د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۳

د روژې میاشتې اړوند د طالبانو حکومت د رئیس‌الوزرا پیغام هدف څه و؟


د طالبانو حکومت رئیس‌الوزرا ملا محمد حسن اخند
د طالبانو حکومت رئیس‌الوزرا ملا محمد حسن اخند

د روژې میاشتې اړوند د طالبانو حکومت د رئیس‌الوزرا پیغام چې تېره شپه خپور شو، یوازې د نصحیت تر کچې دی، خو د ښې حکومتوالۍ، سیاست، اقتصاد او امنیت په اړه په‌کې هېڅ بحث نه‌دی شوی.

دا پیغام ۸ دقیقې او ۲۰ ثانیې دی او تر ټولو مهمه خبره‌یې بې‌‌وزلو سره مرسته ده.

ملا محمد حسن اخند په دغه پيغام کې وايي: "موږ خو دا حالات لیدلي دي یا یې وینو. د روژې په میاشت کې په روژه ماتي کې په دسترخوانونو مختلف‌النوعه خواړه پراته وي. مختلف‌النوعه مېوې پرتې وي، شربتونه پراته وي، نور د خوراک شیان پراته وي، نو ټولو ته مې دا خواست دی چې د خپلو خوراکونو څخه یو خوراک، که ۱۰ نوعه شیان پراته وي یو نوعه شی دې، خپل مسکین ته ورکړي."

د طالبانو د رئیس‌الوزرا په پیغام کې له پیل تر پایه پر همدې ټکي څو څو ځله ټینګار شوی، خو نور هېڅ بله موضوع په‌کې نه‌ده یاده شوې.

اوس شنونکي نیوکه کوي، داسې مهال چې افغانستان له بل هر وخت زیات په سیاسي، اقتصادي او امنیتي لحاظ له سختو ننګونو سره مخ دی او د طالبانو رئیس‌الوزرا د حکومت د لومړي درجه مسؤل په توګه رسنیو سره خبرو ته هم نه‌حاضرېږي او تر خوا یې د وضعیت د څرنګوالي په اړه افغانانو ته هېڅ ډول معلومات هم نه‌ورکوي.

د سیاسي مسایلو پوه طارق فرهادي ازادي راډیو ته وویل، د محمد حسن اخند پیغام یوازې اخلاقي جنبه درلوده او د یوه مسؤل او ځواب ویونکي حکومت هېڅ نښه په‌کې نه‌وه.

ښاغلی فرهادي زیاتوي: "مګر حکومت باید یو مشر ولري، څو په هغو موضوعاتو چې خلک‌یې هیله لري لازم توضیحات ورکړي. همدا ډول د افغانستان د پرمختګ لپاره هغه ګامونه چې باید پورته کړي او د خلکو حقونه په‌کې خوندي شي، وکړي."

محمد شفیق همدم
محمد شفیق همدم

د سیاسي مسایلو شنونکی شفیق همدرد وايي، په داسې فرصتونو کې سیاسي مشران هڅه کوي چې خلک له خپلو کړنو او تګلارو خبر کړي، خو لیدل کېږي چې په ۲۱مه پېړۍ کې هم د افغانستان اوسني واکمنان په ډېرو پخوانیو تګ‌لارو مخ‌ته روان دي.

ښاغلی همدم وايي: "دا د دولتونو او حکومتونو مسؤلیتونه دي چې خلکو ته کار برابر کړي، د بې‌وزله خلکو سره مرسته وکړي، خوارځواکي له‌منځه یوسي او د نورو ستونزو په مخنیوي کې د خلکو لاسنیوی وکړي او د دې کارونو لپاره پلانونونه او ستراتېژۍ جوړې کړي."

د طالبانو حکومت ویاندویانو د دې نیوکو په غبرګون کې ازادي راډیو ته څه ونه‌ویل.

د یادونې ده چې له دې وړاندې د طالبانو د رئیس‌الوزرا په لومړي پیغام هم نیوکې شوې وې، ځکه ډېره رسمي او ډیپلوماتیکه ژبه په‌کې نه‌وه کارول شوې.

XS
SM
MD
LG