د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۶

د افغانستان په اړه د بريتانيا په کوربه‌توب د بشري مرستو د کنفرانس نېټه اعلان شوه


ارشیف، له یو شمېر افغان بې‌وزله کورنیو سره مرستې-انځور تزئیني بڼه لري.
ارشیف، له یو شمېر افغان بې‌وزله کورنیو سره مرستې-انځور تزئیني بڼه لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي دفتر (يوناما) د افغانستان په اړه د بريتانيا په کوربه‌توب د بشري مرستو د کنفرانس نېټه اعلان کړه.

د‌ يوناما په يوه اعلاميه کې راغلي چې دا کنفرانس به د روانې مارچ مياشتې په ۳۱مه نېټه ترسره شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر ویلي چې جرمني او قطر هم چمتو دي چې د افغانستان لپاره د مرستو ټولولو کنفرانس په جوړولو کې له بریتانیا سره همکاري وکړي.

د دې کنفرانس د جوړېدو اساسي هدف، په روان ۲۰۲۲ کال کې هغو ۲۳ ملیونه افغانانو ته د مرستو راټولول دي چې اوس‌‌مهال له لوږې او بې‌وزلۍ سره مخامخ دي. ملګرو ملتونو د ۴،۴ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې چې تر اوسه‌‌یې یوازې ۱۳ سلنه بسپنه راټوله شوې ده.

تېره میاشت د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز تراس ویلي و چې هېواد به‌یې راتلونکې میاشت له افغانستان سره د څلور میلیارد او ۴۰۰ ملیونه ډالره بشري مرستې د راټولولو په هدف مهم کنفرانس جوړ کړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیره لیز تراس
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیره لیز تراس

نوموړې ویلي چې له بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو مؤسسو څخه به د افغانستان لپاره مرسته وغوښتل شي.

تر اغلې تراس مخکې ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه د داسې یوه نړیوال کنفرانس د جوړېدو غوښتنه کړې وه.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې افغانستان بايد د اوکراین د جګړې له کبله هېر نه‌شي او مرسته ورسره وشي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو ځينو مرستندويانو ويلي وو چې د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته افغانستان ته شااوخوا ۲ میلیارده ډالره مرسته رسول شوې ده.

په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر فیلیپو ګراندي هم اندېښمن دی چې کېدای شي د تېر کال په سپټمبر میاشت کې له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه د شوي کنفرانس په پرتله، دا ځل له افغانستان سره د مرستو په اړه د کډون‌کوونکو هېوادونو لېوالتیا کمه وي.

دا اندېښنې داسې مهال څرګندېږي چې د ملګرو ملتونو رسمي شمېرې ښيي، په افغانستان کې اوس‌مهال ۹۵ سلنه خلک کافي خواړه نه ‌لري.

XS
SM
MD
LG