د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۸

بې پولې ډاکټران: افغانستان کې خلک د ځان او خپل د ماشومانو د درملنې توان نه‌لري


ارشیف، کندهار کې یو خوارځواکه ماشوم
ارشیف، کندهار کې یو خوارځواکه ماشوم

د کندهار ولایت اوسېدونکې ګل مینه چې ماشوم یې په خوارځواکۍ اخته شوی وایي، اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی، د خپلو ماشومانو لپاره په کافي اندازه خواړه نه شي برابرولی او له همدې امله یې دوه نیم کلن ماشوم تر روغتونه رسېدلی دی.

ګل مینه زیاتوي: "زما شیدې نه وې، ماشوم به وږی پاتېده، بیا مو بازاري شیدې ورته پیرلې، هغه به مو هم هر وخت په وس نه وې پوره، اخر ماشوم ناروغ شو."

د افغانستان په کندز ولایت کې هم ځینې خلک له ورته وضعیت څخه کړیږي.

د کندهار روغتون کې د خوارځواکه ماشومانو وارډ
د کندهار روغتون کې د خوارځواکه ماشومانو وارډ

د دغه ولایت د خان اباد ولسوالۍ د بوهېن کلي اوسېدونکی رحیم ګل وایي، دوه ماشومان یې په شري او خوار ځواکۍ اخته شوي چې د درملنې توان یې نه لري: "دواړه ماشومان مې په شري او خوار ځواکۍ اخته شوي، ډېر ځورېږم روغتیایي خدمتونه نشته، ډاکټران نشته، درملو نه شو موندلی له سختو ستونزو سره مخ یو."

دا په داسې حال کې ده چې تازه پرون چهارشنبه (د کب ۴مه) ناوخته د بې پولې ډاکټرانو نړیوال سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان د روغتیایي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې.

دغه سازمان ویلي، اوس مهال دغه جګړه ځپلي هېواد کې خلک د اقتصادي ستونزو له امله د ځان او خپلو ماشومانو د درملنې توان نه لري.

دغه سازمان زیاتوي، د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی، روغتونونو کې له ظرفیته د ناروغانو کچه لوړه او روغتیایي خدمتونه هم په کافي اندازه تر خلکو نه رسېږي.

دغه سازمان ویلي، دا ستونزې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له دغه هېواد سره د نړیوالو مرستو په بندېدو سره رامنځته شوي دي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان: ډېری خلک د اقتصادي کړکېچ، وچکالۍ او بې ځایه کېدو له امله کافي خواړه نه شي برابرولی.
د بې پولې ډاکټرانو سازمان: ډېری خلک د اقتصادي کړکېچ، وچکالۍ او بې ځایه کېدو له امله کافي خواړه نه شي برابرولی.

دغه سازمان دغه شان ویلي، دا ستونزمنه ده چې د ټول افغانستان وضعیت وڅېړل شي، خو پنځو ولایتونو هرات، هلمند، کندهار، خوست او کندز کې چې دوی کار کوي، د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کېدو وضعیت د اندېښنې وړ دی او ماشومانو کې خوار ځواکي او شری زیات شوی دی.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان په خبره، ډېری خلک د اقتصادي کړکېچ، وچکالۍ او بې ځایه کېدو له امله کافي خواړه نه شي برابرولی.

ازادي راډیو هڅه وکړه، څو د بې پولې ډاکټرانو د ټولنې د دغې اعلامیې په اړه د طالبانو د حکومت عامې روغتیا وزارت نظر هم ولري، خو د دغه وزارت ویاند جاوېد هژیر له ژمنې سره-سره د راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه څه ونه ویل.

خو تر دې مخکې د دغه وزارت مسوولینو هم منلې وه چې یو شمېر سیمو کې روغتونونه تړل شوي، روغتیا پالانو ته معاش نه‌دی ورکړل شوی او ترخوا یې د درملو او طبي وسایلو کمی هم موجود دی.

XS
SM
MD
LG