د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۵۵

افغانستان

د هند د مرسته شوېو غنمو ۳مه محموله به افغانستان ته ولېږدول شي

د هند مرسته شوي غنم
د هند مرسته شوي غنم

ټاکل شوې چې نن د هند د مرسته شوېو غنمو درېیمه محموله د واګې بندر له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.

هندي رسنیو راپور ورکړی چې د بشري مرستو په لړ کې د دې هېواد د مرسته شوېو غنمو درېیمه محموله چې ۲ زره ټنه کېږي، نن د پاکستان له لارې افغانستان ته لېږي.

د طالبانو د حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي مستعین عمري وايي، تردې مخکې هم د هند دوه محمولې غنم افغانستان ته رسېدلي وو. نوموړی د هند مرسته شوي غنم له بې وزلو سره د مرستې برخه کې ګټور بولي.

مولوي عمري نن ازادي راډيو ته وویل، د هند مرسته شوي غنم د خوړو د نړیوال پروګرام یا WFP له خوا په بې وزله کسانو وېشل کېږي.

د هند او پاکستان ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ باید د هند ۵۰ زره ټنه مرسته شوي غنم په یوه میاشت کې د پاکستان لارې افغانستان ته انتقال شي، خو د کرنې وزارت ویاند مولوي مستعین عمري وايي، سره له دې چې د دې غنمو د انتقال له پیله دوه اوونۍ تېرېږي، تر اوسه نیمايي غنم هم افغانستان ته نه دي انتقال شوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: په دوحې غونډه کې د طالبانو نه ګډون حیران کړي نه یوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر وایي، د دوحې په غونډه کې د طالبانو نه ګډون حیران کړی نه دی، ځکه د هغه په باور طالبان متفاوت هدفونه تعقیبوي.

ښاغلي مېلر پرون سه شنبه ( د فبرورۍ شلمه) خبریالانو ته وویل، امریکا هم پر څو اهدافو کار کوي او تر ټولو لومړی هغه یې داسې ډاډ ترلاسه کول دي چې افغانستان بیا د ترهګرۍ په داسې ځاله بدل نه شي چې نور هېوادونه متاثره کړي.

د همدې اونۍ د یکشنبې او دوشنبې په ورځو په دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه وشوه چې طالبانو په کې ګډون ونه کړ.

متیو مېلر وایي، طالبان یوازني افغانان نه دي چې د افغانستان په راتلونکې کې ونډه ولري.

هغه ټینګار وکړ چې هېواد یې د ټولو افغانانو، له هغې ډلې نجونو او ښځو داسې ملاتړ کوي چې د افغانستان د راتلونکې په ټاکلو کې ونډه ولري.

د طالبانو حکومت لا پر دغو څرګندونو تبصره نه ده کړې.

ملګري ملتونه: د نورستان د برفکوچ تلفات ښایي زیات شي

له ارشیفه د نورستان یو تصویر
له ارشیفه د نورستان یو تصویر

د خوړو نړیوال پروګرام WFP وايي، په نورستان کې د راشي یا برفکوچ د وروستۍ پېښې تلفات ښایي زیات شي.

دې ادارې پرون پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې د پېښې د مرګ ژوبلې د شمېر زیاتېدل ځکه امکان لري چې یوشمېر کسان تراوسه هم تري تم دي.

د طالبانو په حکومت کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي چې په نورګرام ولسوالۍ کې د پیښې له ځایه تراوسه ۲۵ مړي راایستل شوي او ۸ تنه نور ټپیان دي.

WFP وايي چې سیمې ته د غذايي موادو استول پیل شوي، خو د نورو برفکوچونو د خطر له کبله دې سیمې ته د مرستو رسول ستونزمن شوي دي.

کرین ډیکر له افغانانو او مدني ټولنو څخه یې د امریکا پر ملاتړ ټینګار وکړ

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرین ډیکر
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرین ډیکر

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرین ډیکر وایي،د افغانانو او مدني ټولنې په وړاندې د متحده ایالتونو تعهد پیاوړی دی.

مېرمن ډیکر پرون سه شنبه پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټوټیر د افغانستان په اړه د دوحې کانفرانس جوړونکو مننه کړې او لیکلي يې دي، دې ته سترګې په لاره ده چې له افغانانو د هغوی د هېواد د راتلونکې په اړه نور څه هم واوري.

