د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۸

د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته؛ خصوصي ښوونځي له مالي بحران سره مخ دي


ارشيف: هرات ولايت کې د نجونو يو ښوونځی
ارشيف: هرات ولايت کې د نجونو يو ښوونځی

له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو ترڅنګ، په افغانستان کې شته اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي، چې ځیني خصوصي یا شخصي ښوونځي هم د مالي ستونزو له امله د تړل کېدو له ګواښ سره مخ شي.

ساحل د پنځم ټولګي زده کونکی یو له هغو لسګونو زده کونکو دی چې د اقتصادي ستونزو له امله یي په دې ورستیو کې خصوصي ښوونځی پریښی او دولتي ته تللی.

ښاغلی ساحل وايي:

"د دې لپاره، چې پلار جان مې زمونږ میاشتنی فیس نه شو ورکولای مونږ له خصوصي ښوونځي دولتي ته راغلو."

ساحل وايي، په دولتي ښوونځیو کې د ښوونکو د شمېر د کموالي ترڅنګ، د درسونو کیفیت خورا ټیټ او له اوسنیو نړیوالو معیارونو سره برابر نه دی.

د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا هېواد له اقتصادي ناورین سره مخ شوی، دې بحران پر ټولو برخو اغېز کړی.

د زده کونکو یو شمېر کورنۍ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وایي، په دولتي او نا دولتي ادارو کې د ښځو پر کار د محدودیتونو په رامنځته کېدو او د کورنۍ د نارینه غړو بېکاره کېدل هغه لاملونه دي، چې مالي عواید یي راکم کړي او کورنۍ خپل اولادونه له شخصي ښوونځیو څخه دولتي ته سې پارچه کړي دي.

يوه مېرمن چې د څلورو ماشومانو مور ده، له دې مخکې یې دوه اولادونه شخصي ښوونځي ته تلل.

دا مور چې د امنیتي مسایلو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادۍ راډیو ته یې وویل، د طالبانو له راتګ مخکې یې مېړه په یوې موسسې کې کار کوه، اوس یادې مؤسسې خپل فعالیت بند کړی او مېړه یې ازاد کارو بار کوي او اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی.

دا مېرمن وایي چې د اقتصادی ستونزو له امله یې له خصوصي ښوونځي خپل ماشومان دولتي ته سه پارچه کړي، خو په دولتی ښوونځیو کې د درسونو کیفیت ډیر ټیټ دی، هغه ادعا چې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت په تېره کې رد کړې ده.

يادې مېرمن وويل:

"یوې لور او یوه زوی مې په شخصي ښوونځي کې درس ویلو، اوس مو عاید کم دی او کار هم نشته چې د شخصي ښوونځي لګښتونه ورکړو، له همدې امله مو دولتي ته تبدیل کړل."

دې وضعیت د خصوصي ښوونځیو پر وضعیت هم اغیز کړی.

ارشيف: فارياب ولايت کې د يو ښوونځي انځور
ارشيف: فارياب ولايت کې د يو ښوونځي انځور

د دې موضوع په اړه مو د یوه شخصي ښوونځي د یوه مسوول نظر و پوښت، دی هم چې نه غواړي د امنیتی ستونزو له امله یې نوم په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې د سیاسي بدلونونو راهیسې، په تېرو اتو میاشتو کې د دوی ډېری زده کونکي دولتي ښوونځیو ته تللي.

نوموړی وايي:

"مالي لګښتونه زښت ډېر دي، د ښوونکو د معاش او د کور کرایې پوره کول ډیر ستونزمن شوي. د زده کونکو میاشتنی فیس له سل سلنې، دېرش سلنې ته راټیټ شوی، یعنې اویا سلنه راټیټ شوی او ډېری زده کونکو هم دولتي ښوونځیو ته سه پارچه کړې.."

دی وایي، چې په افغانستان کې ډېری شخصي ښوونځي په کرایې کورونو کې فعالیت کوي، نو مالي ستونزو دوی اړ کړي چې د خپلو ښوونځیو د تړلو په اړه فکر وکړي.

د پخواني حکومت د پوهنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې، په افغانستان کې څه باندې یو زر او پنځه سوه شخصي ښوونځي فعال وو.

دا چې د خصوصي ښوونځیو د ملاتړ لپاره د طالبانو حکومت کوم پلان لري، د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت په دې اړه زموږ پوښتنو ته ځواب رانکړ.

که څه هم چې د شخصی ښوونځیو د فعالیت او نصاب په باب ځیني اندېښنې او نیوکي هم شته، خو لیکوال او مخکې د پوهنې وزارت د نوي تعلیمي نصاب د جوړولو غړي محب زغم ازادي راډیو ته وویل چې، شخصي ښوونځي د افغانستان د پوهنې په نظام کې لویه ونډه لري.

ارشيف: د افغانستان د پوهنې وزارت لوګو
ارشيف: د افغانستان د پوهنې وزارت لوګو

ښاغلی زغم وايي:

"شخصي ښوونځي د افغانستان د پوهنې د نظام لپاره یو بنسټ او ټینګ ملاتړی سیستم وو، خو له بده مرغه په تېرو اتو میاشتو کې شرایط داسې راغلل چې د افغانستان د پوهنې او لوړو زده کړو سیستم هم له خورا ننګونو سره مخ شو، هم کورنۍ مالي توان نلري چې خپل اولادونه شخصي ښوونځي ته واستوي او هم شخصي ښوونځي د عواید د راکمېدو له امله نشي کولی خپل فعالیت ته دوام ورکړي. "

د خصوصي ښوونځیو د مسولانو په خبره، یوه بله اساسي ستونزه د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت له لوري د هلکانو او نجونو د ټولګیو جلا کول دي.

د پوهنې وزارت د دې لارښود پر بنسټ، شخصي ښوونځي اړ دي، چې د درسي ټولګیو لپاره ډېرې خونې برابرې کړي او دغه راز د نجونو زده کونکو لپاره په جلا توګه ښځینه ښوونکې پر دنده وګماري، هغه شرایط چې د یادو ښوونځیو د مسوولانو په خبره، د دوی لپاره یي نوي مالي ستونزې جوړې کړي.

XS
SM
MD
LG