د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

د خوړو نړيوال سازمان: د افغانستان ليرې پرتو سيمو ته بشري مرستې رسوو


ارشيف
ارشيف

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان په يو شمېر لرې پرتو سیمو کې اړمنو کسانو ته د بشري مرستو د رسېدو خبر ورکوي.

د دې مرستو خبر په داسې وخت کې ورکړل شوی دی چې د ملګرو ملتو په وینا د افغانستان تر نیمایي ډیر استوګن بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام( ډبلیو ایف پي) وایي، چې په غزني، هرات، پروان، کندز او خوست کې یې له زرګونو کورنیو سره مرستې کړې دي.

تر ټولو نوې مرستې یې پرون په غزني کې له اووه زره دوه سوه کورنیو سره وې چې پیسې یې پرې ویشلې دي.

ډبلیو ایف پي په یو لړ ټویټونو کې پرون څرګنده کړه چې تېره اونۍ یې د هرات په زنده جان ولسوالي کې تر یولس زره ډېرو کورنيو سره بشري مرستې وکړې، د پروان په سالنګ ولسوالي، د کندز په امام صاحب ولسوالي او د خوست په موسی خېل ولسوالي کې یې هم له بېوزلو سره د خوراکي موادو مرستې کړې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې په داسې وخت کې له بېوزلو سره د مرستو خبر ورکوي چې يو شمېر کسان تور پورې کوي چې مرستې سمې نه ویشل کیږي، ازادي راډیو ته په دې اړه هره ورځ ګڼ پیغامونه رارسیږي.

د خوړو نړیوال پروګرام بیا وایي چې اړمن افغانان ډېرو مرستو ته ضرورت لري.

وروسته تر دې چې طالبان پروسږکال د زمري په میاشت کې بیا واکمن شول د افغانستان اقتصادي وضعیت پسې دومره خراب شو چې د ملګرو ملتو په وینا اوسمهال درویشت میلیونه افغانان بېړنيو بشري مرستو ته اړ دي.

XS
SM
MD
LG