د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې په مورنۍ ژبه د زده کړو زمینه برابره ده؟


د فبروري ۲۹مه د مورنیو ژبو نړیواله ورځ
د فبروري ۲۹مه د مورنیو ژبو نړیواله ورځ

نن د فبروري ۲۱ مه د مورنۍ ژبې له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

دغه ورځ تر ډېره په مورنۍ ژبې د زده کړو او تحصیل د ورځې په نوم پېژندل کېږي.

د افغانستان د مخکېني نظام د اساسي قانون په ۴۳مه ماده کې ویل شوي" دولت مکلف دی چې په ټول افغانستان کې د متوازن معارف د عامولو او د منځنیو اجباري زده کړو د تامین لپاره اغېزمن پروګرام طرح او تطبیق کړي او د مورنۍ ژبو د تدریس لپاره په همغو سیمو کې چې پرې خبرې کېږي لاره هواره کړي"

د همدغه قانون په ۱۶ ماده کې هم راغلي "د پښتو او دري سربېره، ازبکي، ترکمني، بلوچي، پشه یي، نورستاني، پامیري او د ګڼو نورو رایجو ژبو سربېره، پښتو او دري د دولت رسمي ژبې دي خو په هغو سیمو کې چې خلک یې په خپلې مورنۍ ژبې خبرې کوي، هغه د همغه سیمې درېیمه ژبه پېژندل کېږي.

خو نیوکې دا دي چې په تېرو شلو کلنو کې د قانون دغه دواړه مادې او په ځانګړې توګه ۴۳مه ماده نه ده پلې شوې.

سپنا د نورستان ولایت اوسېدونکې ده.

هغې ښوونځی د نورستان د نسوانو په لیسه کې پای ته رسولی دی.

سپنا وایي چې کله یې ښوونځی پیل کړ په پښتو او دري نه پوهېده نو ځکه زده کړې ورته ستونزمنې وې.

خو د کلنو په تېرېدو سره یې دري ژبه په بشپړه توګه زده کړه.

سپنا وایي:" ما ښوونځی په نورستان کې پاي ته ورسوه؛ یادیږي مه چې کله مه تازه ښوونځی پیل کړ په دري په سمه توګه نه پوهېدلمه ځکه زموږ په کور کې په نورستاني ژبې یو له بل سره غږېدلو؛ هغه مهال په دري ژبې زده کړې راته سختې ستونزمنې وې خو کرار کرار مې دري ژبه زده کړه. زه فکر کومه چې اړتیا ده هر چا ته د هغه په خپلې ژبې زده کړې ورکړل شي"

خو دا یوازې د نورستاني ژبو د ویونکو ستونزه نه ده.

د تېر جمهوري نظام د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال عنایت الله بابر فرهمند چې په تېرو دوه کلنو کې د افغانستان په مخکېني نظام کې په ازبکانو کې تر ټولو جیګپوړی حکومتي چارواکی ګڼل کېده وایي، مخکېني حکومت د درېیمو ژبو د پرمختګ لپاره لازمه هڅه نه وه کړي.

ښاغلی فرهمند وايي، په وار وار وړاندیز شوی و چې درېیمو ژبو او په ځانګړي توګه د ازبکي ژبې د احیا لپاره یو مرکز د اطلاعات او کلتور وزارت په چوکاټ کې جوړ شي خو په خبره یې د دغه وړاندیز د پلې کېدو لپاره هېڅ هم ونشو.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:" په اساسي قانون کې راغلي و چې دولت د درېیمو ژبو د انکشاف لپاره یو قانون یا مقرره تصویبوي، د اساسي قانون له تصویب شل کاله تېر شول خو دغه مقرره تصویب نه شوه؛ د معارف وزارت د سیاست یا پالیسي په برخه کې او په ټوله کې یو درسي ساعت د درېیمې ژبې لپاره اضافه نه شو"

که څه هم پخواني نظام د میزان ۲۹مه په افغانستان کې د ازبکي ژبې په نوم ونوموله خو د ازبکي ژبې لیکوال عزیزالله ارال وایي چې مخکېني حکومتونه د ټولو مورنیو ژبو د تطبیق لپاره لازمه کار نه دی کړی.

