د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

طالبان راتلونکې اوونۍ 'نجونو' ته هم له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو اجازه ورکوي


ارشیف، هرات کې د نجونو یو ښوونځی
ارشیف، هرات کې د نجونو یو ښوونځی

د طالبانو حکومت به راتلونکې اوونۍ چې د سړو سیمو تعلیمي کال پیلېږي، نجونو ته هم اجازه ورکړي چې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو ته دوام ورکړي.

د نجونو د زده‌کړو په اړه له څو میاشتې نامعلوم حالت او شکونو وروسته د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت یوه چارواکي پرون (پنجشنبه) روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې ښوونځي به د ټولو نجونو پر مخ هم پرانیستل شي.

د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان ویلي چې نجونې به له هلکانو په جلا ښوونځیو کې درس وايي او ښځینه ښوونکې به درس ورکوي.

ده په عین حال کې وویل چې په ځینو کلیوالي سیمو کې چې د ښځینه ښوونکو شمېر کم دی، هلته به زړو نارینه ښوونکو ته اجازه وي چې نجونو ته زده‌کړه ورکړي.

ارشیف
ارشیف

ریان تأکید کاوه چې سږ کال به هېڅ ښوونځی بند پاتې نه‌شي او که کوم ښوونځی بند و، د پرانیستلو مسؤلیت به‌یې د پوهنې د وزارت په غاړه وي.

له طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې په غوښتنو کې یوه دا وه چې نجونې پرېږدي چې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې زده‌کړې وکړي.

طالبانو د تېر میلادي کال د اګسټ په ۱۵مه د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته له څو ولایتونو پرته په نور افغانستان کې نجونې یوازې تر شپږم ټولګي پورې زده‌کړو ته پرېښودې.

دوی د خپل واک په تېره دوره کې یعني له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ م کال پورې نجونې پرې نښودې چې ښوونځیو ته لاړې شي.

XS
SM
MD
LG