افغانستان
د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې کمېټې د طالبانو د یوې پرېکړې هرکلی کړی
د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې کمېټې د طالبانو له لوري د دې پرېکړې هرکلی کړی دی چې د نجونو او هلکانو ښوونځي پرانیزي.
د دې بنسټ د ماشومانو د خوندیتوب د برخې مشر اتینا رایبورن پرون سې شنبه (د کب ۱۷مه) په یوه بیان کې وویل، په راتلونکو ورځو کې ښوونځیو ته د نجونو د تګ خبر ډېر ښه خبر دی.
د طالبانو د پوهنې وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، د وري په میاشت کې به نجونې هم ښوونځيو ته ولاړې شي.
د ماشومانو د ژغورنې د کمېټې په وینا د اوس لپاره شااوخوا اته میلیونه ماشومانې او ماشومان دې ته اړتیا لري چې ملاتړ یې وشي چې ښوونځيو ولاړ شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د اسټرالیا حکومت په افغانستان کې د خپلو یو شمېر پخوانیو افسرانو رتبې او مډالونه لغوه کړي
د اسټرالیا حکومت پرېکړه کړې چې په افغانستان کې د خپلو یو شمېر پخوانیو پوځي افسرانو پوځي رتبې او مډالونه لغوه کړي.
دغه پخواني افسران، چې یوه وړه ډله بلل شوې، تورن شوي چې په افغانستان کې یې تر قوماندې لاندې کسانو جنګي جنایتونه ترسره کړي دي.
د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې او د یوشمېر اسټرالیایي رسنیو لیکلي چې د اسټرالیا د دفاع وزیر ریچارد مارلیس نن پنجشنبه خپل پارلمان ته د معلوماتو پر مهال دغه څرګندونې کړې دي.
نوموړي ویلي چې متاثره افسرانو ته یې چې له پنځلسو کسانو کم دي لیکونه لېږلي، خو د هغوی نومونه یې نه دي په ډاګه کړي.
په اسټرالیا کې یوې څېړنې، چې څلورو کلونو کې بشپړه شوې، ښودلې چې افغانستان کې د دوی ۲۵ پخوانیو او برحاله ځانګړو ځواکونو، د ادعا له مخې ۳۹ افغانان په ناقانونه توګه وژلي دي.
اسټرالیا د نړیوال ایتلاف په چوکاټ کې افغانستان ته خپل شاوخوا ۱۵۰۰ سرتېري استولي وو چې تر ډېره په ارزګان ولایت کې مېشت وو.
دوو مخالفو جبهو په کابل کې د اوو طالبانو د وژلو او څلورو نورو د ټپي کولو ادعا کړې
د افغانستان د ازادۍ په نوم جبهه ادعا کوي چې د کابل ښار د ۱۱مې حوزې په مربوطاتو کې یې دوه بریدونه کړي چې پهکې پنځه طالبان وژل شوي او دوه تنه ټپيان شوي دي.
دې جبهې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټويټر کې څرګنده کړې چې دا بریدونه یې د سرای شمالي او بادام باغ د لارې په اوږدو کې تېره شپه ترسره کړي دي.
بل لور ته د طالبانو یوه بله مخالفه ډله، ملي مقاومت ادعا کوي چې د کابل په دیوان بیګي سیمه کې یې دوه طالبان وژلي او دوه ټپيان کړي دي.
طالبانو د دې ادعاوو په باره کې هم څه نه دې ویلي.
بودیجې کموالی؛ څه باندې ۱۱ میلیونو اړمنو افغانانو سره مرسته نه ده شوې
د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبلیوایفپي" وایي، د بودیجې د کمښت له امله نه دې توانېدلي چې په افغانستان کې له ۱۱ میلیونه ډېرو اړمنو کسانو سره مرسته وکړي.
"ډبلیوایفپي" د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې د خپلې هغه بودیجې خبر ورکړ چې د افغانستان لپاره ده او اندېښنه یې ښکاره کړه چې دا ۱۱ میلیونه افغانان د مې له میاشتې نیولې تر اکټوبر پورې د دوی له مرستو محروم شوي دي.
د ملګرو ملتونو دا اداره زیاتوي چې په افغانستان کې د مرستو په خاطر د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره ۶۷۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ د ادارې یا اوچا په باور سږ میلادي کال په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
د بخښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې باید د ښځو غږ واورېدل شي
د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د برخې کمپاینرې سمیرا حمیدي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې باید د ښځو غږ واورېدل شي.
نوموړې په کابل کې د ښځو پروني لاریون ته په اشارې سره په خپله ایکسپاڼه پخواني ټویټر کې لیکلي چې د دې ښځو جرئت له تصوره بهر دی.
په کابل کې پرون څه باندې لس تنه ښځې او نجونې راغونډې شوې وې او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل څو په افغانستان کې دې پر طالبانو فشار راولي چې د دوی بشري حقوق رعایت کړي.
