د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

اسلام‌اباد کې د سیاسي کړکېچ دوام؛ د پاکستان ستره محکمه نن خپله پرېکړه اعلانوي


د پاکستان ستره محکمه
د پاکستان ستره محکمه

په اسلام‌اباد کې نن د سیاسي کړکېچ پنځمه ده، ولسمشر عارف علوي خبرداری ورکړی دی چې د موقت صدارت لپاره دې اپوزېسیون څوک معرفي کړي، اپوزېسیون انکار کړی دی او د سترې محکمې پرېکړې ته انتظار کوي.

د راپورونو له مخې ښایي نن د پاکستان ستره محکمه د پارلمان د منحل کېدو او د صدراعظم عمران خان د صلب اعتماد د پرېکړې د لغوه کېدو په تړاو خپله پرېکړه اعلان کړي.

ستره محکمه چې له دوشنبې راهیسې د عمران خان او د اپوزېسیون د وکیلانو ادعاوې څېړي، پرون وویل چې پنجشنبې ته‌یې خپله پرېکړه وځنډوله.

د اپوزېسیون ګوندونو ائتلاف وایي چې د پارلمان ړنګېدل د قانون خلاف عمل دی.

د عمران خان د ډلې، تحریک انصاف یو چارواکی علي محمد خان هیله‌من دی چې د سترې محکمې پرېکړه به د دوی په ګټه وي.

دی زیاتوي: "موږ پر خپلې سترې محکمې پوره باور لرو، دا تر ټولو ستره قانوني مرجع ده. هیله‌من یوو او که خدای کول پرېکړه به د پاکستان د خلکو په خیر وشي."

د پاکستان اپوزېسیون ګوندونو رهبران
د پاکستان اپوزېسیون ګوندونو رهبران

اپوزېسیون، عمران خان چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې صدراعظم و، تورنوي چې هڅه کوي په واک کې پاتې شي، خو په خپله عمران خان ژمنه کړې ده چې وار له مخه انتخابات به ترسره کړي.

د پاکستان ولسمشرۍ ماڼۍ د دې هېواد د انتخاباتو له کمېسیون څخه غوښتي چې د پارلمان له منحل کېدو وروسته باید په ۹۰ ورځو کې د انتخاباتو د ترسره کېدو نېټه مشخصه کړي.

د اوس لپاره عمران خان د سرپرست صدراعظم په توګه د صدارت چارې مخته وړي.

د پاکستان د ولسمشر عارف علوي دفتر له سیاسي ګوندونو غوښتي چې د موقت حکومت د صدراعظمۍ لپاره خپل کاندیدان معرفي کړي.

اپوزېسیون په دې برخه کې له همکارۍ ډډه کړې ده، د عمران خان تحریک انصاف ګوند د پاکستان پخوانی قاضي‌القضات د صدارت د سرپرستۍ لپاره معرفي کړی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ خبرداری ورکړی دی که اپوزېسیون ګوندونه همکاري ونه‌کړي موقت صدراعظم به وټاکل شي.

خو لاهم مسئله د سترې محکمې پرېکړې ته ځنډېدلې ده چې څرنګه پرېکړه کوي.

XS
SM
MD
LG