د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

'۸م د مارچ' د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ؛ افغانې ښځې راتلونکې ته نه‌هیلې دي


د کار، زده کړو حقونو په اړه د افغانو ښځو لاریون
د کار، زده کړو حقونو په اړه د افغانو ښځو لاریون

پاکیزه ارزو د ښځو د حقونو فعاله او د مېرمن بهیر غړې ده چې له کلنو راهیسې یې د ښځو د بشري او اساسي حقونو د تامین او دغه شان د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره مبارزه کړې.

اغلې ارزو وایې، په دې موده کې یې د عدالت ټینګښت په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې دلودلې.

خو د دې په خبره د طالبانو په بیا راتګ او د محدودیتونو په رامنځته کېدو سره، د فعالو مېرمنو غږ د غلې کېدو په حال کې دی.

په کابل کې یوه معترضه مېرمن
په کابل کې یوه معترضه مېرمن

نوموړې زیاتوي:" د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځو لپار کار کول ډېر ستونزمن دی، لومړی دلیل یې دا دی چې طالبانو ښځې د هغوی له ټولو لومړنیو حقونو څخه بې برخې کړې دي او که څه ناڅه حق یې ورکړی هم دی، هغه ډېر تر جبر لاندې دی، مثلاً د رهبرۍ په برخه کې له کارونو بې برخې شوي او د رهبرۍ په سطحه کې ښځه کار نشي کولای. "

اغلی ارزو دا هم وايي چې دا مهال د بشري حقونو په برخه کې ډېرې فعالې مېرمنې د شته ګواښونو له امله په پټه ژوند کوي او بشپړه ازادي نه لري.

د سینما په برخه کې فعالې مېرمنې هم له ورته برخلیک سره مخ دي.

که څه هم چې د پخواني حکومت په مهال د سینما برخې ته چندان پام نه کېده، خو له دې سره سره په وروستیو کلنو کې په دی برخه کې لاسته راوړنې موجودې وې.

یاسمین یارمل په ډېریو افغان سینمايي او تلوېزیوني فلمونو کې کار کړی او په وروستیو کې یې په عشق پیري ډرامه کې هم رول ولوبوو چې خلکو یې کار ډېر خوښ کړی هم و.

یاسمین چې څه باندې څلوېښت کاله یې د سینما او تیاتر په برخه کې کار کړی وایي، د طالبانو په بیا راتګ سره اړه شوه چې له هېواده بهر ولاړه شي .

دا وایي:" تر کومه چې د طالبانو کړنې وینو، فکر نکوم چې نور دې په افغانستان کې هنر او هنرمند ته ځای وي، او هغه هنرمندان چې په افغانستان کې پاتې هم دي، له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، او په داسې یو وضعیت کې د سینما هنر کیسه ختمه ده. "

افغانه سینما
افغانه سینما

اغلې یارمل وایي، یو هنرمند د هغو ډالیو او ستاین لیکونو له مخې پېژندل کېږي چې د هنري فعالیتونو په ویاړ یي ترلاسه کړی، خو افغان هنرمندانو له کډوال کېدو سره دا ټول ویاړونه له لاسه ورکړل.

که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي و چې افغان فلم فعالیت پیل کړی او دوی په پام کې لري چې ځني فلمونه هم جوړ کړي.

خو په دې ورستیو کې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت له خوا رسنیو ته سپارښتنه شوې وه، هغه سریالانو چې ښځې په کې رول ولري جوړ او خپاره نه کړي.

په تېرو شلو کلنو کې د سیاست، لوړو زده کړو، هنر او نورو برخو ترڅنګ، د ورزش په برخه کې هم د ښځو ونډه د پام وړ وه.

یوه ورزشکاره مېرمن چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، له اتو کلنو راهیسې یې د شطرنج، هندبال، بایسکل چلولو او پینګ پانګ په برخو کې نجونو او هلکانو ته زده کړې ورکړي.

افغانه ورزشکاره
افغانه ورزشکاره

خو په خبره یې په هېواد کې له سیاسي بدلونونو وروسته یي ټول شاګردان ترینه تري تم شول او دې هم ورزشي فعالیتونو ته شا کړه.

دا وایي:" پخوا به شااوخوا ۲۰۰ نجونو او ښځو له ما سره د شطرنج، والیبال، هندبال او بایسکل چلولو په برخه کې ورزشي فعالیتونه کول، خو اوس یې یوه هم نه راځي. ورزش زموږ لپاره بوختیا او خوښي وه، خو اوس د طالبانو په حکومت کې دې فعالیتونو ته اجازه نشته. "

دا ورزشکاره مېرمن وایي چې یواځینۍ هیله یي د ورزشی فعالیتونو دوام وو، خو د طالبانو په راتګ سره دا فعالیتونه له منځه ولاړل.

خو له دې اندېښنو سره سره تازه د مارچ په اوومه نېټه د طالبانو د حکومت د المپیک ملي کمېټې ویاند داد محمد ناوک ازادي راډیو ته ویلي:" هڅه کوو چې د ښځو ورزشي فعالیتونه په داسې یوه چوکاټ کې تنظیم شي چې زموږ ارزښتونو او اسلام سره ټکر کې نه وي او د اسلامي امارت د عمومي پالیسۍ له مخې وي."

د تېر میلادي کال د اګسټ میاشتې په ۱۵مه نېټه د طالبانو له بیا واکمنېدو سره، نجونې او ښځې په دولتي ادارو کې له کار کولو، لوړو زده کړو، هنري او ورزشي فعالیتونو څخه بې برخې شوي.

اوس ډېری هغه ښځې چې د پخواني حکومت پر مهال به یې دولتي ادارو کې کار کاوه، پر کور ناستې دي او په یو شمېر محدودو برخو کې طالبان ښځو ته د فعالیت اجازه ورکوي.

دغه شان د طالبانو حکومت په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د خپلو حقونو د غوښتلو برخه کې د ښځو د اعتراضونو مخه نیولې او ان داسې راپورونه هم شته چې ځیني معترضې ښځی یې بندیانې کړي، هغه موضوع چې د طالبانو د حکومت ویاندویانو رد کړې.

که څه هم په افغانستان او بهر کې د حق غوښتنی لپاره د اعتراضونو په پایله کې نجونو ته پوهنتونونو ته د تګ اجازه ورکړل شوه، خو ځینې محصلې نجونې وايي، د هغو محدودیتونو له امله چې د طالبانو حکومت له لوري رامنځته شوي، دوی یې ناهیلې کړي.

له دی سره سره، تر اوسه هم د نجونو په برخه کې له شپږم ټولګي څخه د پورته ټولګیو د برخلیک په اړه معلومات نشته.

خو د طالبانو حکومت په وار وار ویلی چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې به ښځو ته ټول حقونه ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالو سازمانونو تل په افغانستان کې د ښځو د شته وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې.

تازه د بشري حقونو د څار سازمان اعلان کړی چې د طالبانو په حاکمیت کې ښځې تر ټولو ډیره قربانی ورکوي.

له دې ټولو سره سره، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز د ملګرو ملتونو په ناسته کې د افغان مېرمنو او نجونو د وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې.

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې نن د مارچ اتمه، د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ ده.

په تېرو کلونو کې به دا ورځ د دولتی ادارو له لوري د سترو غوڼډو او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د کمپاینونو په ترسره کېدو سره نمانځل کېده.

XS
SM
MD
LG