د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمېشنر د بشري وضعیت په اړه خبرو لپاره کابل ته راغی


کابل کې له يوه طالب چارواکي سره د فيليپو ګراندي روغبړ
کابل کې له يوه طالب چارواکي سره د فيليپو ګراندي روغبړ

د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمېشنر فيلیپو ګراندي پرون کابل ته ورسېد چې په افغانستان کې د کډوالو، کورنیو بې‌ځایه شویو او د افغانستان د بشري وضعیت په اړه له طالب چارواکو سره خبرې وکړي.

د طالبانو حکومت کابل ته د ښاغلي ګراندي سفر ښه ګام وباله او هیله‌يې څرګنده کړه چې خپلو مېنو ته د کورنیو بې‌ځایه شویو او بهر ته د تللیو کډوالو په بېرته ستنولو کې به مرسته وکړي.

ګراندي پرون کابل ته له رسېدو وروسته پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې شپږ میاشتې وروسته بیا افغانستان ته تللی چې په دغه هېواد کې د بشري وضعیت په اړه پر ننګونو خبرې وکړي او د شویو پرمختګونو جاج واخلي.

ده همداراز ویلي د سفر تمرکز به‌یې په ځانګړي ډول پر کورنیو بې‌ځایه شویو او همداراز هغو خلکو وي چې خپلو اصلي مېنو ته بېرته ستنېږي.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد کابل ته د ملګرو ملتونو د کډوالو د لوی کمېشنر راتګ ښه ګام وباله، او هیله‌یې څرګنده کړه چې د بې‌ځایه شویو د ستونزو په حل کولو کې به مرسته وکړي: "د ملګرو ملتونو کمېشنر به د اسلامي امارت له چارواکو سره وویني او د کډوالو او بې‌ځایه شویو افغانانو پر ستونزو به وغږېږي. موږ هیله لرو چې د ښاغلي ګراندي سفر به له بهره د کډوالو په راستنېدو کې هم مرسته وکړي."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د ملګرو ملتونو د کدوالو لویه کمېشنري وايي چې په افغانستان کې ملیونونه خلک د څو لسیزو جګړو او د نړیوالو مرستو له کمېدو وروسته له شدیدې لوږې او کړاو سره مخامخ دي.

د دې کمېشنرۍ د ارقامو پر اساس، ۲۴ ملیونه افغانان لومړنیو مرستو ته سخت اړ دي او نږدې درې نیم ملیونه افغانان کورني بې‌ځایه شوي دي چې د هغو له‌منځه ۷ لکه یوازې په ۲۰۲۱ م کال کې بې‌ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، ۵ ملیونه او ۷ لکه افغانان په ګاونډیو هېوادونو کې مهاجر دي.

فيلیپو ګراندي د کابل په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل، د اوکراین له جګړې او د نړۍ په نورو سیمو کې له کړکېچونو سره سره افغانستان ته د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ له لوري په لومړیتوب ورکولو کې بدلون نه‌دی راغلی.

ده په عین حال کې وویل چې ملګري ملتونه له ۴ کلونو راهیسې له افغانانو سره مرستې کوي او له کورنیو بې‌ځایه شویو او همداراز له هېواده وتلو افغانانو سره به مرستو ته دوام ورکړي.

ده د امنیت په برابرېدو خوښي وښوده او ویې‌ویل چې له کبله‌یې دوی توانېدلي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې اړو کسانو ته بشري مرستې ورسوي.

XS
SM
MD
LG