د دغو معترضو ښځو دا لاریون "د افغانستان د ښځو تاریخ د بدلون غورځنګ" د غړیو له لارې د کابل په لوېدیځ کې ترسره شو.
د دې غورځنګ مشرې رقیې ساعي وویل، له دې وېرې چې د طالبانو له سخت چلند سره مخامخ نه شي، نیم ساعت وروسته یې خپل اعتراض پای ته ورساوه.
په ناروې کې نن د افغانستان سفارت بندېږي
د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې نن د افغانستان سفارت بندېږي.
د سفارت کارکوونکي به دا ودانۍ، چې د افغانستان ملکیت دی، د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ته وسپاري.
ټاکل شوې چې څه باندې دوې اوونۍ وروسته د سپټمبر په ۲۷مه په لندن کې هم د افغانستان سفارت خپل فعالیت ودروي.
په لندن او اوسلو کې وروسته تر دې د افغانستان سفارتونه بندېږي چې په افغانستان کې واکمنو طالبانو چې حکومت یې نړیوالو په رسمیت نه دی پېژندلی، د جولای په ۳۰مه اعلان وکړ چې د بریتانیا او ناروې په ګډون د ۱۴ سفارتونو او قونسلګریو له لورې وېشل شوي اسناد نور اعتبار نه لري.
کامالا هريس پر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د دوحې د موافقې له امله نيوکې کړي
د امریکا د ولسمشر مرستیالې او د ولسمشرۍ لپاره کاندیدې کامالا هریس د جمهوریپالو پر کاندید پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د دوحې د موافقې له کبله انتقاد وکړ او هغه یې یوه تر ټولو کمزورې موافقه وبلله.
مېرمن هریس بېګا له ټرمپ سره په لومړنۍ ټلوېزیوني مناظره کې برخه واخیسته او دواړو د یو بل پر پالیسیو سختې نیوکې وکړې.
مېرمن هریس وویل، د ټرمپ ادارې هغه مهال د دې په خبره له یوې تروریستي ډلې، طالبانو سره مستقیمې خبرې پیل کړې چې په پایله کې یې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته زمینه برابره شوه.
د طالبانو او متحدهایالتونو ترمنځ موافقه د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه لاسلیک شوه.
مېرمن هریس همدارنګه پر ټرمپ لهدې کبله هم سخت انتقاد وکړ، چې د طالبانو مشران یې کمپ ډیویډ ته وربللي چې د هغې په خبره هغه پهدې کار سره د امریکا د ډیپلوماسۍ اهمیت ته درناوی ونهکړ.
خو ټرمپ د هریس انتقادونه رد کړل او د بایډن د ادارې لهخوا له افغانستان څخه په ګډ وډۍ کې د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر یې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرمونکې شېبه یاده کړه.
پهدې مناظره کې چې د اې بي سي شبکې لهخوا په مستقیم ډول خپره شوه، دواړو کاندیدانو پر افغانستان سربېره د بهرنۍ پالیسۍ او روغتیايي تدابیرو پورې د بېلابېلو مسایلو په اړه د چلوونکو پوښتنو ته ځوابونه وویل.
په همدې حال کې د هریس کمپاین اعلان کړی، چې دا له ټرمپ سره په را روانه اکتوبر میاشت کې یوه بله مناظره هم غواړي.
د ټرمپ کمپاین تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
د افغانستان او نيوزيلنډ ترمنځ ټېسټ سيالي پرلهپسې درېيمه ورځ هم له لوبې پرته پای ته ورسېده
د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ د کرکټ یوازېنۍ ټېسټ سیالي نن په درېیمه ورځ هم له لوبې پرته پای ته ورسېده.
د راپورونو لهمخې د هند په ګریټر نویډا لوبغالي کې چې د افغانستان کور بلل کېږي، نن سهار یوځل بیا سخت باران وشو چې له کبله یې په درېیمه ورځ هم دا لوبه چې له دوشنبې ورځې راهیسې پلان شوې، ونه شوه.
په تېرو دوو ورځو کې هم دا لوبغالی د بارانونو له کبله سخت لوند شوی و او لوبڅارانو په تېرو دوو ورځو کې بیا بیا د هغه ارزونه وکړه، خو پرېکړه یې دا وه چې لا لوبو ته نهدی چمتو.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې د افغان کرکټ بورډ د نړیوالو سیالیو مسوول منهاجالدین راز د لوبغالي د غوره کولو په اړه د انتقادونو په ځواب کې ویلي چې، دوی له دوو نورو لوبغالو څخه دا ځای ځکه غوره وباله چې پلازمېنې نوې ډيلي ته نژدې دی.
ویل کېږي چې په ګريټر نویډا کې د اوونۍ په دوام کې د نورو ورښتونو اټکل هم شوی دی.
رينا اميري د کډوالو له لوی کمېشنر سره د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړي
د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازي رینا امیري وایي، د ملګروملتونو د کډوالو له لوی کمېشنر سره يې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړي دي.
