د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۰ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۶:۱۳

نړۍ

ګوتریش: د اوکراین جګړه به د ځینو هېوادونو پر اقتصاد اغېزه وکړي

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش
د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش

د ملګروملتونو سرمنشي وايي، د اوکراین جګړه به د ډېرو پرمختیايي هېوادونو په اقتصاد کې، چې د خوراکي موادو د بیو له زیاتېدو سره مخامخ دي، بدلون راوړي.

انتونیو ګوتریش په دې اړه په یوه راپور کې وویل، د نړۍ بېوزله هېوادونه چې تر دې وړاندې له کرونا وبا، اقلیمي بدلون او د کافي منابعو له کموالي کړېدل، اوس د خوراکي موادو او انرژۍ له کموالي سره هم مخامخ دي.

ښاغلي ګوتریش دا وضعیت د پرمختیايي هېوادونو لپاره ویجاړونکی توپان وباله.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د 'الکسي ناوالني' د جنازې مراسم په یوه کلیسا کې ترسره کېږي

۴۸ کلن ناوالني د فبروري په ۱۶مه په زندان کې مړ شو.
۴۸ کلن ناوالني د فبروري په ۱۶مه په زندان کې مړ شو.

ټاکل شوې ده چې د کرملین د سیاسي مخالف الکسي ناوالني د جنازې مراسم د جمعې په ورځ د مسکو د مارینو سیمې په یوه کلیسا کې ترسره شي.

دا هغه سیمه ده چې یو وخت ناوالني په‌کې ژوند کاوه.

د ناوالني ویاندې کارا یارمیش په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې نن لیکلي چې تر دې مراسمو وروسته به ناوالني هلته نژدې په هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

د ناوالني کونډې یولیا نن د اروپا پارلمان ته وویل چې له دې سره دا وېره ده چې امنیتي ځواکونه به په دې مراسمو کې مداخله وکړي.

دې زیاته کړه چې دا نه پوهیږي چې دا مراسم به په سوله‌ییز ډول ترسره شي که نه شي او پولیس به هغه کسان ونیسي چې د ناوالني وروستي دیدن ته ورځي.

۴۸ کلن ناوالني د فبروري په ۱۶مه په زندان کې مړ شو.

اروپایي ټولنه کې تېرکال د کډوالۍ غوښتنلیکونه ۱۸ سلنه زیات شوي

له ارشیفه د ناقانونه کډوالو د یوې بېړۍ تصویر
له ارشیفه د ناقانونه کډوالو د یوې بېړۍ تصویر

د اروپایي ټولنې د کډوالو ادارې نن یوه احصاییه خپره کړه چې له مخې یې په دوه زره درویشتم کال کې په اروپایي ټولنه کې د کډوالو د درخواستونو شمېره ۱۸ په سلو کې زیاته شوې ده.

دا شمېره له دوه زره پنځلسم او شپاړسم کلونو راپه دې خوا چې د کډوالو د درخواستونو شمېر د اروپایي ټولنې په غړیو هېوادونو کې بېساری و، تر بل هر وخت لوړه ده.

د اروپایي ټولنې د کډوالو د ادارې د راپور له مخې، په دوه زره درویشتم کال کې د اروپایي ټولنې په غړیو هېوادونو کې د کډوالو د منلو یو میلیون او څلور لکه عریضې سپارل شوې دي.

په دوی کې تر ټولو ډېر کډوال لومړی د سوریې او بیا د افغانستان دي.

زیلینسکي البانیا ته په سفر تللی

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د ناټو د غړي هېواد البانیا پلازمېنې تیرانا ته رسېدلی دی.

ټاکل شوې ده چې دی به د البانیا له دولت سره د اوکراین په ملاتړ د یوې سرمشریزې کوربه وي.

د البانیا د بهرنیو چارو وزیر ایګلي حسني په یوه پیغام کې چې په ایکسپاڼه( پخواني ټویټر) کې یې خپور کړی، ویلي دي چې د البانیا له صدراعظم ایدي راما سره د نننۍ سرمشریزې هدف له کییف څخه د ختیځې اروپا د ملاتړ زیاتیدل او پراخیدل دي.

د اوکراین پوځ: اودیيفکا ښار ته له نژدې دوو کلیو مو ځواکونه وایستل

د اوکراین یو پوځي
د اوکراین یو پوځي

د اوکراین پوځ وايي چې ختیځ اودیيفکا ښار ته نژدې له دوو نورو کلیو څخه یې هم خپل ځواکونه ایستلي دي.

د اوکراین د پوځ ویاند دیمیترو لیخووي پرون پر خپله فیسبوکپاڼه ولیکل چې اوکرایني ځواکونه له ستیپوف او سیویرني کلیو څخه چې د اودییېفکا په لویدیځ کې پراته دي، ووتل.

ویاند زیاته کړه چې پرون په سیویرني کې درنه جګړه وشوه.

د هغه په وینا، په دې جګړه کې روسي سرتېرو ته درانه تلفات اوښتي دي.

اودیییفکا د روانې میاشتې په لومړیو کې روسي ځواکونو ونیوه او داسې مهال چې اوکرایني ځواکونه د تجهیزاتو او وسلو له کمښت سره مخامخ دي اوکراین د روسیې پرضد د جګړې په ډګر کې یوه بله ماته وخوړه.

امریکا: ایران پلوي او حزب الله ډله په بریدونو کې د حوثي وسله والو مرسته کوي

د یمن حوثیان
د یمن حوثیان

متحدایالات وايي چې ایراني فعالان په یمن کې له حوثي وسله والو سره د حملو په ترسره کولو کې مرسته کوي.

د یمن لپاره د متحدایالاتو ځانګړي استازي ټېم لیندرکینګ پرون د سنا یوې فرعي کمېټې ته وویل چې ایران او په لبنان کې د دې هېواد د متحدې ډلې حزب الله فعالان په یمن کې دننه حضور لري او له حوثي یاغیانو سره مرسته کوي چې پر نړیوالو کشتیو حملې وکړي.

هغه زیاته کړه چې ایران حوثي وسله وال تجهیزوي او مرسته ورسره کوي.

د لیندرکینګ په وینا، کره راپورونه شته چې په زیات شمېر د ایران او حزب الله فعالان په یمن کې دي او له حوثي یاغیانو سره مرسته کوي.

په نړیوالو اوبو کې پر نړیوالو کشتیو د حوثي یاغیانو له حملو وروسته متحدوایالتونو او برتانیا په دې وروستیو کې په یمن کې څوځلې هوايي حملې وکړې.

د پولنډ صدراعظم د اوکراین د غلو دانو د وارداتو د بندیز خبرداری ورکړ

د پولنډ صدراعظم، ډونالډ توسک
د پولنډ صدراعظم، ډونالډ توسک

د پولنډ صدراعظم وايي، که اروپايي ټولنه د خپلو بازارونو د ساتنې لپاره اقدام ونه کړي، له اوکراین څخه د غلو دانو پر وارداتو د ملي بندیز د غځولو امکان نه شي ردولای.

د سه شنبې په ورځ (فبروري ۲۷) د پولنډ صدراعظم ډونالډ توسک د چک جمهوریت پلازمېنې پراګ ته د خپل سفر پر مهال وویل چې په دې بندیز کې به نور محصولات هم شامل وي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې زرګونه پولنډي بزګران سړکونو ته راووتل او له اوکراین څخه د خوراکي توکو د واردولو او د اروپايي ټولنې د شنو قوانینو پر ضد یې خپلو اعتراضونو ته زور ورکړ.

په ګڼو اروپايي هېوادونو کې وروستۍ څو ورځې بزګران د لاریون په پار سړکونو ته وتلي او د اروپايي ټولنې له خوا یې د نویو «تړونونو» او د اوکرایین د غله دانو د بې درېغه وارداتو په وړاندې چې دوی یې غیرعادلانه سیالي بولي خپل غږ پورته کړی.

روسیې د الکسي ناوالني یو پخوانی وکیل نیولی

د کرملین د سرسخته پخواني منتقد الکسي ناوالني دوه اوونۍ مخکې د روسیې په یوه زندان کې ومړ
د کرملین د سرسخته پخواني منتقد الکسي ناوالني دوه اوونۍ مخکې د روسیې په یوه زندان کې ومړ

د کرملین د سرسخته پخواني منتقد الکسي ناوالني یو وکیل واسیلي دوبکوف نیول شوی.

روسي رسنیو د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ ۲۷) خبر ورکړ چې د روسیې پولیسو واسیلي دوبکوف د نامعلومو تورونو په تور نیولی دی.

تېره اوونۍ، واسیلي دوبکوف د ناوالني له مور، لیوډمیلا ناوالنیا، سره په شمالي قطب کې د سالخارد ښار ته لاړ او له چارواکو یې غوښتل چې د الکسي ناوالني مړی دوی ته وسپاري.

الکسي ناوالني د فبروري په ۱۶مه د سایبریا په یوه زندان کې مړ شو.

د ناوالني درې پخواني وکیلان هم د نومبر په میاشت کې د افراطیت په تور نیول شوي وو.

د مسکو یوې محکمې په نومبر میاشت کې د تُوندلارۍ په تور د ناوالني د یوې بلې وکیلې اولګا میخایلووا د نیولو امر هم کړی و.

کریملین د کییف متحدانو ته خبرداری ورکړی

په بروکسل کې د ناټو پر مرکزي دفتر د دې ایتلاف بیرغ
په بروکسل کې د ناټو پر مرکزي دفتر د دې ایتلاف بیرغ

کریملین د کییف متحدانو ته خبرداری ورکړی چې که اوکراین ته خپل سرتېري واستوي نو له ناټو سره جګړه به د روسیې ناچاري وي.

دا خبرداری وروسته له هغه ورکول کېږي چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکروز وویل په اوکراین کې د روسیې د بریا د مخنیوي لپاره باید د اوکراین په ملاتړ دې هېواد ته د سرتېرو د استولو په ګډون هېڅ امکان له پامه ونه غورځول شي.

