د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

په اوکراین کې جګړې افغانستان کې د خوړو او سونګ موادو بیې 'لوړې' کړي


ارشیف، د کابل منډوي
ارشیف، د کابل منډوي

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) خبرداری ورکړ چې په اوکراین کې د روسیې جګړې د نړۍ پر اقتصاد ناوړه اغېز کړی او له دې کبله په بې‌وزلي افغانستان کې هم د خوړو او د سونګ موادو بیې لوړې شوې دي.

دا پروګرام وايي په داسې حال کې چې اروپا د روسیې له برید وروسته د څه باندې ۳ ملیونه اوکرایني کډوالو له ستونزې سره مخامخ ده، نړیواله ټولنه باید د افغانستان په برخه کې نور اقدامات هم وکړي.

طالبان په تېر اګسټ کې په افغانستان کې واکمن شول او د ملګرو ملتونو دې اړوندې ادارې له هغه راهیسې ویلي دي چې په سلو کې ۹۵ افغانان کافي خواړه یا د خوراکي موادو د پېرلو لپاره د اړتیا وړ پیسې نه‌لري.

د خوړو د نړیوال پروګرام ویاندې شیلي ټکرال پرون خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې هسې هم په تېرو اتو میاشتو کې د خوراکي موادو بیې په سلو کې ۴۰ لوړې شوې وې، خو پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته نور زیاتوالی هم په‌کې راغی.

ارشیف، له یو شمېر بې‌وزله افغان کورنیو سره د خوړو نړیوال پروګرام مرستې
ارشیف، له یو شمېر بې‌وزله افغان کورنیو سره د خوړو نړیوال پروګرام مرستې

دا زیاتوي: "وېروونکې خبره دا ده چې په افغانستان او د نړۍ په ټولو بې‌وزلو هېوادونو کې د خوړو او د سونګ موادو بیې داسې مهال لوړې شوي چې د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې د سږني کال په فبرورۍ کې هسې هم بیې لوړې وې او فکر کوم په داسې حال کې چې د اوکراین پر جګړې ورځې او اوونۍ اوړي دا هغه خبره ده چې موږ باید څارنه پرې وکړو."

په تېرو نږدې اتو میاشتو کې «ډبلیو اېف پي» افغانانو ته د خوړو د برابرولو پر هڅو یو میلیارد ډالر لګولي، خو وايي نورو ۱،۶ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.

مېرمن ټکرال وايي مرستندویو هېوادونو افغانستان ته شا نه‌ده اړولې، خو د دې په وینا په داسې حال کې چې اروپا پر اوکراین د روسیې له برید وروسته د څه باندې درې ملیونه اوکرایني کډوالو له ستونزې سره لاس او ګرېوان ده نړیواله ټولنه باید د افغانستان په برخه کې یو څه نور اقدامات وکړي.

د مېرمن ټکرال له بېګانیو څرګندونو مخکې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر فیلیپو ګراندې د سې شنبې په ورځ کابل ته د سفر پر مهال خبرداری ورکړ چې ښايي د اوکراین جګړه د افغانستان او د نړۍ د نورو برخو له بشري بحرانونو څخه د مرستو پیسې بلې خوا ته کړي.

کابل ته د فیلیپو ګراندي سفر
کابل ته د فیلیپو ګراندي سفر

د «ډبلیو اېف پي» ویاندې وویل په داسې حال کې چې افغانستان ته غنم له قزاقستان او ازبکستان څخه واردېږي د اوکراین د جګړې له کبله د خوړو او سونګ موادو د بیو لوړېدل ښايي د بشري مرستو لګښتونه هم ۲۰ سلنه زیات کړي.

XS
SM
MD
LG