د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۰

د نړیوالې ټولنې د نغدو مرستو ۱۸مه بسته کابل ته راورسېده


دغه نغدي مرستې د افغانستان له مرکزي بانک سره نه، بلکې د افغانستان له نړیوال بانک (اې‌ای‌بي) سره کېږي چې هغه په دې هېواد کې پر بشري چارو لګېږي.
دغه نغدي مرستې د افغانستان له مرکزي بانک سره نه، بلکې د افغانستان له نړیوال بانک (اې‌ای‌بي) سره کېږي چې هغه په دې هېواد کې پر بشري چارو لګېږي.

د افغانستان بانک وایي، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د نغدو مرستو په ترڅ کې پرون ۱۸مه بسته کابل ته راورسېده.

د دې بانک ویاند صابر مهمند تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل: "نن د نړیوالې ټولنې د بشردوستانه مرستو په ترڅ کې د نغدو پیسو ۱۸مه بسته چې ۳۲ ملیونه امریکایي ډالر و، کابل ته راورسېده."

د ښاغلي مهمند په وینا په دغې نوې مرستې سره تر اوسه د هغو نغدي مرستو اندازه چې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره کړې او کابل ته رسېدلې، ۵۰۵ ملیونه او ۶۰۰ زره ډالرو ته رسېږي.

د افغانستان بانک ویاند صابر مهمند
د افغانستان بانک ویاند صابر مهمند

دغه نغدي مرستې د افغانستان له مرکزي بانک سره نه، بلکې د افغانستان له نړیوال بانک (اې‌ای‌بي) سره کېږي چې هغه په دې هېواد کې پر بشري چارو لګېږي.

د افغانستان بانک پرون په یوه ټویټ کې له نړیوالې ټولنې او مرسته کوونکو هېوادونو د دغو مرستو په مننې سره له افغانستان سره د بانکي راکړو ورکړو په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کېدو غوښتنه کړې ترڅو د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره زیات تعامل ته زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم پرون د ترکیې په انتالیا کې د ډیپلوماتیک فوروم په نوم غونډه کې د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان بانک د شتمنیو په خوشې کېدو او پر دې هېواد د لګول شویو بندیزونو په لیرې کولو کې مرسته وکړي.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه د طالبانو لاس ته د کابل له لوېدو وروسته د افغانستان شااوخوا نهه میلیارده ډالرو شتمني په بهر کې کنګل شوې او طالبان هغه ته لاسرسی نه‌لري.

XS
SM
MD
LG