که څه هم کرین ډیکر نه دي ویلي چې دا به له افغانانو سره دغه لیده کاته څه وخت او چیرته کوي، خو ټاکل شوې چې د همدې فبرورۍ میاشتې په اته ویشتمه نېټه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي له افغانستان سره د نړیوال تعامل د همغږیتوب او یوشمېر نورو مسلو په اړه د تېرې یکشنبې او دوشنبې په ورځو په دوحه کې غونډه وربللې وه، خو طالبانو په کې ګډون نه و کړی.

طالبان د کونړ او نورستان ترمنځ د لویې لارې د پرانیستلو خبر ورکړ

د نورستان ولایت یوه څنډه
د نورستان ولایت یوه څنډه

په نورستان ولایت کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي د کونړ او نورستان ترمنځ د لویې لارې د پرانیستلو خبر ورکوي.

دا لاره د پرونیو درنو واورو دورېدو په نتیجه کې بنده شوې وه، خو باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي راپور ورکوي چې د ټولګټو وزارت د مامورینو د هڅو په پایله کې نن خلاصه شوه.

په تېرو دوو ورځو کې د نورستان، کونړ، بدخشان، پنجشېر، بلخ، بغلان، لغمان، پکتیا، خوست، ارزګان او پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې درنې واورې ورېدې چې انساني او مالي زیانونه یې هم لرل.

د طالبانو په حکومت کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د دوشنبې په ورځ وویل چې یوازې د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ په نقره کلې کې د غره د ښویېدو په پېښه کې ۲۵ کسان مړه شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو حکومت د ۱۱ ولایتونو په طبي انستیتیوتونو کې د نجونو د جذب اجازه ورکړه

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د طالبانو حکومت د لومړي ځل لپاره د شمال او جنوب د ۱۱ ولایتونو په طبي انستیتیوتونو کې د نجونو جذبولو ته اجازه ورکړه.

باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي نن د دې پرېکړې خبر ورکړ.

د خبر له مخې، په کاپیسا، پروان، پنجشیر، بدخشان، میدان وردګو، غزني، پکتیکا، پکتیا، لوګر، خوست او بامیان ولایتونو کې د نجونو د ښوونځیو د ۱۲ ټولګیو فارغانې په طبي دولتي انستیتیوتونو کې نوم لیکنه کولای شي.

خبر زیاتوي چې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت، د ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو ته لارښوونه کړې چې د دولسمو ټولګیو فارغانې په روغتیايي انستیتیوتونو کې جذب کړي.

آژانس د هېواد د لوړو زده کړو په نورو موسسو کې د نجونو فارغانو د جذب په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې بندې کړې او د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې یې پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ هم بندیز ولګاوه.

د نجونو تعلیم او لوړو زده کړو ته اجازه ورکول هغه غوښتنه ده چې په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې بیا بیا پر افغانستان له واکمنو طالبانو څخه کېږي.

د ملګرو ملتونو په مرسته خوست او نورستان کې څه باندې ۲۰ زره نیالګي کینول کیږي

له ارشیفه د نورستان یو تصویر
له ارشیفه د نورستان یو تصویر

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو اداره یا FAO په راروان پسرلي کې د نیالګیو د کېنولو د کمپاین په درشل کې په خوست او نورستان ولایتونو کې سیمه ییزو ټولنو ته د توت د ۲۳۵۰۰ نیالګیو د وېش خبر ورکوي.

FAO پرون پر ایکس شبکې د دې مرستې خبر ورکړ او ویې لیکل، دا نیالګي د ۲۰۰ هکتار ځمکې لپاره په پام کې نیول شوي دي چې د طبیعي نظام له احیا سره به مرسته وکړي، د سیندونو غاړې به ټینګې کړي او د میوې او عوایدو سرچینه به وي.

ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې ویلي چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو له پلوه د نړۍ له لسو زیانګالو هېوادونو څخه دی خو د دې بدلونونو پر وړاندې د مقابلې لپاره ډېر لږ امکانات لري.

د اسلامي همکاریو سازمان: په راتلونکو ۲ غونډو کې د افغانستان په اړه خبرې کوو

د اسلامي همکاریو سازمان د یو شمېر غړو هېوادونو بیرغونه
د اسلامي همکاریو سازمان د یو شمېر غړو هېوادونو بیرغونه

د اسلامي همکاریو سازمان OIC وايي د دې ټولنې په راتلونکې دوو غونډو کې به د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

OIC په یوه بیان کې د افغانستان لپاره د دې سازمان د ځانګړي استازي طارق علي بخیت له قوله لیکلي چې په ګامبیا کې د اسلامي همکاریو د سازمان په راروانه سرمشریزه او په کامرون کې د دې ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا په غونډه کې به د افغانستان د وضعیت په اړه بحثونه د خبرو د اجنډا په لومړیتوبونو کې وي.

په بیان کې راغلي دي چې ښاغلي بخیت په دوحه کې د افغانستان په اړه په جوړه شوې غونډه کې له افغانستان څخه د OIC پر ملاتړ او له واکمنو طالبانو سره د ډیالوګ د دوام پر اړتیا ټینګار کړی.

په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیریش په کوربه توب دوه ورځنۍ غونډه د یکشنبې په ورځ پیل شوه او پرون پای ته ورسېده.

ګوتیریش: افغانستان په ځینو برخو کې پرمختګ کړی خو ډېر کارونه پاتې چې باید وشي

د ملګرو ملتونو سرمنشي
د ملګرو ملتونو سرمنشي

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي افغانستان د امنیت د ټینګښت، د فساد د کمولو او پر کوکنارو د بندیز په برخو کې ښه پرمختګ کړی، خو وايي ډېر نور کارونه پاتې دي چې باید ویې کړي.

انتونیو ګوتیریش چې د یکشنبې په ورځ او پرون په دوحه کې د افغانستان په اړه د ۲ ورځنۍ غونډې کوربه و، نن پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې نړیواله ټولنه باید خپلو هڅو ته دوام ورکړي څو دا خبره یقیني کړي چې د ټولو افغانانو حقوق او اړتیاوې پر افغانستان د واکمنو طالبانو د لومړیتوبونو اصلي محور وي.

ښاغلی ګوتیریش زیاتوي چې ډېر افغانان د خوړو ډوډۍ ته اړ دي او تعلیم، روغتیايي امکاناتو او کار ته لاسرسی نه لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي یادونه کوي سږکال به هم د افغانستان له نیمایي زیات وګړي بشري مرستو ته اړ وي په داسې حال کې چې دې هېواد ته د مرستو له پلانونو سره تراوسه یوازې څه کم درې سلنه بسپنه اعلان شوې.

د ملګروملتونو بېلابېلو ادارو مخکې هم په افغانستان کې د بشري مرستو د پروژو لپاره له نړیوالو مرستندویانو څخه د بسپنې غوښتنه کړې وه.

سهیل شاهین: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي ټاکل نه منو

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر، سهیل شاهین
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر، سهیل شاهین

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکنه د منلو وړ نه ده.

نوموړي د جاپان له ان اچ کې خبري کانال سره په مرکه کې ادعا کړې چې دغه استازی ښايي د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې هڅه وکړي او ځینې پرېکړې پر افغانستان تحمیل کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکنه د افغانستان د وضعیت د خپلواکې ارزونې په اړه د ملګرو ملتونو د مفصل راپور له مهمو سپارښتنو څخه ده.

د ملګرو ملتونو د دغه مفصل راپور د سپارښتنو په برخه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی باید د همکارو نړیوالو او افغان شریکانو ترمنځ د ډیپلوماسۍ او د بین الافغاني خبرو پر عملي کېدو تمرکز وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش په کوربه توب د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه د دوحې په غونډه کې د ځانګړي استازي ټاکنه یوه له مهمو مسلو څخه وه.

غونډه د ځانګړي استازي له معرفي کولو پرته پای ته ورسېده.

نورستان: تراوسه له واورو د ۱۲ کسانو جسدونه را ایستل شوي

د افغانستان په نقشه کې نورستان ولایت
د افغانستان په نقشه کې نورستان ولایت

د نورستان سیمه ییز چارواکي وايي په نورګرام کې د غره د ښوییدو په پېښه کې د مړیو شویو خلکو د جسدونو د ایستلو لپاره کار روان دی.

تر پرون ناوخته له خاورو لاندې د دولسو کسانو مړي را ایستل شوي وو.

دا خبره د نورستان د سرې میاشتې رییس نور احمد حیدرزي ازادي راډیو ته وکړه.

هغه زیاته کړه چې د غره د ښوییدو په پېښه کې د مړو شمېر ۲۶ تنو ته رسېدلی او ۴ تنه ټپیان دي.

حیدرزي وویل د پاتې نورو جسدونو د را ایستلو لپاره د سرې میاشتې رضا کاران او د سیمې خلک په کار لګیا دي.

په نورستان کې درنه واوره اوریږي او د راپورونو له مخې کچه یې تر یو نیم مترو پورې رسېدلې چې له امله یې د پارون – اسعد اباد لار هم د پېښو د مخنیوي په هدف تړل شوې.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG