د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

د بشري حقونو د څار ډله: افغان ښځو سره د طالبانو چلند دوه مخی دی


ارشیف، کابل ښار کې ځینې معترضې مېرمنې
ارشیف، کابل ښار کې ځینې معترضې مېرمنې

د بشري حقونو د څار ډلې د ښځو د حقونو د برخې مرستیالې هیدربار له افغان ښځو سره د طالبانو چلند دوه مخی وباله.

اغلې بار وروسته تردې دا خبره وکړه چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته د مارچ د اتمې ورځې په مناسبت وویل، د افغانستان د ښځو حقوق خوندي دي، دوی ته څوک زیان نه شي رسولی او حق یې نه شي خوړلی، خو هیدر بار ازادي راډیو ته وویل: "دا بیان ډېر دوه مخی دی، افغان ښځې خپل قانوني حق غواړي چې په دې کې هغه اعتراضونه هم شامل دي چې دوی لارو کوڅو ته راوځي، خو د طالبانو غبرګون دا دی چې دوی وهي، تهدیدوي یې، ویروي یې او برمته کوي یې."

د بشري حقونو د څار ډلې د ښځو د حقونو د برخې مرستیاله هیدربار
د بشري حقونو د څار ډلې د ښځو د حقونو د برخې مرستیاله هیدربار

پرون سې شنبې هم په کابل کې یو شمېر ښځو دا شکایت کاوه چې دوی د مارچ د اتمې په مناسبت غواړي چې په روغتون کې وینه ورکړي، خو طالبان یې نه پریږدي.

دا مېرمنې د جمهوریت روغتون مخې ته راغونډې شوې وې. د دوی له ډلې د مونسې مبارز په نوم یوې مېرمنې اسوشیټېډ پرېس اژانس ته وویل: "کله چې موږ دلته راغلو خپل کمپاین مو پیل کړ، د روغتون رییس چې په خپله مجاهد و موږ ته یې اجازه رانه کړه او ویې ویل چې ښځو ته اجازه نه شته چې وینه ورکړي."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد: د افغانستان د ښځو حقوق خوندي دي
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد: د افغانستان د ښځو حقوق خوندي دي

طالبان وایي، دوی د اسلام په چوکاټ کې ښځو ته حقوق ورکوي. دوی ژمنه کړې ده چې د نوي کال له پیله به د لېسو نجونو ته هم اجازه ورکړي چې زده کړې وکړي.

د کار په ارتباط طالبانو ویلي دي چې په ځینو برخو کې ښځې د کار حق لري په ځانګړي ډول د تعلیم او صحت په ډګرونو کې، خو د نړیوالو بشري حقونو د ډلو په وینا ښځې د نارینه‌وو په څېر باید په هر ډګر کې کار وکړي او څوک یې مخه ونه نیسي.

XS
SM
MD
LG