د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

د افغانستان اقتصادي کړکېچ؛ ځينې کونډې ښځې خپل بچي وږي ويده کوي


آرشیف
آرشیف

په افغانستان کونډې ښځې د مالي ملاتړ د نه درلودو له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي، حتا ځېنې دا مېرمنې د خوراک ډوډۍ نه لري او وايي خپل ماشومان د شپې وږي ویده کوي.

"کونډې" د افغانستان په عرفي تعریف کې هغه مېرمنې چې سرپرست نه لري او د خپلو ماشومانو لپاره د ډوډۍ پيدا کولو مسئولیت ور له غاړې دی.

د تېرو شلو کلونو جګړې له ډېرو کورنیو قرباني واخیستې او ډېر ماشومان یې بې پلاره کړل.

د دې کورنیو میندو په بېلابېلو ټولنیزو فعالېتونو کې په ګډون سره ثابته کړه چې د دوی د خپلو اولادونو ښه سرپرستي کولای شي.

خو د طالبانو حاکمېت تر نور ډېر د کار لرونکو مېرمنو ژوند متاثره کړ، په ځانګړې د هغو کونډو مېرمنو چې د کورنۍ سرپرستې دي.

آرشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان
آرشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

يوه ۳۲ کلنه مېرمنه چې نه غواړي هویت یې ښکاره شي، درې کاله مخکې يې خاوند حاجي عباس په هرات کې د یوې چاودنې له امله وژل شوى.

دغې مېرمن په تېر حکومت کې د پولیسو په لیکو کې کار کاوه خو د طالبانو له راتګ سره بې کاره شوې ده.

هغه له طالبانو غواړي چې ښځو ته د کار اجازه ورکړي او ترڅنګ یې له کونډو سره مرسته وکړي.

نوموړې زياته کړه: "ګاونډیان موږ ته ډوډۍ راکوي او مرسته راسره کوي، خو اوس مصارف او بيې ډېرې لوړې شوې دي، ګاونډيان مو هم دومره څه نه لري چې هر وخت له بې وزلو سره مرسته وکړي. خپله ډوډۍ په سختۍ ډوډۍ پیدا کوي. څه وکړو په افغانستان کې به صبر کوو، شهیدان او مرګونه دلته ډېر دي."

په همدې حال کې مرضیه رحیمي دوه ماشومان لري او اوس ایران ته کډواله شوې ده.

د مرضيې خاوند د افغانستان د مخکېني جمهوري حکومت سرتېری و چې د حکومت د پرځېدو په وروستیو ورځو کې په کاپیسا کې نادرکه شو.

هغه اوس د خپل خاوند په اړه هېڅ معلومات نه لري چې څنګه او چېرته دی.

هغه وايي، د طالبانو له وېرې ایرانه ته کډواله شوې ده خو هلته هم کار نه لري او حیرانه پاتې ده چې څنګه خپل وږي ماشومان ماړه کړي.

نوموړې وايي: "ایران ته راغلو خو دلته هم ښه ژوند نه شو کولای، زموږ لپاره ډېره سخته ده، خپله هېڅ کار کولای نه شم ځکه دوه واړه ماشومان لرم، یوه مور مې ده چې هغه کار ته ځي، هغه هم ډېر ښه کار نه لري، له ډېرو سختیو سره ژوند کوو."

تر دې مخکې د افغانستان د روزنتونونو رئیس فیضان احمد کاکړ ازادي راډيو ته ویلي و چې په افغانستان کې له ۵۰۰ زره ډېرې کونډې د خوړو او سرپنا د پیدا کولو په خاطر له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

هغه ويلي:" "موږ په افغانستان کې ۲۵۰ زره یتیم ماشومان لرو چې په دې لړ کې ۵۰۰ زره کونډې دي او نږدې څلور میلیونه ماشومان اسیب پذیره دي."

په مختلفو برخو کې د ښځو د کار منع کول؛ د ښځو ستونزې لا ډېرې کړې دي.

له اتو میاشتو تېرېدو وروسته هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او بهرنۍ مرستې هم تر ډېره د طالبانو له لارې نه وېشل کېږي خو د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د نشراتو رئیس محمد یونس صدیقي ازادي راډيو ته وویل، هڅه کوي چې بې وزله کسانو په ځانګړې توګه کونډو مېرمنو ته مرستې ورسوي خو واضېح یې نه کړه چې له کومې بودیجې او څه ډول به له کونډو سره مرسته کېږي.

صديقي زياته کړه: "په نوي کال کې موږ پلان لرو چې له سل زره کورنیو سره د مرسته کوونکو بنسټونو په همکاري مرستې وکړو چې ښځې هم په کې شاملې دي."

د طالبانو له بیا واکمنېدو سره افغانستان له سخت اقتصادي بحران سره مخ شو او ډېرې بهرنۍ مرستې بندې شوې.

د خوړو نړیوال سازمان ویلي و چې افغانان د ژوند په تر ټولو بدو شرایطو کې ژوند کوي چې ۲۳ میلیونه وګړي یې مناسبو خوړو ته لاسرسی نه لري.

همدا ډول د نړیوال بانک په يوه تازه راپور کې ویل شوي چې ۳۷ سلنه افغانان د خوراکي توکو د اخیستو لپاره پیسې نه لري.

له دې ټولو ستونزو سره د مرضیې په څېر کونډې مېرمنې خپل ژوند تیاره بولي او حیرانې پاتې دي د فقر د سیلاب له څپو څنګه ځان تر ساحله ورسوي او دا ښځې یوه غوښتنه لري، ډوډۍ!

XS
SM
MD
LG