ارال وایي:" په لومړي ګام کې د هرې ژبې د ترویج لپاره دولت مسؤلیت لري او دې سره هم مهاله ژب پېژندونکي هم په دې برخه کې مکلفیت لري خو افغانستان کې څنګه چې اړتیا وه تېرو ۲۰ کلنو کې، که څه هم شرایط برابر وو څه نه دي شوي او له امکاناتو استفاده نه ده شوې"

دا انتقادونه په داسې حال کې دي چې د مخکېني نظام د پوهنې وزارت چارواکو ویلي و په ښوونځیو کې یې په مورنۍ ژبه د زده کوونکو لپاره، له څو کلنو راهیسې عملي هڅې پیل کړي چې په ځینو ښوونځیو کې پلې شوي دي.

د دغه وزارت تدریسي مرستیال محمد ابراهیم شینواري هغه مهال ازادي رادیو ته ویلي و په درېیمو ژبو د ښوونکو د روزلو پر مسئله کار روان دی ځکه دا د ماشوم قانوني حق دی او باید هېڅ څوک ورڅخه محروم نه شي."

په ورته وخت کې د افغانستان د یوې بلې ژبې پشه یي ویونکی، لیوال او ژورنالیست محمد زمان کلماني بیا وايي، نه یوازې چې د پشه يي ژبې د پرمختګ لپاره کار نه ده شوې بلکې په دې ژبې کې لاسوهنې شوي او هڅه شوې چې د نورو ژبو تر نفوذ لاندې راوستل شي.

کلماني وایي:" د وخت په تېرېدو سره دغه ژبې خپلې ساحې او سیمې له لاسه ورکړي دي. پشه یې ژبه اوس په اقلیت کې ده خو ورته مجبوریت اوضرورت نه شته او که موږ وشو کولای دغه ژبه د خپلو پشه ییانو منځ کې هم وساتو دا به هم لویه خبره وي"

د افغانستان د علومو اکاډمۍ ویلي، د څېړنو او موندنو پر بنسټ، په افغانستان کې نږدې ۵۵ قومونه ژوند کوي.

د دې اکاډمۍ، د ادبیاتو او د ژبې مرکز علمي غړې عاطفه نورستانۍ مخکې ازادي راډیو ته ویلي و چې په افغانستان کې د ژبو د شمېر په اړه دقیقه څیړنه نه ده شوې خو په خبره یې، احتمالاً چې په دغه هېواد کې څه د پاسه ۳۰ کوچنۍ او لویې ژبې موجودې وي.

خو د لیکوالو په باور په افغانستان د رسمي ژبو پښتو او دري لپاره بیا د پام وړ کارونه شوي دي.

د پښتو ژبې لیکوال او شاعر علم ګل سحر وايي، په تېرو شلو کلونو کې بښتو ژبې ته لازمه پاملرنه شوې، خو دغه توجه د خلکو او نړیوالو فرهنګي ادارو او رسنیو له خوا شوې ده.

ښاغلی سحر وایي:" ژبې ته کار شوی دی ، ځینې فرهنګي ادارو او رسنیو ډېر کار کړی دی خو د دولت په سطحه دومره د یادونې وړ کارونه نه دي شوي.د مورنۍ ژبې زده کړو لپاره خلکو کار وکړ او په پوهنې وزارت باندې فشار راوستل شو چې خلکو ته په مورنۍ ژبې د زده کړو زمینه برابره کړي"

دري ژبی لیکوال او ژورنالیست مجیب مهرداد
دري ژبی لیکوال او ژورنالیست مجیب مهرداد

دري ژبی لیکوال او ژورنالیست مجیب مهرداد بیا وايي:" په تېرو شلو کلونو کې پارسي دري ژبې د خپل د تکامل په برخه کې توانیدلي د نوي نسل د لیکوالانو او شاعرانو له لارې خپل د تکامل په برخه کې مهم ګامونه اوچت کړي دي"

اوس د طالبانو د حاکمیت له پیل سره اندېښنې دا دي چې د دې حکومت پلان به د درېیمو ژبو د ودې او دغه شان په مورني ژبې د زده کړو لپاره څه وي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل :" اسلامي امارت د ټولو هېوادوالو ګډ کور دی، د هرې ژبې ویونکی مونږ ته محترم دي؛ان شاء لله د ژبو لپاره به په عالي سطحه باندې په راتلونکې کې هم پروګرامونه او برنامې وي"

ښاغلي مجاهد وویل، د طالبانو حکومت هڅه کوي چې په مورنۍ ژبې د زده کړو زمینه ټولو افغانانو ته برابره کړي.

XS
SM
MD
LG