د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۰

د ماشومانو د ژغورنې اداره: ۸۲ سلنه افغانانو عاید نه لري او خپل ماشومان کار ته لېږي


افغان ماشومان
افغان ماشومان

د ماشومانو د ژغورنې ادارې یا "سېو د چېلډرن" په یوه نوي راپور کې ویلي، په افغانستان کې اوس‌ مهال یو ملیون ماشومان کار کوي او دا چې د خلکو عاید نور هم کم شوي، دوی اړ دي چې خپل اولادونه له کوره بهر کار کولو ته واستوي.

دا راپور په ۷ ولایتونو کې له ۱۴۰۰ کورنیو د سروې په پایله چمتو کړی او ښيي چې د تېرکال په اګست میاشتې کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته، ۸۲ سلنه افغانانو خپل عاید له لاسه ورکړی او پرته له دې چې دوی خپل اولادونه کار کولو ته ولېږي، بل لاره نه ‌لري.

د دې ادارې د تحلیل پر بنسټ، که له دې هرې کورنۍ یوازې یو ماشوم کار ته واستول شي، نو په افغانستان کې تر یو ملیون ډېر ماشومان په کار بوخت دي.

ارشیف؛ په کابل ښار کې افغان ماشومان پلاستیکي کڅوړې خرڅوي
ارشیف؛ په کابل ښار کې افغان ماشومان پلاستیکي کڅوړې خرڅوي

د دې ادارې د رسنیو مدیرې‌ شارلوت‌ روز ازادي راډیو ته وویل:" دا په افغانستان کې د اقتصادي ناورین مستقیم اغېز دی. افغانستان ته د نغدو پیسو د نه لېږد له امله ډېری کسانو خپلې دندې له لاسه ورکري او کورنۍ یې له بد وضعیت سره مخ دي."

د ماشومانو د ژغورنې ادارې په خپل راپور کې د سروې شویو کورنیو له قوله لیکلي، د دوی ۸۰ سلنه یې اوس عاید نه‌لري.

یو په درې یعنې "۳۴،۸ سلنه " د خپلې کورنۍ ټول عاید او یو په څلور یعنې "۲۶،۶ سلنه" یې نیمايي عاید له لاسه ورکړی.

په راپور کې زیاته شوې، ډېر زیان هغو خلکو ته رسېدلی چې ښارونو کې اوسېږي، د بېلګې په توګه د کابل سم نیمايي خلک وايي، اوس هېڅ عاید نه ‌لري.

په دې راپور کې په افغانستان کې د بیو پورته کېدو ته هم اشاره شوې او زیاتوي، د اقتصادي ناورین له امله ۳۶ سلنه کورنۍ په پور توکي اخلي او ۳۹ سلنه نور یې له شتمنو کورنیو قرضوي.

وړاندې دا شمېر ۲۴ او ۲۵ سلنه و.

د کابل پر واټونو بې وزله ماشومان
د کابل پر واټونو بې وزله ماشومان

په راپور کې د افغانستان لپاره د ماشومانو د ژغورنې ادارې د رئیس کریس نیامندي له قوله لیکل شوي:" په افغانستان کې مې د اوسني ناهیلي کوونکي وضعیت بېلګه نه‌ده لېدلې. دوی میاشتې کېږي چې له وچې ډوډۍ پرته بل څه نه دي خوړلي. والدین مجبور دي چې پرېکړه وکړي. دوی خپل کوم بچي ته خواړه واخلي. دوی یا خپل اولادونه کار ته استوي یا مجبور چې له ولږي ومري. "

له طالبانو مو د ماشومانو د خوندیتوب او د دې راپور په اړه غبرګون وغوښت، خو ویاندویانو یې ځواب را نه کړ.

میاشت وړاندې راپور ورکړ چې په افغانستان په خوارځواکۍ د اخته کېدونکو ماشومانو شمېر یو په دوه شوی.

د رسمي شمېرو له مخې، څه کم پنځه ملیونه ماشومان او مېندې په خوارځواکۍ اخته دي.

XS
SM
MD
LG