د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

طالبان: افغانستان د نړۍ او سیمې هېوادونو له لوري له ننګونو سره مخ دی


د طالبانو غړي
د طالبانو غړي

د طالبانو د بنسټ اېښودونکي ملا محمد عمر زوی او د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب وايي، افغانستان اوسمهال د نړۍ او د سیمې هېوادونو له لوري له هر ډول ننګونو سره مخ دی.

ملا یعقوب چې د خپل پلار د مړینې په نهم تلین کې یې خبرې کولې د پاکستان له‌خوا پر کونړ وروستیو بریدونو ته په اشارې وویل، دا بمباري یې د ملي مصالحو په خاطر برداشت کړه، خو بیا یې زغم نه‌لري.

هغه زیاته کړه: "افغانستان اوس هم له ډېرو مشکلاتو سره مخامخ دی. په هره کچه چلېنجونه موږ او تاسې ته متوجه دي. دنیا هم را سره په مقابله کې ده او د ډېرو نږدې همسایه‌ګانو څخه هم رنځ او تکلیف وینوو چې ښکاره مثال یې څو ورځې مخکې په کونړ کې د دوی له‌خوا زموږ په خاوره تجاوز و."

طالبانو تایید کړې، چې د وري میاشتې په ۲۷مه پاکستاني عسکرو پر خوست هوايي بریدونه وکړل او تر خوا یې په کونړ توغندي وتوغول چې په پایله کې یې ۴۷ تنه ملکیان ووژل شول او ۲۲ نور ټپيان شول.

د طالبانو د دفاع وزارت په افغانستان کې وروستیو نا امنیو، په جوماتونو او ښوونیزو مرکزونو بریدونه د افغانستان د دښمنانو کار بولي او وايي، اجازه به ور نه کړي چې په کور دننه امنیتي وضعیت وګواښل شي.

هاخوا بیا د طالبانو د رییس الوزرا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، د طالبانو د حکومت تګلاره د نړۍ او د سیمې هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ ولاړه ده.

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي
د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي

هغه زیاته کړه، د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد و نه کارول شي.

نوموړي وويل: "داسې پرېکړه نه لرو چې د افغانستان له خاورې د نورو پر ضد ګټه واخیستل شي. له نورو هم همدا هیله لرو چې د افغانستان امنیت د دوی له‌خوا و نه ګواښل شي."

په ورته وخت کې د طالبانو د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر په افغانستان بې له دې چې اقتصادي ناورین ته اشاره وکړي، ټینګار کوي چې یو شمېر ستونزې شته، خو هغه له خپلو پلویانو غواړي چې دا ستونزې وزغمي.

ملا عبدالغني برادر
ملا عبدالغني برادر

د طالبانو حکومت داسې مهال د خپل بنسټ اېښودونکي نهم تلین نمانځي چې د هغه د مرګ خبر دوه کاله پټ ساتل شوی و او بالاخره په ۲۰۱۵ کال طالبانو ومنله چې مشر یې مړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG