د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

په پاکستان کې د سیاسي بې‌ثباتۍ اوج او په افغانستان‌یې د اغېز وېره


ارشیف، د پاکستان په ملي اسامبله یا پارلمان کې مخکېنی صدراعظم عمران خان، د هغه د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او یو شمېر نور چارواکي
ارشیف، د پاکستان په ملي اسامبله یا پارلمان کې مخکېنی صدراعظم عمران خان، د هغه د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او یو شمېر نور چارواکي

په پاکستان کې د سیاسي بې‌ثباتۍ اوج، پر افغانستان د اغېز وېره راپیدا کړې ده.

د طالبانو حکومت هیله ښيي چې په پاکستان کې کړکېچ ته رسېدلی سیاسي وضعیت ثبات پیدا کړي او وايي چې هڅه کوي دغه هېواد کې روان وضعیت په افغانستان اغېز ونه‌کړي.

تېره شپه د پاکستان پارلمان مخکېني صدراعظم عمران خان ته د عدم اعتماد رایه ورکړه او هغه‌یې بې‌واکه کړ.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو سره خبرو کې که څه هم په پاکستان کې وروستي تحولات د هغوی کورنۍ مسئله بولي، خو هیله ښيي چې پر افغانستان اغېز ونه‌کړي.

دی پاکستان سره اړیکې مهمې بولي: "د پاکستان هېواد سیاسي وضعیت د هغوی داخلي موضوع ده. هیله کوو چې هر څه په ښه توګه حل شي. کوښښ کوو چې په افغانستان‌یې اغېز نه‌وي. یوه د سوداګرۍ موضوع ده، هغه روانه ده او بله هم له افغانانو سره د اړیکو موضوع ده. هغه هم د اسلامي امارت له‌خوا پاکستان سره اړیکې مهمې دي او د دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ هغه څه دي چې ګڼ مشترکات لري."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

په پاکستان کې د سیاسي بې‌ثباتۍ په اړه یوه وېره دا ده چې ښايي له افغانستان سره په سوداګریزو چارو او د کډوالو د وضعیت په ګډون په ځینو مسایلو اغېز وکړي.

هاخوا پاکستان کې ځیني پخواني افغان ډیپلوماتان وايي، د پاکستان بهرنۍ تګ‌لاره په ځانګړي ډول افغان پالېسي د پوځ له‌خوا پر مخ وړل کېږي، له همدې امله له واکه د عمران خان لیرې کول به د افغانستان په اړه د پاکستان سیاست بدل نه‌کړي.

پاکستان کې پخواني مرستیال سفیر زردشت شمس ازادي راډیو ته وویل: "ځکه د دې هېواد بهرنۍ تګ‌لاره په ځانګړي ډول افغان پالېسي د پوځ له‌خوا پر مخ وړل کېږي او ملکي حکومتونه په‌کې کوم خاص تصمیم لرونکی رول نه‌لري. د عمران خان حکومت خو بیا په دې زیات بدنام و چې اکثره چارې یې مستقیماً د پوځ له‌خوا پر مخ وړل کېدې، یعنې د امنیتي او بهرنیو چارو په ګډون؛ اقتصادي، سوداګریزې او ان د حکومتوالۍ په نورو برخو کې پوځ رول لاره."

د عمران خان حکومت له دې امله هم د هغه د سیاسي مخالفانو تر سختو نیوکو لاندې و چې تل‌یې د طالبانو په ملاتړ دریځ لاره.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، عمران خان او د هغه د بهرنیو چارو پخواني وزیر شاه محمود قریشي په ځلونو له خپله سټېجه د افغانستان د کورنیو مسایلو د بېلګې په توګه، ښوونځیو ته د نجونو تګ، د افغانستان د ګنګل شوې پانګې او بهرنیو مرستو په اړه بیانونه ورکړل.

عمران خان او شاه محمود قریشي
عمران خان او شاه محمود قریشي

تر دې چې د پاکستان د پارلمان یوه غړي محسن داوړ شاه محمود قریشي ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر خطاب وکړ، خو د طالبانو حکومت د عمران خان او د هغه د حکومت دا څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې لا‌سوهنه نه‌بولي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد تېره اوونۍ ازادي راډیو ته دا هم ویلي و، دوی د پاکستان په سیاسي بدلونونو کې د هېڅ یوې ځانګړې ډلې یا ګوند ملاتړ نه‌کوي.

XS
SM
MD
LG