د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

سیګار: طالبان ښوونیز نصاب بدلوي، هنر، مدني زده‌کړې او د کلتور له تدریس سره مخالفت لري


د نجونو درسي ټولګی
د نجونو درسي ټولګی

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي اداره "سیګار" وايي، د طالبانو حکومت پتیلې چې په ښوونیز نصاب کې بدلون راولي.

سیګار د دې ادعا د اثبات لپاره د طالبانو د ښوونې او روزنې کمېسیون هغه ارزونه را اخیستي چې ټول نصاب یې ارزولی او خپل وړاندیزونه یې په یوه راپور کې وړاندې کړي دي.

سیګار لیکي، دې کمېسیون په ښوونځیو کې د یو شمېر کتابونو لکه هنرونه، مدني زده‌کړې او کلتور د تدریس سره مخالفت ښودلی.

د سیګار له قوله په دې کتابونو کې د ټاکنو، اساسي قانون، ډیموکراسۍ، بشري حقونو، موسیقۍ او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه لیکل شوي چې طالبان یې زیانمنونکي او ویجاړونکي بولي.

ارشیف؛ د استقلال ښوونځی
ارشیف؛ د استقلال ښوونځی

سیګار زیاته کړې، د طالبانو د ښوونې او روزنې کمېسیون په ځینو نورو مضمونونو کې د یو شمېر کسانو د ذکر سره مخالفت ښودلی، دوی جعلي اتلان بولي او دا د تاریخ محوه کول یادوي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي راپور کې لیکل شوي، د طالبانو حکومت غوره بولي چې نصاب کې د جهاد، اسلامي روحیې، حجاب او نورو په نومونو ځینې نور موضوعات ورځای کړي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا سیګار ته ویلي، هېڅ داسې سند نه‌ شته چې په ښوونیز نصاب کې د بدلون موضوع روښانه کړي.

یو شمېر افغان زده‌کوونکي او کورنۍ یې که څه هم د نصاب بدلون د وخت اړتیا بولي، خو زیاتوي، دا بدلون باید د افراطیت د ترویج په معنی نه وي.

کابل مېشتی امید د یوولسم ټولګي زده‌کوونکی دی. هیله‌مند دی چې طالبان اوسنی نصاب یو ځل بیا د خپل پخواني حکومت په څېر نه کړي.

امید وایي:" باید دا بدلون د پرمختګ لپاره وي، نه دا چې موږ ته د افراطیت او تاوتریخوالي درس را کړل شي. "

سیګار وايي، د طالبانو حکومت پتیلې چې په ښوونیز نصاب کې بدلون راولي
سیګار وايي، د طالبانو حکومت پتیلې چې په ښوونیز نصاب کې بدلون راولي

خالد سنګر بیا وايي، اوسنی نصاب له اسلامي او کلتوري اړخه د افغانستان له غوښتنو سره برابر دی او باید له بډایڼې پرته یې په منځ‌پانګه کې لاس‌وهنه ونه شي.

سنګر وایي:"موسیقي او نور د فرهنګ اړوند مسایل باید له تعلیمي نصاب حذف نه‌شي. په تعلیمي نصاب کې باید تېرې تجربې تکرار نه‌شي، هغه چې ماشومانو ته یې جګړه‌ییز ذهنیت ورکوي او په راتلونکي موږ د لا ډېر افراطیت او جګړو شاهدان واوسوو. "

د طالبانو حکومت هم ډاډ ورکوي چې په نصاب کې به د پرمختیايي او عصري مضامینو د تدریس د مخنیوي هڅه نه کوي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ازاډي راډیو ته وویل:" کوم عصري او تخنیکي یا هغه مضامین چې د انکشاف لپاره دي، هغوی کې کومه ستونزه نه‌شته. البته د بهبود لپاره به یې کار کېږي. "

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي

له دې وړاندې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت سرپرست نور الله منير باختر اژانس سره مرکه کې ویلي و چې په نصاب کې به بدلون راځي او نصاب به "اسلامي" وي.

خو هغه په دې اړه ډېر جزئیات نه و ورکړي.

XS
SM
MD
LG