د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

یونېسف: طالبانو داسې نښانې ښودلي چې غواړي ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي پرانېزي


ارشیف، د نجونو یو ښوونځی
ارشیف، د نجونو یو ښوونځی

د ملګرو ملتونو اړوند د ماشومانو د مرستې صندوق- یونېسف هیله څرګنده کړې چې طالبان به را روانه وري- حمل میاشت کې د نجونو د ښوونځیو پیل ته د اجازې ورکولو په برخه کې خپله ژمنه عملي کړي.

کاترین روسل د یونېسف د مشرې په توګه افغانستان ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې له اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د طالبانو د حکومت مشرانو داسې نښې نښانې ښودلې چې غواړي په ټول هېواد کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانېزي.

طالبانو د زمري په ۲۴مه پر افغانستان له واکمنېدو وروسته تر شپږم د لوړو ټولګیو زده کوونکې نجونې پرې نه ښودې چې ښوونځيو ته ولاړې شي.

مېرمن روسل چې اوس-اوس په دې دنده ګومارل شوې وايي، هېڅوک باید د زده کړې له حق څخه محروم نه شي.

تېرو شپږو میاشتو کې پر طالبانو له دې کبله سخت انتقادونه وشول چې ښځې او نجونې یې د زده کړو او کار له حقه محرومې کړي دي.

د طالبانو حکومت په وار-وار ویلي دي چې ټولو وګړو ته به د شریعت په اساس حقونه ورکړل شي.
د طالبانو حکومت په وار-وار ویلي دي چې ټولو وګړو ته به د شریعت په اساس حقونه ورکړل شي.

په عین حال کې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت له مهالوېش سره سم ټاکل شوې چې نن (د کب په اومه) د هېواد د ټولو سړو سیمو پوهنتونونه د نجونو او هلکانو پرمخ پرانیستل شي.

د سلواغې په ۱۳مه نېټه د تودو سیمو پوهنتونونه په داسې حال کې پرانیستل شول چې د هلکانو او نجونو ټولګي جلا شوي وو او نجونې د ځانګړي حجاب په اغوستو مکلفې وبلل شوې.

ویل کېږي چې له دې پرېکړو سره پوهنتونونو ته د تلونکو نجونو په شمېر کې کموالی راغی.

نړیوالې ټولنې له طالبانو سره د تعامل لپاره یو لړ شرایط وړاندې کړي دي چې د نجونو او ښځو د زده کړو او کار حق، بشري حقونو په تېره د ښځو حقونو ته درناوی او د یوه ټولشموله حکومت جوړول یې ترټولو مهم دي.

د طالبانو حکومت په وار-وار ویلي دي چې ټولو وګړو ته به د شریعت په اساس حقونه ورکړل شي.

د طالبانو د حکومت چارواکو همدا راز ویلي دي چې د دوی سرپرست حکومت د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب کوي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG