د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

د افغانستان تر نيمايي زيات وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري


آرشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې
آرشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د مرستو رسولو لپاره ۵۵ ځایونه په ګوته کړي دي.

په افغانستان کې لا هم د بشري ناورین ګواښ پای ته‌ نه‌دی رسېدلی او افغانان لا هم د بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ او لوږې له ګواښ سره مخ دي.

خاطره له همدوی یوه ده.

هغه په کابل کې د یوې اووه کسیزې کورنۍ غړې ده.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وړاندې هغې او مېړه یې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کولې.

خاطره وايي، دې او مېړه یې په یوه دفتر کې کار کاوه او هره میاشت یې ۲۵ زره افغانۍ تنخوا اخسته خو هغه اوس د طالبانو له‌خوا د ښځو پر کار د ممنوعیت له امله په کور ناسته او اوس یې د کور ټول لګښتونه له هغې هټۍ دي چې مېړه یې پرانستې.

د خاطرې په خبره، د هټۍ د کرایې له ورکولو وروسته دومره څه نه ور پاتې کېږي چې د اووه کسیزې کورنۍ او کرایي کور لپاره یې بسنه وکړي.

هغه زياتوي: "د خلکو ډېرې ستونزې په همدې بشري مرستو حلېږي، ځکه خلک ورته اړتیا لري. هغوی چې دندې یې درلودې، اوس بې‌دندې شوي دي."

دا په داسې حال چې د یک‌شنبې په سهار د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان په خپله ټویټرپاڼه ولیکل، په افغانستان کې د مرستو رسولو لپاره ۵۵ ځایونه په ګوته کړي دي.

دې سازمان زیاته کړې، د افغانستان له نیمايي نفوس زیات یې بشري مرستو ته اړتیا لري او بشري مرستې د میلیونونه انسانانو د ژوندي پاتې کېدو یوه لار ده.

په لوګر کې خلکو ته د مرستو وېش بهير 2May,2020.
په لوګر کې خلکو ته د مرستو وېش بهير 2May,2020.

دې سازمان ویلي، اوس هغه وخت دی چې باید د خلکو ملاتړ وشي.

خو په افغانستان کې پر دې زیاتې نیوکې کېږي چې بشري مرستې اړمنو کسانو ته نه رسېږي.

یو مدني فعال چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې په دې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل: "په ټوله کې د خلکو اقتصاد زیانمن شوی. باور وکړئ هغه کسان چې وړاندې یې دنده درلوده یا یې مېرمنو دنده درلوده اوس چادري په سر د نانوايي مخ‌ته کېني او خیرات غواړي. دې ستونزو ته په کتو اوس ووایئ چې کوم اړمن ته مرستې رسېدلي.؟ "

خو د طالبانو د کډوالو چارو وزارت بیا دا ادعا ردوي.

د دې وزارت ویاند مطلب حقاني ازادي راډیو ته وویل: "موږ دا خبر نه منوو چې د اسلامي امارت غړي بشري مرستې یوازې پر خپلو پلویانو وېشي. بشري مرستې د ټولو افغانانو دي او بې له کوم تبعیضه ټولو افغانانو ته ورکول کېږي. که څوک په دې اړه کوم شکایت یا پوښتنه لري، کولای شي د کډوالو چارو وزارت سره اړیکه ونیسي او خپل شکایت رسما ثبت کړي."

په افغانستان کې د مرستو په غیر عادلانه وېش د نیوکو په ګډون، نړیوال ټولنه هم له دې امله تر سخت انتقاد لاندې ده چې په اوکراین کې یې د روانې جګړې له امله افغانستان له یاده ویستلی.

په اروپايي پارلمان کې د ایرلنډ استازې کلر دالي د تېر کال د کب په شلمه له دې امله چې په افغانستان کې انساني ناورین د نړیوالو له یاده وتلی، په اروپايي پارلمان نیوکه وکړه.

له دې وړاندې نړیوال ټولنې له افغانستان سره د بشري مرستو دوام، د نړیوالو خیریه بنسټونو له‌خوا د دې مرستو په وېش پورې مشروط کړی دی.

XS
SM
MD
LG