د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۸

افغانستان کې د ښوونځیو له بیا پیلېدو د زده‌کوونکو او بشري حقونو څار ډلې هرکلی


ارشیف، هرات کې د نجونو یو ښوونځی
ارشیف، هرات کې د نجونو یو ښوونځی

په افغانستان کې نن د نجونو او هلکانو ښوونځي پرانیستل کېږي.

نړیوالې ټولنې له تېرو څه باندې اوو میاشتو راهیسې له طالبانو په پرله‌پسې توګه دا غوښتنه کوله چې دا ښوونځي پرانیزي.

د طالبانو د معارف وزارت اعلان کړی دی چې نن به د هلکانو او نجونو ټول ښوونځي له لومړي ټولګي تر ۱۲مه پرانیستل کېږي.

د کابل د یوه ښوونځي زده‌کوونکې ۱۴ کلنه الینا نظري د مکتبونو پرانیستو ته خوشحاله ده، خو داسې فکر کوي چې دا پلا به هغسې نه‌وي لکه تېر کال: "ټول له دې هېواده په تېښته کې شول، ښایي نجونې ونه‌کړای شي چې سمې ښوونځيو ته راشي."

د کندهار د یوه ښوونځي زده‌کوونکې مروه ایوبي بیا خوشحاله او هیلمنه ده: "د طالبانو د هاغه بلې دورې څخه زما مور ښې خاطرې نه‌لرلې ویل یې ښایي تاسو بې‌سواده پاتې شئ. اوس زه هېڅ اندېښنه نه‌لرم زما کورنۍ ماته اجازه راکړې ده او شکر الحمدلله طالبانو هم موږ ته اجازه راکړه موږ ډېر خوشحاله يو."

یو شمېر افغان نجونې زده‌کوونکې او یوه ښوونکې
یو شمېر افغان نجونې زده‌کوونکې او یوه ښوونکې

یو شمېر محدودیتونه شته، بشپړ اسلامي حجاب او د ښځو له لوري نجونو ته درس ورکول او په کلیو کې چې ښځینه ښوونکې کمې دي بوډاګان به درس ورکوي.

د طالبانو د واکمنۍ له پیله په تېرو څه باندې اوو میاشتو کې یوازې تر شپږم ټولګي پورې نجونو ته د زده‌کړو اجازه وه، خو په ځینو ولایتونو لکه کندز، بلخ، سمنګان او جوزجان کې یې د لېسې د دورې نجونو ته هم د زده‌کړو اجازه ورکړې وه.

د بشري حقونو د څار ډلې نننۍ ورځ د افغانستان لپاره ډېره مهمه بللې ده.

په دې بنسټ کې د اسیا د برخې څېړونکې فرشته عباسي وایي چې دوی د نجونو د ښوونځو د پرانیستو مسئله له نږدې څاري.

دې په ټویټر کې لیکلي دي، هغه وخت رارسېدلی دی چې طالبان په دې برخه کې خپله ژمنه سمه ثابته او عملي کړي.

د ملګرو ملتو په وینا په ۲۰۰۱ کال کې شااوخوا یو ملیون افغان ماشومان ښوونځیو ته تلل او په ۲۰۱۹ کې دا شمېره شااوخوا ۱۰ ملیونو ته ورسېده چې نږدې نیمایي یې نجونې وې.

XS
SM
MD
LG