د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

اقتصادي کړکېچ؛ د افغانستان لپاره د نړیوال بانک غونډه جوړېږي


په واشنګټن کې د نړیوال بانک مرکزي دفتر
په واشنګټن کې د نړیوال بانک مرکزي دفتر

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې ريیس او اجرايي ريیس ډیوید میلبند پرون (چهارشنبې) وویل، دا اوونۍ د نړیوال بانک پسرلنۍ غونډه د افغانستان لپاره په یوه حساس وخت کې جوړېږي.

دا هېواد له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخامخ دی، اقتصاد پاشل شوی، طبیعي افتونه او بشري بحران په شدت اوج ته رسېږي.

میلبند، چې پخوا د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر و، همداراز ویلي، د نړیوال بانک په پسرلنۍ غونډه کې د مشرانو رایوځای کېدا د ملیونونو عادي انسانانو د ژوند د سختیو د ښه کېدو لپاره د اقدام په خاطر یو فرصت دی.

د ژغورنې نړیواله کمېټه د نورو سیمه ییزو او نړیوالو غیرحکومتي موسسو ترڅنګ د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې مرستې کوي.

کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې. ارشيف
کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې. ارشيف

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې پر اساس، د امریکا او نورو مرستندویو هیوادونو مرستې سبب شوي چې د تېر کال له اګسته راوروسته په افغانستان کې د فوري لوږې مخه ونیول شي خو یوازې بشري مرستې د اوسني بحران لپاره کافي نه دي، حتي که مرستندویان د ژوند ژغورنې لپاره ۲ میلیارد نورې پیسې هم ورکړي.

میلبند ویلي، چې طالبان او نړیواله ټولنه د اوسني وضعیت په بدلولو کې رول لرلی شي.

ده د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو د حق نه ورکولو ته په اشارې ویلي: "له ۱۳ کلونو پورته نجونو د زده کړو د مخنیوي پرېکړه د افغان ټولنې لپاره یو له مصیبته ډک ګام دی، خو که نړیواله ټولنه په دې خاطر افغانستان ته شا واړوي، افغان نجونې به دوه برابره سزا وویني."

د اقتصادي وضعیت د خرابېدو له کبله د هغو ماشومانو، چې کار ته اړ شوي، شمېر په بې ساري ډول زیات شوی او د سېف دي چلدرن پر اساس د داسې ماشومانو شمېر اوس ۱۲ ملیونو ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG