د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

سېف د چلډرن: که افغان ماشومانو سره مرستې ونه‌شي روان کال به ډېری ماشومان مړه شي


یو افغان ماشوم
یو افغان ماشوم

د ماشومانو د ژغورنې سازمان (سېف د چلډرن) په خپل یو تازه راپور کې په افغانستان کې د ماشومانو د بد وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دغه سازمان ویلي که نړۍ د افغان ماشومانو ترڅنګ ونه‌درېږي او دوی سره مرستو ته دوام ورنه‌کړي په ۲۰۲۲ کال کې به په دغه هېواد کې ډېری ماشومان مړه شي.

دغه سازمان نن د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۱ کال د وري ۱۰» په یوه بیان کې ویلي چې د اګسټ له ۱۵مې نېټې څخه تر اوسه پورې په افغانستان کې ۱۴ ملیونه ماشومان د لوږې له خطر سره مخ و چې مور او پلار یې د ژوندي ساتلو په خاطر له ښوونځي څخه ایستلي او کار ته‌یې لېږلي، ځینو خپل ماشومان پلورلي او ځینو بیا خپلې کم‌عمره لوڼې واده کړې دي.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان دا هم ویلي چې د ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې بیا تر اوسه پورې له ۱۸،۰۰۰ نه زیات ماشومان د شري په ناروغۍ اخته شوي او ۱۴۲ ماشومان مړه شوي دي. د دغو ماشومانو د مړینې لامل روغتیايي خدمتونو ته نه‌لاسرسی او د شري واکسین نشتوالی بلل شوی دی.

په شري اخته یو بستر شوی افغان ماشوم
په شري اخته یو بستر شوی افغان ماشوم

‎په بیان کې ویل شوي، د نړۍ مشران اوس فرصت لري چې په افغانستان کې ماشومان له لوږې او مرګ وژغوري، که دوی سبا د مرسته وونکو په مجازي کنفرانس کې بېړنۍ د اړتیا وړ بودجې ته خپله ژمنتیا وښیي.

یو له دغو ماشومانو د هرات ولایت د ماشومانو په روغتون کې یو درې میاشتنی ماشوم دی چې په خوارځواکۍ اخته شوی دی.

ګل رخ د هرات ولایت اوسېدونکې د خپل کوچني ناروغ ماشوم د کټ ترڅنګ ناسته او د روغې سټې هیله‌یې لري.

دا وایي، د اومېندوارۍ پر مهال سمه تغذیه شوې نه‌ده او ماشوم‌یې هم د زېږېدنې له مهاله تر اوسه په خوارځواکۍ اخته دی.

ګل رخ زیاتوي: "کله چې وزېږېد ډاکتر ته مې یووړ، ډاکتر وویل چې دا بوځئ او بستري یې کړئ، دا خوارځواکه شوی، ما هم دلته راووړ بستري مې کړ او دا ۱۱ شپې کېږي چې بستري یو، اوس د خدای فضل ښه دی ډاکترانو مرسته وکړه ښه شو."

په خوارځواکۍ اخته یو شمېر بستر شوي ماشومان
په خوارځواکۍ اخته یو شمېر بستر شوي ماشومان

ټاکل شوې سبا په افغانستان کې د بشري وضعیت د رسېدنې لپاره د ملګرو ملتونو په مشرۍ د بریتانیا، جرمني او قطر په همکارۍ یوه انلاین ناسته وشي.‎

‎ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري ناورین او لوږې د مخنیوي لپاره د ۴،۴ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

‎د ماشومانو د ژغورنې ادارې (سېف د چلډرن) د افغانستان د څانګې رئیس کرېس نیامانډا وویل: "مرستندویه هېوادونه باید په ۲۰۲۲ کال کې د بشري مرستې لپاره سخاوتمندانه ګامونه پورته کړي، که نه نو زیات شمېر ماشومان به مړه شي. حقیقت همدومره ساده او وحشتناک دی."

‎په بیانیه کې زیاته شوې چې نړۍ باید د افغانستان د شتمنیو کنګل د پای ته رسولو لپاره د ګامونو په پورته کولو سره او دغه هېواد ته د نغدو پیسو د لېږد رالېږد د زیاتوالي لپاره د افغانستان د اقتصاد د ثبات په خاطر لارې چارې ولټوي.

‎وړاندې هم د ماشومانو د ژغورنې دغه سازمان ویلي و چې دوه پر درېیمه برخه افغان ماشومان په ۲۰۲۲ کال کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره سمدستي مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG