د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

ډبلیو اېف پي: افغانستان کې پر سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی


افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته بستر شوي ماشومان
افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته بستر شوي ماشومان

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې په سختې خوارځواکۍ د ماشومانو د اخته کېدو خبر ورکوي.

دغه نړیوال پروګرام ویلي چې په ۲۸ ولایتونو کې پر سختې خوارځواکۍ د اخته شویو ماشومانو شمېر زیات شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي، په اوس وخت کې په افغانستان کې له درې نیم ملیون زیات ماشومان د تغذیې په برخه کې درملنې ته اړتیا لري.

دغې ادارې پرون یکشنبه په خپله ټویټرپاڼه کې په افغانستان کې پر سختې خوارځواکۍ د اخته شویو ماشومانو د شمېر زیاتېدا ته اندېښنه ښکاره کړه او ویې‌ویل چې دغه ناروغي اوس د ۳۴ ولایتونو له ډلې په ۲۸ کې ډېره پراخه شوې ده.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې صندوق، یونېسف اټکل کړی و چې روان ۲۰۲۲ م کال به په افغانستان کې تر پنځو کلونو لاندې نیمایي ماشومان د خوړو د بحران او روغتیایي خدمتونو ته د نه‌لاسرسي له امله په سختې خوارځواکۍ اخته شي.

افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته بستر شوي ماشومان
افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته بستر شوي ماشومان

دا چې په خپله کورنۍ په څه ډول کولای شي، ماشومان له خوارځواکۍ وژغوري، د تغذیوي درملنې متخصص ډاکتر عبدالجمیل باوري د څو مورادو یادونه کوي: "میندې باید دې ته تشویق شي چې تر دوه کلنۍ پورې خپلو ماشومانو ته شیدې ورکړي. تر شپږو میاشتو پورې خالصې خپلې شیدې ورکړي او له هغې وروسته باید دغه متممه خواړه چې زموږ په ټولنه کې پیدا کېږي، ماشوم ته د مورد شیدو ترڅنګ هغه هم شروع شي."

د خوړو نړیوال پروګرام دغه‌راز په یوه نوي ټویټ کې هیله څرګنده کړې چې ډېر هغه ماشومان به چې په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته شوي، د نړیوالو له هغو مرستو برخه‌من شي چې دې ادارې د ژوند ژغورنې تغذیوي درملنه بللې ده.

د تېر کال په اګسټ کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغانستان له اقتصادي بحران سره مخامخ شوی او نړیوالو مرستندویه ټولنو د دې هېواد د وګړو د وضعیت په تېره د ماشومانو د اندېښنې وړ بللی دی.

د ماشومانو د ساتنې وجهي صندوق یونېسف تېره اوونۍ یو ځل بیا په افغانستان کې له پنځو کلونو لاندې د ماشومانو د خوارځواکۍ د زیاتېدو خبر ورکړی او ویلي و چې د دوی د موندنو له مخې په روان میلادي کال کې به په دې هېواد کې له هرو دوو ماشومانو یو یې له خوارځواکۍ څخه کړېږي.

دغې ادارې اعلان کړی چې هڅه کوي چې د روان کال تر پایه پر خوارځواکۍ اخته له یو ملیون زیات ماشومان معالجه کړي.

XS
SM
MD
LG