د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۰ غړي هېوادونه: طالبان دې ژر د نجونو ښوونځي پرانیزي


یو شمېر افغان زده‌کوونکې نجونې
یو شمېر افغان زده‌کوونکې نجونې

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۰ غړو هېوادونو له طالبانو غوښتي چې سملاسي د نجونو ښوونځي پرانیزي.

دغو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو له‌خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړل کېدو سره کلک مخالفت ښودلی دی.

امریکا، بریتانیا، فرانسه، ناروې، البانیا، برازیل، ایرلنډ، مکسیکو، متحده عربي امارات او ګابن هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې چې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا خپره شوې، له طالبانو غوښتي چې د ټولو نجونو لپاره ښوونځي پرانیزي.

په دې اعلامیه کې راغلي د دوی پیغام روښانه دی او ټولې افغان نجونې باید ښوونځیو ته ولاړې شي.

په اعلامیه کې چې یوه برخه‌یې په ملګرو ملتونو کې د متحده ‌عربي اماراتو د دایمي استازې لانا زکي نسیبه له‌خوا ولوستل شوه راغلي: "دې اوونۍ کې له یو ملیون زیاتې افغان نجونې چمتو شوې وې چې ښوونځیو ته ولاړې شي، خو دوی په وروستیو شېبو کې نهیلې شوې. د دوی هیلې د ښوونځیو په دروازو کې له‌منځه ولاړې، هغه مهال چې دوی پوهې شوې چې په یوې خپل‌سرې پرېکړې د زده‌کړې له حق محرومې شوې دي. دا پرېکړه د هغو ژمنو خلاف ده چې طالبانو وروستیو اوونیو او میاشتو کې له نړیوالې ټولنې سره د تل‌پاتي جوړجاړي لپاره کړې. دا یوه اندېښمنوونکې ماتې ده."

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دې غړو هېوادونو زده‌کړه د نړۍ د ټولو ماشومانو بنسټیز حق بللی چې افغان نجونې یې هم برخه دي.

دې هېوادونو ټینګار کړی چې افغانستان د پاشل کېدو په حال کې دی او د یو خوندي او باثباته راتلونکي لپاره بايد په دومره اسانۍ وړتیاوې او استعدادونه له‌منځه ولاړ نه‌شي او دا چې د ټولنې نیمه برخه له زده‌کړو محرومه شي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دې ۱۰ غړو هېوادونو په خپله اعلامیه کې ویلي، د ښوونځیو د تړل کېدو په اړه د طالبانو له پرېکړې وروسته، دې اوونۍ کې له یو ملیون زیاتو نجونو وژړل او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نه‌شي کولای دوی نورې نهیلې کړي.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د ناروې دایمي استازې مونا جول وايي: "په دې اعلامیه کې د امنیت شورا غړي طالبانو ته یو واحد پیغام رسوي چې د ټولو لپاره ښوونځي پرانیزي او په دې هېواد کې د ټولو ماشومانو او ځوانانو لپاره د زده‌کړې خوندي چاپېریال برابر کړي."

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۰ هېوادونو د دې اعلامیې او غوښتنې په اړه مو د طالبانو نظر وپوښت، خو ویاند یې ځواب رانه‌کړ.

طالبانو ژمنه کړې وه چې د تېرې چهارشنبې په ورځ به په ټول افغانستان کې ښوونځي پرانیزي، خو په خپله دې ژمنه ونه‌درېدل.

تر اوسه د دې ډلې له‌خوا هېڅ معقول دریځ د دې پرېکړې د لامل په اړه رسنیو ته نه‌دی وړاندې شوی.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت ویاند د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو د تړل کېدو امر د دوی د مشر ملا هبت‌الله له‌خوا شوی دی.

XS
SM
MD
LG