د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

د نوي ښوونیز کال پرانیسته؛ خو له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کوونکې بیا منع شوې


ارشیف، یو شمېر افغان نجونې زده‌کوونکې
ارشیف، یو شمېر افغان نجونې زده‌کوونکې

د طالبانو حکومت که څه هم نوی ښوونیز کال پرانیست، خو له ژمنو سره سره‌یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو ته د پیل اجازه ورنه‌کړه.

نن سهار د طالبانو حکومتي اژانس باختر د پوهنې وزارت له قوله یوه خپره کړې اعلامیه کې ولیکل، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو درسونه تر امر ثاني پورې ځنډېدلي دي.

خو د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو له پرېکړې وروسته هم، د طالبانو د حکومت چارواکي په افغانستان کې د تعلیم لپاره د هر ډول اسانتیاوو د برابرولو ژمنه کوي.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د اعلامیې یوه برخه چې د دې وزارت ویاند عزیز احمد ریان نن د ۱۴۰۱ ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې ولوسته او په‌کې یې په ښوونیز بهیر کې د هر ډول تبعیض د مخنیوي او د عدالت د پلي کېدو ژمنه وکړه.

هغه ژمنه چې دوی عملي نه‌کړه او وروسته‌يې په یوه بله اعلامیه کې له هغو نجونو چې له اووم ټولګي پورته ښوونځیو کې زده‌کړه کوي وغوښتل، څو تر امر ثاني پورې ښوونځیو ته ولاړې نه‌شي.

یو شمېر افغان نجونې زده‌کوونکې
یو شمېر افغان نجونې زده‌کوونکې

په دې اعلامیه کې چې د طالبانو حکومتي اژانس باختر خپره کړې راغلي: "هر کله چې په دې اړه له شريعت او افغاني دود او کلتور سره سمه جامع طرحه جوړه او د اسلامي امارت د مشرتابه حکم وشي بيا ښوونځیو او لېسو ته رسماً خبر ورکول کېږي."

اووه میاشتې کېږي چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي په همدې پلمه بند کړي چې ځانګړې طرحه ورته جوړوي، خو لا د دې طرحې څرنګوالی معلوم نه‌دی او چارواکي یې یوازې په حجاب او د هلکانو او نجونو د ټولګیو په جلا‌والي پورې محدودوي.

داسې مهال چې زده‌کوونکې وايي، د دوی یونیفورم بشپړ اسلامي او تر خوا یې له هلکانو هم د دوی ټولګي جلا دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت له‌‌خوا د ۱۴۰۱ ښوونیز کال د پیل مراسمو کې ان د دوی د پوهنې وزارت سرپرست هم ګډون نه‌و کړی، د دود سره سم د نوي ښوونیز کال د پیل زنګ ونه‌کړنګول شو او د چارواکو ویناوې یې تر ډېره د تبلیغ تر کچې وې.

خو د طالبانو حکومت د چارو د ادارې مرستیال نورالحق په ښوونیز نصاب کې د بدلون یادونه وکړه.

د افغان نجونو زده‌کوونکو یو ټولګی
د افغان نجونو زده‌کوونکو یو ټولګی

ده وویل: "د افغانستان اړتیا یې نه‌پوره کوله، افغان نوی نسل‌یې د انحراف لور ته کش کوه. په ځینو مضامینو کې اصلاحات راوستل شول او الحمدالله په دې برخه کې یو څه مزل شوی دی."

له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو د دوام پرېکړې، سخت غبرګونونه هم راپورته کړي دي. ښوونځیو ته تلونکو نجونو، د هغوی د کورنۍ غړو او د ټولنیزو رسنیو کارکوونکو دا پرېکړه غندلې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو دوام اندېښمنوونکی او د تأسف وړ بللی.

XS
SM
MD
LG