د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

اعتراضیه غونډه: طالبان دې له قید او شرط پرته د نجونو زده‌کوونکو ښوونځي پرانیزي


د «سولې او ازادۍ لپاره د افغان ښځو مؤسسې» له لوري اعتراضیه خبري ناسته
د «سولې او ازادۍ لپاره د افغان ښځو مؤسسې» له لوري اعتراضیه خبري ناسته

یو شمېر افغان ښځو له طالبانو وغوښتل چې د منځنیو ښوونځیو او لېسو د نجونو زده‌کوونکو پر مخ دې له قید او شرط پرته د ښؤونځیو دروازې پرانیزي.

د طالبانو له لوري له شپږمو ټولګیو پورته ښوونځیو ته د نجونو زده‌کوونکو د مخنیوي په غبرګون د اعتراضونو په دوام، د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۱ کال د وري ۰۷» هم د «سولې او ازادۍ لپاره د افغان ښځو مؤسسې» له لوري اعتراضیه خبري ناسته وشوه.

د دغې ناستې د تنظیموونکو او ګډونوالو غوښتنه د متوسطې او لېسې دورې نجونو زده‌کوونکو پر مخ د ښوونځیو د دروازو خلاصون و.

د سولې او ازادۍ لپاره د افغان ښځو مؤسسې مرستیالې تورپېکۍ مومند په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "زموږ وروستۍ غوښتنه همدا ده چې ژر تر ژره دې له قید او شرط پرته د دې لپاره چې دا قانوني کوم څه نه‌لري چې ښوونځي دې بند پاتې شي، غواړو چې د ښؤونځیو دروازې خلاصې کړئ."

له دې سره یو شمېر ښؤونکې او زده‌کوونکې د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړلو په اړه د طالبانو پرېکړه د اسلامي شریعت خلاف بولي.

ارشیف، کندهار کې د افغان نجونو یو ابتدائیه ښوونځی
ارشیف، کندهار کې د افغان نجونو یو ابتدائیه ښوونځی

د دغې ناستې یوې ګډونوالې اسرا رسولي د نارینه‌وو او ښځینه‌وو زده‌کړې د دین حکم وباله ویې‌ویل: "اسلامي امارت به د زده‌کړو د مخنیوي کفاره نه د خدای تعالی او نه هم د ولس پر وړاندې پرې کړای شي."

نوموړې ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت د نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو په تړلو سره خپل ملي او نړیوال تعهدات له پامه غورځولي دي.

د غونډې بله ګډنواله او د نهم ټولګي زده‌کوونکې شګوفه وایې: "موږ په اسلامي امارت غږ کوو چې زموږ د پرمختګ لپاره د ښوونځیو دروازې پرانیزي او په نړیواله ټولنه غږ کوو چې زموږ ملاتړ وکړي او نجونې د تعلیم له حقه بې‌برخې نه‌کړي."

ښوونکې معصومه ایوبي هم د طالبانو پر دې کړنه اعتراض لري.

هغې ازادي راډیو ته وویل: "طالبان څه مفکوره لري؟ دوی له افغان ښځو څه غواړي؟ موږ ګورو چې شااوخوا ۵۰ اسلامي هېوادونه شته، په کوم هېواد او ټولنه کې ښځې لکه افغانې ښځې او نجونې له ښوونځي لیرې پاتې کېږي؟"

ارشیف، هرات کې یو شمېر نجونې زده‌کوونکې او ښوونکې
ارشیف، هرات کې یو شمېر نجونې زده‌کوونکې او ښوونکې

د نوي ښوونیز کال له پیله یوه ورځ وړاندې طالبانو ژمنه کړې وه چې د ښوونځیو دروازې به د ټولو نجونو پر مخ خلاصوي، خو د نوي ښوونیز کال په لومړۍ ورځ‌يې خپله دا پرېکړه بېرته واخیسته چې له امله‌یې له شپږم ټولګي څخه پورته د ټولګیو نجونې په اوښکو ډکو سترګو کورونو ته ستنې شوې.

له هغه راوروسته تر نن ورځې پورې د طالبانو حکومت د دې پرېکړې په غبرګون په کور دننه او بهر د اعتراضونه او غبرګونونو لړۍ روانه ده.

وموغوښتل چې په دې اړه د طالبانو د حکومت تازه نظر هم واخلو، خو ویاندویانو یې د راپور تر خپرېدو پورې ځواب ونه‌وایه، خو تر دې وړاندې د پوهنې وزارت ویلي و چې د ښځینه زده‌کوونکو د لباس څرنګوالی لا هم تر بحث لاندې دی او له هغه وروسته به له شپږم ټولګي پورته نجونو ته اجازه ورکړل شي چې ښوونځو ته ولاړې شي.

XS
SM
MD
LG