د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۲

د اوکراین جګړې؛ فعالان له نړیوالې ټولنې غواړي چې افغانستان هېر نه کړي


بې وزله افغانان
بې وزله افغانان

نیږدې دوه اوونۍ په اوکراین د روسیې له یرغل تیریږي. د دې یرغل له پیل تردې دمه، زرګونه اوکراینیان، د جګړې له کبله اروپايي هېوادونو ته کډه شوي دي او ورسره د اوکراین موضوع په نړۍ کې تر ټولو ګرمه موضوع شو.

له نړیوالو غبرګونونو نیولې، تر نړیوالو مرستو، اوس دغه پاملرنې، د افغانستان د مدني ټولنې غړي اندېښمن کړي.

د ښځو چارو فعاله او د افغان ښځو د وړتیاوو د پرمختګ مرکز رییسه محبوبه سراج وایي، چې اوکراین کې د جګړې له پیل وروسته، افغانستان ته د امریکا او د نړۍ د نورو هېوادونو د پاملرنې کچه راټیټه شوې ده.

مېرمن سراچ وایي، که څه هم نړیوال افغانستان سره د مرستو خبره کوي او د ښځو پر حقونو ټینګار کوي، خو لا تراوسه د دې له مرکز سره د نړیوالو له خوا مرسته نه ده شوې.

د ښځو چارو فعاله او د افغان ښځو د وړتیاوو د پرمختګ مرکز رییسه محبوبه سراج
د ښځو چارو فعاله او د افغان ښځو د وړتیاوو د پرمختګ مرکز رییسه محبوبه سراج

د اغلې سراج په خبره د اوکراین موضوع ان لامل شوې چې اروپایي هېوادونو ته تر ګواښ لاندې کسانو د لېږد بهیر هم پڅ شوی.

سراج زیاتوي: "د اوکراین موضوع نړۍ لپاره ډېره مهمه ده او دا د افغانستان په موضوع اغېز کوي او اغېز یې هم کړی. دغه موضوع په مهاجرینو هم اغېز کوي، څومره مهاجرین یې چې انتقالولی شوای اوس دا کچه اوکرانیانو ته ځانګړی شوی، ځکه هغوی سپین پوستکي دي او ورته خپل ښکاري، خو موږ سره ستونزه لري ځکه موږ هغوی سره توپیر لرو. زما بنسټ سره کومه مرسته نه ده شوې، یوازې یوه اندازه کمې پیسې راکړل شوي چې خلکو ته یې ورکوو."

د افغانانو سربېره، دغه موضوع نړیوال هم اندېښمن کړي دي.

د اروپا د پارلمان یوه غړې کلر دالي، د دې پارلمان په عمومي ناسته کې افغانستان کې د روان بشري ناورین برخه کې د نړۍ پر چلند نیوکه وکړه.

هغه وویل: "په همدې حال کې په افغانستان کې لسګونه زره پناه غوښتونکي شته او د پناه په لټه کې دي. ۵۰۰۰ ماشومان د قحطۍ په حال کې دي او د ماشومانو'له اتلسو کلنو کم عمره' د ودونو کچه هم پنځه سوه سلنه لوړه شوې ده. هغه ماشومان چې د کورنیو د تغذیې او خوړولو برابرولو لپاره خرڅ کېږي، خو په دې تړاو هېڅ خبره نشته."

دغه اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ملګرو ملتونو سازمان مخکې ویلي، چې د افغانستان ۹۷ سلنه خلک د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.​

XS
SM
MD
LG