د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

د بشري حقونو څار سازمان راپور؛ د افغانستان د بشري ناورین د حل لپاره باید څه وشي؟


د بشري حقونو څار سازمان (هیومن رايټس واچ)
د بشري حقونو څار سازمان (هیومن رايټس واچ)

د بشري حقونو څار سازمان (هیومن رايټس واچ) وایي چې حکومتونه، ملګري ملتونه، نړیوال بانک او طالبان باید یوې موافقې ته د رسېدو لپاره کار وکړي چې د افغانستان نړیوال بانکي سیستم ته د لاسرسي اجازه ورکړل شي.

دغه سازمان د سې شنبې په ورځ افغانستان کې د اوسني بشري ناورین د راپور په څنډه کې، د "افغانستان د بشري ناورین د حل لپاره باید څه وشي؟" تر عنوان لاندې تازه راپور په خپرولو سره لومړی دغه وړاندیز کړی دی.

دغه سازمان د افغانستان د اوسني بشري وضعیت د حل لپاره نږدې ۸ حل لارې وړاندې کړې دي.

د دغه سازمان په خبره، په لومړي سر کې د امریکا خزانې وزارت او نور مالي چارواکي باید داسې جوازونه او لارښوونې صادرې کړي چې د افغانستان بانک ته اجازه ورکړي چې له بهرنیو خصوصي بانکونو سره محدودې راکړې ورکړې وکړای شي او هم د نړیوال بانک پورونه ورکړي او د راتلونکي لپاره د ډالرو زېرمې پروسس یا تنظیم کړي.

د افغانستان بانک
د افغانستان بانک

له دې وروسته، د بشري حقونو د څار سازمان وړاندیز کړی چې حکومتونه، ملګري ملتونه، نړیوال بانک او طالبان باید په عاجل ډول د یو مېکانیزم په اړه یوې موافقې ته د رسېدو لپاره کار وکړي چې په ترڅ کې یې خوراکي توکي او د کار زمینه برابره کېږي.

د بشري حقونو څار سازمان دا هم وایي چې که چېرې د افغانستان بانک (د افغانستان مرکزي بانک) سره دغه موافقه ممکنه نه‌وي، ټولې خواوې دولتونه باید د طالبانو سره د لنډ مهاله تړون په اړه خبرې وکړي ترڅو یو خصوصي بانک یا بله اداره چې د مرکزي بانک څخه خپلواکه وي، د بېلګې په توګه (پولي تبادلات، د بشري کارکوونکو معاشات) پروسس کړي.

خو د دې سازمان په خبره د متحده ایالاتو خزانې وزارت او نور چارواکي باید د هغه خصوصي بانک سره چې دغه فعالیتونه ترسره کوي مرسته او تنظیمات وکړي چې د ډالرو لېږد اسانه شي او د اړتیا په صورت کې ډالر په فزیکي ډول افغانستان ته انتقال شي.

په اسیا کې د بشري حقونو نړیوال سازمان د ښځو برخې مسؤلې هیدر بار ازادي راډیو ته وویل چې د بشري حقونو د څار سازمان دغه راپور په افغانستان کې د بشري ناورین تازه حال بیانوي.

اغلې بار وايي: "د افغانستان بشري وضعیت بېخي ترینګلی دی. ماشومان له خوارځواکۍ مري. ګڼو کورنیو خپل عاید له لاسه ورکړی. ځینو خو ټول عاید له لاسه ورکړی. هغه کورنۍ چې سرپرستې یې مېرمنې دي ډېره‌یې وضعه بده ده، نو دا یو خورا ترینګلی سخت بشري وضعیت دی. امریکا یې د حل لپاره کومه خاصه بېړه نه‌ده کړې. نړۍ هم سترګې ترې اړولي په تېره بیا د اوکراین حالت ته په کتو. د دغو پالېسیو له امله ټول افغانان د مرګ له حال سره مخ دي."

په اسیا کې د بشري حقونو نړیوال سازمان د ښځو برخې مسؤله هیدر بار
په اسیا کې د بشري حقونو نړیوال سازمان د ښځو برخې مسؤله هیدر بار

د بشري حقونو د څار سازمان د دغه وړاندیزونو په دوام کې دا هم راغلي چې د هر ډول موافقتنامې په نشتوالي کې، ملګري ملتونه باید د بشري اهدافو لپاره افغانستان ته د اسعارو لېږد ته د دوام ورکولو لپاره د هرې لارې کارولو ته دوام ورکړي او طالبان خصوصي بانکونو ته زېرمې ورکړي او ملګرو ملتونو ته اجازه ورکړي چې پیسې په خپلواکه توګه او پرته له لاسوهنې وکاروي.

دغه سازمان وړاندیز کړی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي باید سمدستي ګامونه پورته کړي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د بشردوستانه فعالیتونو پورې اړوند قانوني مالي راکړې ورکړې او د نورو اړینو توکو او خدماتو چمتو کول د ملګرو ملتونو د بندیزونو له ساحې څخه بهر دي او ورسره دغه شورا نور ګامونه پورته کړي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د ملګرو ملتونو بندیزونه د مشروع مالي معاملاتو په وړاندې خنډونه نه‌رامنځته کوي.

د دې وړاندیزونو په پاي کې راغلي چې طالبان باید د بشري حقونو څخه سرغړونې پای ته ورسوي. ملګري ملتونه او نور نړیوال بنسټونه باید پر طالبانو فشار راوړي چې له حقونو څخه د سرغړونې مخه ونیسي او د بشري حقونو د څارنې لپاره د قوي مېکانیزمونو رامنځته کولو ته وده ورکړي.

خو د طالبانو د مرکزي بانک چارواکو د ازادي راډیو د دې راپور تر خپرېدو پورې، د بشري حقونو د څار سازمان د دې راپور په تړاو څه ونه‌ویل.

د اقتصادي چارو کارپوه محمد شبیر بشیري بیا وایي: "طالبان باید افغانستان کې ټولو خواوو سره چې د افغانستان په سرنوشت که مثبت رول لوبولی شي، مذاکره او توافق وکړي او انعطاف‌پذیري هم ولري، په اوسني شرایطو کې د افغانستان خلک ډېرو بدو شرایطو کې ژوند کوي."

یوه افغان بې‌وزله کورنۍ
یوه افغان بې‌وزله کورنۍ

که څه هم د امریکا ولسمشر جو بایډن د طالبانو پر حکومت د نورو بندیزونو ترڅنګ، نړیوالو بانکونو او مالي سیستومونو ته د افغانستان لاسرسی منع کړی و، خو نږدې څلور ورځې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو د خزانې وزارت افغانستان ته د مالي او تجاري معاملاتو جواز صادر کړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG