوې دي.

XS
SM
MD
LG