د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

طلاق غوښتونکې مېرمنې: شرایط سخت شوي خاوندان مو د طالبانو راتګ د ځان په ګټه بولي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

يو شمېر هغه مېرمنې چې له مېړنو يې د طلاق غوښتنه کړې، خو لایې هم د طلاق پروسه نه ده تکمیل شوې وايي، مېړونه يې د طالبانو په راتګ سره حالت تر ډېره د ځان په ګټه بولي او دوی ته يې د طلاق د اخېستو شرايط نور هم سخت کړي.

دوی وايي، دې وضعیت اندېښمن کړي دي.

  • د یوې نجلۍ کیسه

هغه نجلۍ چې غواړي د خپلې کوژدې ۱۱ کلنې اړیکې ته د پای ټکی کېږدي، هغه اړيکه چې د دې په وينا د کورنۍ د فشار له امله ټينګه شوې.

دغه نجلۍ ۳۰ کلنه ده او د روغتيا په برخه کې ماسټري لري.

نوموړې وايي، کوژدن يې د يوې ټيليفوني اړيکې له لارې يو ځل لپاره د ژوند دغه تړون فسخه کړی او د يوې بلې نجلۍ سره يې واده وکړ چې اوس ترې يو زوی هم لري.

خو د دې په وينا کوژدن یې چې د نامزادۍ پرمهال د دوی نکاح هم شوې تراوسه دا نه ده پريښې او کله ناکله يې د ټوپک په زور ګواښي چې د نامزادۍ فسخه کېدل رسمي نه کړي.

خو دغې نجلۍ له خپل نامزاد سره د واده نه کولو برخه کې ډېرې مبارزه کړي او وايي چې نه غواړي د خپل نامزاد دوهمه ښځه اوسي.

دغې نجلۍ وايي، د خپل طلاق د قضيې د څرنګوالي په اړه یې مخکې هم څو ځلي عریضې کړي، خو په خبره یې نتیجه یې نه ده ورکړې.

دغې نجلۍ له خپل نامزاد سره د واده نه کولو برخه کې ډېرې مبارزه کړي او نه غواړي د خپل نامزاد دوهمه ښځه اوسي.
دغې نجلۍ له خپل نامزاد سره د واده نه کولو برخه کې ډېرې مبارزه کړي او نه غواړي د خپل نامزاد دوهمه ښځه اوسي.

دا وايي، مېړه يې د طالبانو په راتګ سره حالت تر ډېره د ځان په ګټه بولي او دې ته یې د طلاق اخېستو شرايط نورهم سخت کړي چې دې وضعیت اندېښمنه کړې ده.

دی يوځل بيا د خپل د طلاق د اثبات لپاره اقدام کړی، خو وېره لري که قاضي یې د 'نامزاد' په ګټه پرېکړه وکړي، په زور او جبر به د خپل نامزاد مېرمنه پاتې شي.

دې ازادي راډيو ته د نوم نه ښودلو په شرط وويل: "ما مخکې هم عریضه کړې وه، خو نتیجه یې نه ده ورکړې، تر هغې ځايه چې زه معلومات لرم، محکمه کې قاضيانو ويلي چې د حنفي مذهب له اړخه ټول صلاحيت مېړه لري او مېرمن دا کار نه شي کولی، خو ما د خپل د طلاق اثبات غوښتی و، د دې لپاره چې مېړه مې ماته طلاق راکړی."

په افغانستان کې د طالبانو د لومړۍ دورې وروسته د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي په ځانګړي ډول د اجباري ودونو د مخنيوي په هدف ځينې ادارې لکه د بشر حقونو خپلواک کمېسیون، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي اداره، د ښځو وزارت او ځينې نور بنسټونه رامنځته شول چې همدغو ادارو به بیا د ښځو له حقونو د دفاع په ترڅ کې مېرمنو ته د طلاق د اخېستو لارې هم پرانېستلې.

خو د وروستي سیاسي بدلون وروسته د طالبانو رويه له مېرمنو سره هغه ښځې سختې اندېښمنې کړي چې غواړي طلاق واخلي.

دوی وايي، د طالبانو د حکومت په راتګ سره يې هيلې د عادلانه پرېکړې په تړاو کمرنګه شوي.

  • د زحل کیسه

۲۰ کلنه زحل په ۱۵ کلنۍ کې واده شوې، هغه چې د يو زوی مور هم ده وايي، د خاوند او کورنۍ له خوا ډېره شکنجه شوې.

د اغلې زحل په وينا د خاوند کورنۍ يې اخلاقي ستونزې درلودې او غوښتل يې چې دی هم دې کارونو کې ښکېل کړي، خو تر مخالفت وروسته يې دوه ځلي په مرګ ګواښلې او يو ځل يې د واده وروسته په چاړه ټپي کړې ده.

نوموړې له يو کال راهيسې په دې هڅه کې ده چې طلاق واخلي. د نوموړې په وينا د لومړنی محکمې وخت نږدې و چې کابل طالبانو ونيوه.

زحل وايي، اوس یې خاوند ځان پټ کړی او دوی یې د موندنې په هدف حوزې ته عریضه هم کړې ده.

زحل ازادي راډيو ته وويل: "عریضه مې ماما حوزې ته وړې وه، ويل یې چې په تمه پاتې شئ، وروسته يې موږ ته وويل چې څارنوالۍ ته عريضه وکړئ، زموږ دا ټولې هڅې بې معنی وې، دوی موږ ته وایي چې ستاسو ټولې هڅې د پخواني حکومت په وخت کې وې، هغه ټول بې بنسټه دي، موږ بايد له سره په دې اړه پلټنه وکړو او يا په تمه شئ چې هلک پيدا شي که يې غوښتلې يا نه غوښتلې بیا هغه وخت پرېکړه کولی شو."

د طالبانو له راتګ وروسته د طلاق په اړه کره شمېره نشته.

د ښځو و وزارت، د بشري حقونو خپلواک کمېسيون او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي څارنوالۍ ټولې لغوې شوي او د مدافعو وکيلان ټولنه په کور ناسته ده.

خو د طالبانو وياند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال ذبيح الله مجاهد وايي، د طلاق شرايط همغه فقهي شرايط دي.

د نوموړي په خبره، د طالبانو له راتګ وروسته د طلاق ځينې پېښې رامنځته شوي خو کره شمېر يې نشته.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "که څه هم مېرمنې طلاق نه شي اخیستی، خپله طلاق نه شي ورکولی، خو د طلاق غوښتنه کولی شي. که خاوند راضي و او قاضي حکم ورکړي طلاق تفريق دی."

د طالبانو وياند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال ذبيح الله مجاهد وايي، د طلاق شرايط همغه فقهي شرايط دي.
د طالبانو وياند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال ذبيح الله مجاهد وايي، د طلاق شرايط همغه فقهي شرايط دي.

ازادي راډیو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي د قانون د نشتون په اړه له طالب چارواکو پوښتنه وکړه، خو ځواب یې ونه موند.

په افغاني ټولنه که څه هم طلاق يو ننګ ګڼل کېږي او که مېرمنې يې غوښتنه وکړي له سخت حالت سره مخ کېږي ان تر دې په مرګ هم ګواښل کېږي، خو شته بيا ځينې چې د طلاق وروسته يې ځان ته ښه ژوند برابر کړی.

  • د سعیدې د ژوند د کیسې یوه برخه

سعیدې ۱۲ کاله وړاندې د محکمې له لارې خپل طلاق واخېست وايي، د ګډ ژوند پايله يې وهل ټکول او تاوتريخوالی و، خو له طلاق وروسته له خپل ژونده راضي ده.

هغې ازادي راډيو ته وويل: "په ارامه ذهن مې خپل ژوند ته دوام ورکړ او د تحصيل په وخت کې مې دنده هم پيدا کړه، له فارغېدو وروسته وتوانېدم چې ځان ته کار وکړم، خپل ژوند جوړ کړم او د کورنۍ د ځينو غړو ملاتړهم وکړم."

اغلې سعيده اوس له افغانستانه بهر د خپلې ماسټرۍ د ترلاسه کولو په حال کې ده.

بل خوا بيا په تېر نظام کې مدني قانون مېرمنو ته حق ورکړی و، که ورسره تاوتریخوالی کېده، خاوند يې نفقه نه شوه ورکولی، يا خاوند يې ناروغه او يا هم غایب و دوی کولی شوای طلاق واخلي.

د افغانستان د مدافع وکيلانو ټولنه د هغو مېرمنو په اړه اندېښنه لري چې له دې وروسته د خپلو حقوقو لپاره د طالبانو قضايي او عدلي ادارو ته مخه کوي.

د دې ټولنې مرستياله نجلا راحل وايي، پخوا هم دې برخه کې کار تر ورقو پورې و او ځنډېده به، خو په خبره یې د محاکمو تګلاره د مېرمنو پر وړاندې ښه وه.

هغې ازادي راډیو ته وویل: "فکرم کوم چې مدافع وکيلان په ځانګړي ډول ښځینه مدافع وکیلان له دې وروسته نه شي کولی فعاليت وکړي، د دې لپاره چې جواز يې اخېستل شوی، ټولنه غصب شوې، کله چې مدافع وکيلان نه وي او د يو متضرره په څنګه کې ونه دريږي، طبیعي خبره ده چې د ډېرو ښځو غږ به چوپ شي."

ښځو ته د طلاق په برخه کې د‌ عدالت د ټينګېدو په اړه په داسې حال کې اندېښنې راپورته کېږي چې طالبان په افغانستان له واکمنېدو وروسته د مېرمنو د حقونو برخه کې په نقض تورن دي او مېرمنې د‌ کار او زده کړو څخه بې برخې دي.

له طالبانو سره د نړۍ د اړيکو د ټينګېدو يو مهم شرط دا وچې د ښځو د حقونو برخه دوی خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

له دې وړاندې يو شمېر بشري بنسټونو، ملګروملتونو، مرستندويه هېوادنو، اروپایې ټولنې او امریکا له طالبانوغوښتې و چې د بشرحقونو برخه کې ژمن پاتې شي او مېرمنو ته د کار او د زده کړو اجازه ورکړي، خو طالبانو بيا ويلي چې دوی د اسلامي اصولو په رڼا کې د ښځو حقونو ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG