د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

'WFP': پیسې مو په خلاصېدو دي، خو د افغانستان اقتصادي بحران په ډېرېدو دی


پر یو شمېر بې وزلو د مرستو وېش
پر یو شمېر بې وزلو د مرستو وېش

د خوړو نړیوال پروګرام پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې د دوی پیسې په خلاصېدو دي، خو اقتصادي بحران په ډېرېدو دی.

تقریباً هېڅ کورنۍ کافي خواړه نه لري او بشري اړتیاوې ممکن داسې حد ته ورسېږي چې د خوړو نړیوال پروګرام یې د برابرولو وس ونه لري.

د خوړو د نړیوال پروګرام د بیړنیو چارو رییسې مارګوت فان ویلدین چې کندهار کې کار کوي وویل، کوم وضعیت چې دوی په دې ولایت کې ورسره مخامخ دي، خورا نه هیلوونکی دی.

په درست افغانستان کې ۲۳ ملییونه خلک د خوراکي موادو د نه مصؤنیت له شدید حالت سره مخامخ دي.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني وايي چې 'ډبلیو.اېف.پي' په تېرو دوو میاشتو کې تر لس میلیونو ډېرو افغانانو ته مرستې رسولي دي.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني
په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني

د خوړو د نړیوال پروګرام د بیړنیو چارو د ريیسې په وینا، د هغې سروې له مخې چې د جنورۍ په میاشت کې شوې وه، په سلو کې ۹۵ افغانان کافي خواړه نه لري.

د ای ار سي یا د نړیوالې ژغورنې کمېټې تېره اوونۍ په داسې حال کې پر نړۍ غږ وکړ چې افغانستان ته شا وانړوي چې د نړیوالو پام په اوکراین کې کړکېچ او د لکونو خلکو بې ځایه کېدو ته اوښتی دی.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې په خپله اعلامیه کې ویلي، نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د لوږې مخنیوي او د خلکو ژوند ژغورنې ته پام وکړي.

XS
SM
MD
LG