اغلې امیري پرون سهشنبې په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې له فلیپو ګراندې سره خپله کتنه ګټوره بللې او زیاته کړې یې ده چې دوی د افغان کډوالو پر اوسني حالت، په ځانګړې توګه له خطر سره مخ ډلو په اړه خبرې وکړې.
هغې پهدې اړه نور جزیات نهدي ورکړي، خو امریکا لهدې مخکې افغانستان ته په تېره له پاکستان څخه په زوره د هغو افغانانو پر ستنولو ژوره اندېښنه ښودلې وه چې احتمالاً ژوند یې له خطر سره مخامخ دی.
د پاکستان ترڅنګ چې د تېر کال د نومبر له میاشتې راهیسې یې شاوخوا شپږ لکه افغان کډوال بېرته افغانستان ته استولي او دغه لړۍ تر اوسه دوام لري، د افغانستان د بل ګاونډ ایران چارواکو هم اعلان کړی چې په سلګونه زره بېاسناده افغانان به له خپلې خاورې وباسي.
د جرمني خبري اژانس د راپور لهمخې د ایران د پولیسو مشر احمد رضا رادان پرون سهشنبې په یوه مرکه کې وویل، چارواکي په پام کې لري چې د راتلونکي کال د مارچ میاشتې تر پایه پورې شاوخوا دوه ميلیون افغانان چې د ده په خبره په ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد نهلري، له خپلې خاورې وباسي.
د ملګروملتونو د کډوالو د ادارې په وینا په اوس وخت کې شاوخوا ۴،۵ ميلیون افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي، خو ایراني چارواکي د افغان کډوالو غیر رسمي شمېر لهدې زیات ښیي.
د منځنۍ اسيا له امريکايي پوهنتون لسګونه افغان نجونې فارغې شوې
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د منځنۍ اسیا له امریکایي پوهنتون څخه په لسګونو نجونو د فارغېدو خبر ورکوي.
دې سفارت چې له دوحې څخه فعالیت کوي، پرون سهشنبې په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې لیکلي چې، د منځنۍ اسیا امریکایي پوهنتون په ویاړ سره سږکال ۳۲ افغان نجونو او او۷ هلکانو ته د فراغت سندونه ورکړل.
د سفارت په خبره دغو محصلانو ته د متحدهایالتونو حکومت تحصیلي بورسیې برابرې کړې وې.
د امریکا سفارت پهدې اړه چې دغه محصلان په کومو څانګو کې روزل شوي، جزیات نهدي ورکړي، خو یوازې دومره یې ویلي چې دغه فارغین د افغانستان د روښانه راتلونکې نښې او ټولو افغانانو ته د هیلو څرګندونه کوي.
وروسته له هغې چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په کابل کې امریکایي پوهنتون خپلې چارې ودرولې، د دې پوهنتون ډېرو محصلانو ته له افغانستان څخه بهر په نورو هېوادونو کې په امریکایي پوهنتونو کې د تحصیل د دوام زمینه برابره شوې ده.
په عین حال کې د امریکا د سفارت مرستیال ډن براون پرون سهشنبې په ټوله نړۍ کې د ښوونځیو د تعلیمي کال د پیلېدو په مناسبت په یوه بیان کې وویل، متحدهایالات به هيڅکله د افغان نجونو او هلکانو لپاره د انډول تعلیم د برابرولو له غوښتنې لاس وانهخلي.
د ټاپي پروژې کار نن چهارشنبه رسماً په افغانستان کې پيليږي
د ټاپي پروژې کار نن چهارشنبې رسماً په افغانستان کې پیلیږي او پهدې مناسبت په هرات ولایت کې عمومي رخصتي اعلان شوې.
د ګازو د دغې څه باندې ۱۸سوه کیلومتره اوږدې نللیکې ۷۷۴ کیلومتره یې د افغانستان په خاوره کې غځول کېږي.
د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت پرون سهشنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل، دغه لویه اقتصادي پروژه د چهارشنبې په ورځ د افغانستان او ترکمنستان د لوړ پوړو چارواکو له لوري د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په هرات کې پرانستل کېږي او پهدې مناسبت په هرات ولایت کې عمومي رخصتي ده.
د ګازو دغه نللیکه له ترکمنستان څخه پیل او د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته غځول کېږي.
د ترکمنستان چارواکو په خپله خاوره کې د ټاپي نللیکې د فزیکي کارونو د بشپړېدو خبر ورکړی او په افغانستان کې یې د لومړي ځل لپاره کارونه په هرات ولایت کې پیلیږي.
د ګازو دغه ستره نللیکه چې د ترکمنستان ګاز به تر هند پورې لېږدوي، په افغانستان کې په زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي او هم به دا هېواد د ترانزیت له پلوه په کال کې شاوخوا ۵۰۰ ميلیون ډالر عواید ترلاسه کوي.
د ټاپي پروژې عملي چارې څو لسیزې په افغانستان کې درېدلې، چې ناامني یې یو عمده خنډ بلل کېده.