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف نن د فبروري ۲۷مه د مکرون د څرګندونو په ځواب کې وویل چې اوکراین ته د ناټو د غړو له لوري د پوځي قطعو د لېږلو احتمال به یوه ډېره مهمه نوې کیسه وي.

کریملین وویل: "موږ باید د روسیې او ناټو ترمنځ د جګړې د احتمال نه بلکې د جګړې د ناچارۍ خبره وکړو."

مکرون پرون د فبروري په ۲۶مه په پاریس کې د اروپايي مشرانو له سرمشریزې وروسته وویل د دوی په غونډه کې په دې اړه چې د اوکراین په ګټه نور سمدستي اقدامات وشي پراخه اجماع وه.

د دې غونډې ګډونوالو موافقه وکړه چې د روسیې د یرغل پر وړاندې د مقابلې لپاره باید اوکراین ته د منځني او لیرې واټن ویشتونکو توغنديو او بمونو د ورکولو لپاره یو ایتلاف رامنځ ته کړي.

په شل اوریزو سیالیو کې د چټکې سلیزې ریکارډ مات شو

د نامیبیا کیڼ لاسي توپ وهونکي جان نیکول د یوې درې اړخیزې لوبلړۍ پرمهال د نيپال پر وړاندې په ۳۳ توپونو سلیزه وهلې ده.
د نامیبیا کیڼ لاسي توپ وهونکي جان نیکول د یوې درې اړخیزې لوبلړۍ پرمهال د نيپال پر وړاندې په ۳۳ توپونو سلیزه وهلې ده.

د نامیبیا کیڼ لاسي توپ وهونکي جان نیکول د یوې درې اړخیزې لوبلړۍ پرمهال د نيپال پر وړاندې په ۳۳ توپونو سلیزه وهلې ده.

دا په شل اوریزو سیالیو کې تر ټولو چټکه سلیزه ده.

۲۲ کلن نیکول چې په ۵م نمبر توپوهنې ته راښکته شوی و په ۳۳ توپونو یې ۱۰۰ منډې پوره کړې دي.

هغه ۸ شپږیزې او ۱۱ څلوریزې ووهلې.

تر نوموړي وړاندې دا ویاړ د نیپال د لوبغاړي کوشال مالا په نوم و چې په ۳۴ توپونو یې د نامیبیا خلاف سلیزه وهلې وه.

دا سیالي د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه نن سه شنبه په نیپال کې ترسره شوه چې د ۲۰ منډو په توپیر نامیبیا وګټله.

د نیوزیلینډ د ټېسټ کرکټ مخکښ توپ اچونکي تقاعد اعلان کړ

نیل واګنر د خپل هېواد لپاره ۶۴ ټېسټ سیالۍ ترسره کړي، په ۱۲۲ پاڼیو کې یې ۲۶۰ وېکټې اخستې وې.
نیل واګنر د خپل هېواد لپاره ۶۴ ټېسټ سیالۍ ترسره کړي، په ۱۲۲ پاڼیو کې یې ۲۶۰ وېکټې اخستې وې.

وروسته له هغې چې د اسټرالیا پر وړاندې د راتلونکو دوو ټېسټ سیالیو لپاره کیڼ لاسی چټک توپ اچونکی نیل واګنر غوره نه‌شو، هغه هم په سمدستي توګه له نړیوال کرکټ تقاعد اعلان کړ.

ټاکل شوې چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه د اسټرالیا او نیوزیلینډ ترمنځ د دوه ټېسټ سیالیو لوبلړۍ پیل شي.

واګنر د یوه رسنیز کنفرانس پرمهال وویل، ورته سخته ده چې د تقاعد پرېکړه کوي، خو وی ویل: "فکر کوم نور د دې وخت نږدی شوی چې له نړیوال کرکټ لاس په سر شم او نويو ځوانانو ته د لوبېدو موقع ورکړم."

۳۷ کلن واګنر چې د رسنیز کنفرانس پر مهال یې له سترګو اوښکې روانې وې وویل، تېره اوونۍ یې د نیوزیلینډ له مشر روزونکي سره ډېرې خبرې وکړې، خو مثبت ځواب یې ترلاسه نه کړ.

د نوموړي په خبره، مشر روزونکي ورته ویلي چې نور د نیوزیلینډ د ټېسټ کرکټ په ۱۱ کسیزه لوبډله کې ورته ځای نه‌شته.

نیل واګنر د خپل هېواد لپاره ۶۴ ټېسټ سیالۍ ترسره کړي، په ۱۲۲ پاڼیو کې یې ۲۶۰ وېکټې اخستې وې.

د هغه د توپ اچونې اوسط ۲۷.۵۷ و.

نوموړي په یوه پاڼۍ کې یې ۷ لوبغاړي سوځولي وو او ۹ ځل یې د ټېسټ کرکټ په یوه پاڼۍ کې ۵ لوبغاړي سوځولي وو.

نیل واګنر یوازېنی لوبغاړی و چې په هېڅ نړیواله یو ورځنۍ سیالۍ کې یې د لوبېدو چانس ترلاسه نه کړ.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG