د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

سور صلیب: افغانستان کې نغدې پیسې کمې دي، لېږد ته یې د نړیوالو منځګړتوب مهم دی


icrc logo
icrc logo

په افغانستان کې د سره صلیب د استازولۍ مشر وايي، مهمه ده چې دې هېواد ته د نغدو پیسو د لېږد او پرېښودو لپاره، له نړیوالې ټولنې سره دې منځګړیتوب وشي.

د الیون فیلیون په خبره، د افغانستان تر ټولو لویه ستونزه، د نغدو پیسو کموالی دی او په خبره یې اوس‌مهال افغانستان له هر څه زیات نغدو پیسو ته اړتیا لري.

الیون فیلیون له 'CNN' ټلوېزیون سره مرکه کې ویلي: "اوس مهال په افغانستان کې اصلي ستونزه د هېواد په کچه د نغدو پيسو کموالى دى. دا ستونزه عامه ده، ان هغوى چې نن پر افغانستان حاکم دي هم له دې وضعيت په امان کې نه دي. هغه څه چې د راتلونکي لپاره اړين دي، دا چې نړيواله ټولنه بايد د افغانستان اقتصاد ته د نغدو پيسو د واردولو په اړه څه ناڅه انعطاف وښيي. د عامه سکټور تنخواوې بايد ورکړل شي. د اقتصاد د بيا څرخېدو لپاره بايد خصوصي برخه له يوه کارنده بانکي سيسټم څخه برخمنه وي، څو خلک لا ډېر بې‌وزلۍ کې راګیر نه‌شي."

په افغانستان کې د سره صلیب د استازولۍ مشر الیون فیلیون
په افغانستان کې د سره صلیب د استازولۍ مشر الیون فیلیون

په ورته وخت کې ملګري ملتونه هم په افغانستان روان وضعیت ته اندېښنه ښيي.

د ملګرو ملتونو یو ویاند سټېفن دوچارېک پرون سې شنبه (د مرغومي ۱۴مه) په نیویارک کې خبریالانو ته وویل: "وروستیو ورښتونو او ساړه ژمي د افغانانو هغه ستونزې لا ډېرې او سختي کړي چې له وړاندې ورسره مخ وو."

ښاغلي دوچارېک زیاته کړه، په راتلونکو ورځو کې د نورو ورښتونو وړاندوینه هم شوې، هغه چې خلک به لا ډېر اغېزمن کړي.

که څه هم ملګري ملتونه وايي، یوازې ډسمبر میاشت کې یې ۷ میلیونه بې‌وزلو افغانانو ته مرستې رسولي، خو د بې‌وزلۍ ګراف او شمېر د بل هر وخت پر تله ډېر پورته دی.

دوچارېک زیاته کړه، په راتلونکو ورځو کې د نورو ورښتونو وړاندوینه هم شوې
دوچارېک زیاته کړه، په راتلونکو ورځو کې د نورو ورښتونو وړاندوینه هم شوې

د ملګرو ملتونه رسمي شمېرې ښيي چې ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې ۲۳ میلیونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، هغه چې دې ادارې د رسولو لپاره له نړیوالې ټولنې د ۴ نیم میلیارډه ډالرو غوښتنه کړې.

ملګري ملتونه زیاتوي، د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ډېری افغانان ژوند کوي او هره شېبه، لاس‌نیوي ته اړتیا لري.

محمد نذیر له خوست ـ کابل ته را کډه شوی، ګوندې که یې ژوند ښه شي، خو دلته یې اوږې پردي پور لا درنې کړي: " نږدې څلور ـ پنځه میاشتې کېږي چې د کور کرایه مې نه ده ورکړې. د یوې افغانۍ د ګټلو درک نه‌شته. چوک ته هره ورځ راځوو، کار نه‌شته. یوازې زه نه، بلکې دلته چې څوک دي، ټول له دې ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. موږ سره نه څوک مرسته کوي، نه تر اوسه چا څه را کړي دي."

عبدالله د کابل په احمد‌شاه بابا مېنه کې د خپل کور توکي خرڅلاو ته را ایستي خو وايي، پېرودونکي نشته، ځکه په خبره یې، خلک پیسې نه‌لري:​ "کار نه‌شته، د یوې مړۍ ډوډۍ ګټلو لپاره کار کوو. د خپل کور وسایل پلور ته راوړو. نه پیسې شته او نه کار، څه وکړو."

پر دې سربېره، د ملګرو ملتونو د روغتیا او خوارک سازمانونو رسمي شمېرې ښيي چې نږدې ۴ میلیونه افغان مېندې او ماشومان له خوار ځواکۍ سره مخ دي. هغه چې ۱،۲ میلیونه یې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او د نه لاس‌نیوي پر مهال یې هره شېبه د مړینې ګواښ شته.

د خوړو نړیوال سازمان وايي ۴ میلیونه افغان مېندې او ماشومان له خوار ځواکۍ سره مخ دي.
د خوړو نړیوال سازمان وايي ۴ میلیونه افغان مېندې او ماشومان له خوار ځواکۍ سره مخ دي.

وړمه شپه له ملي ټلوېزیون سره مرکه کې د طالبان د حکومت د رییس الوزرا لومړي مرستیال عبدالغني برادر هم وویل، بشري مرستې د افغانانو ستونزه نه‌شي حلولای، بلکې اړینه ده چې په بنسټیز ډول د افغانستان اقتصادي پرمختګ پر وړاندې ستونزې حل شي.

د طالبانو حکومت د ستونزو هوارېدل د دوی د حکومت په رسمیت پېژندنې او د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې په ازادۍ پورې تړي. هغه چې د امریکا او نړیوالې ټولنې ځواب ورته روښانه ده.

د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړول، بشري حقونو په ځانګړي د نجونو او ښځو حقونو ته درناوی او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکون، هغه شرایط دي چې نړیوال غواړي، طالبان یې عملي کړي.

XS
SM
MD
LG