د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

اقتصادي کړکېچ؛ ځينې افغان کورنۍ سږني اختر ته هېڅ تيارى نه لري


آرشیف - د کابل ښار يوه څنډه. May 22, 2020
آرشیف - د کابل ښار يوه څنډه. May 22, 2020

د اختر له را رسېدو سره هم مهاله په کابل کې یو شمېر کورنۍ وايي، د اقتصادي بحران له امله یې سږ کال اختر ته هېڅ تیاری نه دی نیولی.

۴۵ کلن افضل په کابل کې د یوې شپږ نفري کورنۍ سرپرست وايي، سږ کال یې اقتصادي وضعیت ښه نه دی او د اختر د نمانځلو لپاره یې هېڅ تیاری نه دی کړی.

هغه چې د طالبانو له راتګ مخکې رسمي دنده درلوده، اوس د یوې کراچۍ په وسیله د خپلې کورنۍ نفقه پیدا کوي چې په دې خاطر د اختر د مېوې او جامو د اخیستلو وس نه لري.

نوموړي زياته کړه: "زه سږ کال بېکاره شوی یم او هغه عاید چې د کراچۍ له لارې یې پیدا کوم، نه شم کولای د اختر لپاره مېوه پرې واخلم یا هم د ماشومانو لپاره جامې."

هغه وايي، د ورځې له ۵۰ تر ۱۰۰ افغانیو ګټه کوي او ځینې ورځې خو تش لاس کور ته ستنېږي.

دا یوازې افضل نه دی چې په تېرو میاشتو کې له داسې برخلیک سره مخ شوی، بلکې د نوموړي په څېر د افغانستان ډېر نور اوسېدونکي له ورته حالت سره مخ دي.

خو د دې اړمنو او بې وزلو کورنیو ترڅنګ ځینې داسې کورنۍ هم په کابل کې شته چې اقتصادي وضېعت یې نسبتاً ښه دی او هڅه کوي چې د اختر لپاره تیاری وکړي، که څه هم چې د پخوا په پرتله به نه وي.

غفور هغه کس دی چې په ورسره پیسو یې د اختر لپاره جامې او مېوې اخیستې دي.

هغه وویل: "زما په ژوند کې هم تغیر راغی، اقتصادي وضعیت مې د تېر کال په څېر ښه نه دی خو بیا هم شکر دومره څه مې درلودل چې اولادونو ته جامې او د اختر مېوې واخلم."

نوموړی وايي، سږ کال د نورو کلونو په پرتله د وچې مېوې او لباسونو بیې هم لوړې شوې دي، د خلکو اقتصاد هم کمزوری شوی او ډېر خلک یې د اخیستلو وس نه لري.

منډوي د کابل یو مشهور بازار دی چې د اختر له رارسېدو سره د خلکو ګڼه ګوڼه په کې ډېرېږي خو د دې بازار دوکانداران وايي، د خلکو غریبي له ورایه ورته ښکاري.

عبدالبصیر چې د وچې مېوې د پلور دوکان لري، ازادي راډيو ته وویل: "سږ کال خلک دوکان ته راځي او د بیو پوښتنه کوي خو څه نه اخلي، په سلو کې که لس نفره څه واخلي، ۹۰ نفره نور یې د اخیستلو وس نه لري، کاروبار نشته، د خلکو وضېعت خراب دی."

مسلمانان په جهان او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د روژې میاشتې په وروستیو ورځو کې د اختر لپاره تیاری کوي.

افغانان د اختر له را رسېدو مخکې وچې مېوې، کېک او کلچې او نوې جامې اخلي او نجونې د اختر په لومړۍ شپه نکریزې ږدي.

خو سږ کال ښکاري چې د اختر لپاره تیاریانې د تېر کال په پرتله پيکه دي، ځکه ډېرو ته اختر اوس دا دی چې خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

د طالبانو له واکمنېدو اته میاشتې وروسته هم کمزوري اقتصادي وضعیت د افغانانو ژوند ډېر متاثره کړی دی.

آرشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان
آرشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

له دې ډلې ځینې کسان وايي، کوم وضېعت چې اوس لري، ممکنه ده چې د اختر په دریو ورځو کې د دې خوښۍ د نمانځلو پر ځای لاړ شي چې خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پيدا کړي.

XS
SM
MD
LG