د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

د ازادي راډیو د راپور اغېز؛ میدان وردګو کې د نجونو یوه ښوونځي سره مرسته وشوه


میدان وردګو کې د نجونو ښوونځی
میدان وردګو کې د نجونو ښوونځی

په میدان وردګو ولایت کې پر یوه کورني ښوونځي د ازادي راډیو تر راپور وروسته له دې ښوونځي سره مرسته وشوه.

تېره اوونۍ ازادي راډیو په میدان وردګو ولایت کې په یوه کور کې په کمو امکانانو د نجونو لپاره یوه خصوصي کورني ښوونځي راپور خپور کړی و چې دا ښوونځی یو ځايي اوسیدونکي جوړ کړی و.

د ازادي راډیو د راپور له خپرېدو وروسته دې ښوونځي ته له بېلابېلو ځایونو افغانانو د مرستې لاسونه ور غځولي او ورسره یې د درسي موادو په برخه کې مرسته کړې.

د یاد ښوونځي بنسټ ایښودونکي او مسول حمید الله ریحان ازادي راډيو ته وویل، یاده مرسته د عمرجان مایار په نوم د یوه خیریه بنسټ له لوري شوې چې بېلابېل درسي مواد په کې شامل دي.

دي وايي: "زه د ریحان ښوونځي د مسول په توګه د ازادي راډيو څخه مننه کوم چې زموږ پر ښوونځي یې راپور جوړ کړی وو، د دې راپور تر خپرېدو وروسته د عمرجان مایار په نوم د یوه خیریه بنسټ مسول موږ سره اړیکه ونیوله، وروسته يې راسره د ۳۰۰ په شااوخوا د کتابچو، کتابونو او قلمونو په برخه کې مرسته وکړه."

یاده مرسته د عمرجان مایار په نوم د یوه خیریه بنسټ له لوري شوې
یاده مرسته د عمرجان مایار په نوم د یوه خیریه بنسټ له لوري شوې

په ورته وخت کې په یاد ښوونځي کې هغه نجونو چې د کورنۍ سرپرست نه لري دې مرستو ته زیات خوشال دي.

د عمرجان خیریه بنسټ مسولین بیا وايي: "کله مې چې د ریحان خصوصي ښوونځي په اړه د ازادي راډیو پر وېب پاڼه راپور ولید، له یاد ښوونځي سره مې د مرستې هوډ وکړ."

د میدان وردګ سیداباد ولسوالۍ کې د دې کلیوالو نجونو زده کوونکو هیلې او ارمانونه د زده کړو برخه کې اوس یو څه پورې شول، خو لاهم معلومه نه ده چې دوی به تر دولسم ټولکي زده کړي وکړي او که نه او یا به د لېسانس تر کچې ورسیږي او که نه، وخت به یې ځواب کړي.

XS
SM
MD
LG