د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۳

د پاکستان ستره محکمه: پارلمان دې بېرته اعاده او د عمران خان په اړه دې پرېکړه وشي


د پاکستان سرپرست صدراعظم عمران خان، ولسمشر او د دغه هېواد ځیني پوځي چارواکي
د پاکستان سرپرست صدراعظم عمران خان، ولسمشر او د دغه هېواد ځیني پوځي چارواکي

د پاکستان سترې محکمې پرېکړه وکړه چې ملي اسامبله یا پارلمان دې بېرته اعاده شي او سبا شنبه دې په دې جرګه کې د صدراعظم عمران خان خلاف د بې‌باورۍ په اړه د رایې اخیستو بهیر چې نوموړي یې د تېرې یکشنبې په ورځ مخه ونیوله بېرته پیل شي.

د عمران خان په سپارښتنه د پاکستان ولسمشر عارف علوي پارلمان لغوه کړی او ویلي و چې په ۹۰ ورځو کې دې نوي انتخابات ترسره شي.

د پاکستان سترې محکمې له پرېکړې وروسته تېره شپه د اپوزېسیون ګوندونو په زرګونو پلویان واټونو ته راووتل او د سترې محکمې د پرېکړې د هرکلي ترڅنګ‌یې د خپلو ګوندونو په پلوي شعارونه ورکول.

د پاکستان سترې محکمې په قدرت کې د پاکستان د صدراعظم عمران خان د پاتې کېدو مخه ونیوله او له څلورو ورځو بحثونو وروسته‌یې پرون پنجشنبه پرېکړه وکړه چې په ملي اسامبله کې د هغه خلاف د بې‌باورۍ په اړه د رایې اخیستو باطلول د اساسي قانون خلاف و.

د پاکستان ستره محکمه
د پاکستان ستره محکمه

عمران خان د تېرې یکشنبې په ورځ په ملي اسامبله کې په دې اړه د یوې لایحې مخه په دې خاطر نیولې وه چې تقریباً دا مسئله یقیني وه چې که د هغه خلاف د بې‌باورۍ رایې واخیستل شي، نو دی به بې‌واکه شي.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د عمران خان په سپارښتنه پارلمان ړنګ او په ۹۰ ورځو کې یې د نویو انتخاباتو د ترسره کېدو اعلان کړی و، خو د سترې محکمې د قاضیانو پنځه کسیز پلاوي پرون په بشپړ اکثریت پرېکړه وکړه چې دغه اقدام د پاکستان د اساسي قانون خلاف دی او امر یې وکړ چې ملي اسامبله یا پارلمان دې بېرته اعاده شي.

د پاکستان د سترې محکمې د وکیلانو د ټولنې مشر احسن بهون دا د اساسي قانون د تطبیق لپاره یوه مهمه پرېکړه وبلله او ویې‌ویل: "ولس ته مبارکي ورکوم ځکه نن قانون بېرته برلاسی شو. اجازه راکړئ ،په ځانګړې توګه دا ووایم چې دا د کوم سیاسي ګوند بریا نه‌ده، دا د پاکستان د اساسي قانون بریا ده."

د سترې محکمې د دغې پرېکړې له مخې به ملي اسامبله سبا د اپرېل په نهمه غونډه کوي او د عمران خان د سلب اعتماد په اړه پر وړاندې شوې مسودې به رایې اخلي. که د اپوزیسیون ګوندونه یې وګټي نو به د عمران خان پرخای به د نوي صدراعظم لپاره رایې اخیستل کیږي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د بې‌واکه کېدو لپاره اپوزېسیون ګوندونه د ۳۴۲ کسیزې ملي اسامبلې ۱۷۲ غړو مثبتې رایې ته اړتیا لري.

د قانون له مخې انتخابات باید په درېیو میاشتو کې ترسره شي، خو د انتخاباتو کمېسیون د پاکستان ولسمشر ته په یوه استولي لیک کې ویلي چې تر اکټوبر میاشتې پورې به ناممکنه وي چې انتخابات ترسره کړي.

د پاکستان د اپوزېسیون مسلم لیګ نواز نون ګوند مشر شهباز شریف چې وایي د عمران خان پر ځای یې پلویانو د صدراعظمۍ څوکۍ ته نومولی، د سترې محمکې د پرېکړې هرکلی وکړ او هغه‌یې د عدالت او د قانون د برلاسۍ بریا وبلله.

د پاکستان د اپوزېسیون مسلم لیګ نواز نون ګوند مشر شهباز شریف
د پاکستان د اپوزېسیون مسلم لیګ نواز نون ګوند مشر شهباز شریف

هغه په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې که اپوزېسیون عمران خان بې‌واکه کړي، نو د ده لپاره به لاره هواره شي، خو عمران خان چې د پاکستان د کرکټ پخوانی نوموتی لوبغاړی دی، ویلي چې د سترې محکمې د پرېکړې په وړاندې مبارزې ته به لکه هغسې چې د پاکستان لپاره‌یې تر وروستي توپ اچونې مبارزه کوله، دوام ورکړي.

نوموړي ویلي چې نن به ملت ته وینا وکړي.

د پاکستان د جوړېدو راهیسې په تېرو ۷۵ کلونو کې هېڅ یوه صدراعظم خپله دنده نه‌ده بشپړه کړې.

XS
SM
MD
LG