د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۲

یونېسف: د افغان نجونو زده کړې دې په سیاسي ګرو کې نه نیول کېږي


ارشیف: په کابل کې د نجونو یوه لېسه
ارشیف: په کابل کې د نجونو یوه لېسه

د یونېسف یوه چارواکې وايي، د نجونو زده‌کړې ‌باید په سیاسي ګرو کې ونه نیول شي.

هغه نجلۍ چې د خپل روښانه راتلونکې او تر دوکتورا د لوړوړ زده‌کړو هیله یې درلوده، خو اوس یې پر اوبو لاهو بولي.

هغه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، هیله یې درلوده چې په ادبیاتو کې لوړې زده‌کړې وکړي او یوه ورځ ښه لیکواله او شاعره شي او خپل نوم د خپل چاپ شوي کتاب پر مخ‌پاڼه وویني.

هغه له طالبانو غواړي چې نجونې له خپل بنسټیز حقه محرومې نه‌کړي.

نوموړې زیاته کړه: "له زرګونه هیلو سره ښوونځیو ته ولاړو. طالبان باید پوه شي چې اسلام موږ ته زده‌کړو حق راکړی او دوی نه‌باید زموږ راتلونکی تیاره کړي. "

د ښځو د حقونو یوه فعاله چې د ګواښونو له امله نه‌غواړي نوم یې په دې راپور کې خپور شي وايي: "د طالبانو فکر هېڅ وخت بدلون نه کوي، ډېر تمرکز یې پر دې دی چې نجونې او ښځې محدودې کړي. که دا وضعیت دوام وکړي، موږ به د ملګرو ملتونو او د امریکا د سفارت مخته راټولې او خپل غږ به پورته کړو. دا د زغم وړ نه ده. هغه څه چې دوی یې وايي، په اسلام کې نه‌شته. "

په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو په اړه د اعتراضونو په دوام، له ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف له نړیوالې ټولنې ژر تر ژره د دې ستونزې د حل غوښتنه کړې.

د دې سازمان د اړیکو او نړیوال ملاتړ د جلب مدیره پالوما اسکودرو چې افغانستان ته په سفر راغلې په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "د افغان نجونو زده‌کړې نه‌باید سیاسي ګرو ونیول شي. ټولې نجونې حق لري چې ښوونځي ته ولاړې شي."

هغې ټینګار کړی چې هرڅه ژر باید نړیواله ټولنه او طالب چارواکي د افغان نجونو سره د مرستې لپاره لار ومومي.

د دې راپور تر خپرېدو د طالبانو د پوهنې وزارت چارواکو د ښوونځیو د پرانستو په اړه د خلکو غوښتنو ته یو ځل بیا ځواب و نه وایه، خو دوه ورځې وړاندې یې ازادي راډیو ته ویلي و چې په دې برخه کې پرمختګ شوی دی.

له دې وړاندې د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مشرې هېدر بار ازادي راډیو ته ویلي، افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې په کې ښوونځیو ته نه پرېښودل کېږي.

طالبانو وړاندې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو لامل شرعي او معیاري زده‌کړیز چاپېریال ښودلی، هغه چې له وړاندې افغان نجونې په همداسې یو لباس کې ښوونځیو ته تلې او ښوونځي یې هم له هلکانو جلا و.

XS
SM
MD
LG