د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

امریکا: اسلامي هېوادونه دې طالبان نه پریږدي چې حکومت کې د ښځو ونډه پای ته ورسوي


ارشیف، کابل ښار او یو تن وسله وال طالب
ارشیف، کابل ښار او یو تن وسله وال طالب

د امریکا متحد ایالاتونه غواړي چې اسلامي هېوادونه دې ته وهڅوي چې پر طالبانو فشار راوړي، څو د دین په نوم ښځې له ټولنیز ژونده محرومې نه کړي.

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په واشنګټن کې یوه سیمینار ته وویل، دا د یوه ډپلوماټیک نوښت هڅه کوي چې د دې مسالې په اړه د ټولو نفوذ لرونکو هېوادونو ترمنځ یو انډول دریځ رامنځته شي.

اغلې امیري چې د واشنګټن د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو د مرکز سمینیار ته په انلاین بڼه خبرې کولې وویل، دا تېره اوونۍ سعودي عربستان او قطر ته لاړه او غواړي چې نورو اسلامي هېوادونو ته هم سفر وکړي، څو له هغوی هم وغواړي چې د ښځو د ازادیو په برخه کې طالبان وهڅوي.

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

دې د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو تعبیر ته په اشارې وویل، سعودي او قطري چارواکو ته یې وویل، طالبان استدلال کوي چې ښځو ته هغه حقونه ورکوي چې شریغت ورکړي، د دوی دا خبره نه یوازې د افغانستان او افغان ښځو لپاره بده ده بلکې د ټول اسلام لپاره بده ده.

اغلې امیري دا هم وویل، ګڼ اسلامي هېوادونه په افغانستان کې سفارتونه لري او له طالبانو سره تعامل لري، هغوی حکومت کې د سیاسي او قومي ډلو د شاملېدو دفاع کوي خو د ښځو په اړه ډېر څه نه وايي.

امیري وايي، له اسلامي هېوادونو سره په خبرو کې یې هغوی ته ویلي چې طالبانو ته په حکومت کې د ښځو د ګډون یادونه هم وکړي.

طالبانو له واک ترلاسه کولو وروسته پوهنتونونه او د نجونو ښوونځي بند کړل، خو په وروستیو کې یې په یو شمېر ولایتونو کې نجونو ته اجازه ورکړه چې له شپږم ټولګي پورته زده کړو ته دوام ورکړي، خو له دې سره-سره یې لاهم اکثرو ښځو ته اجازه نه ده ورکړې چې دولتي ادارو ته حاضرې شي.

XS
SM
MD
LG