د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

امریکا د بشري حقونو له سرغړونو د مخنیوي لپاره پر طالبانو د فشار غوښتونکې شوه


د طالبانو حکومت یو پوځي کاروان
د طالبانو حکومت یو پوځي کاروان

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې له‌ لوري پر طالبانو د فشار د زیاتېدو غوښتونکی دی.

ښاغلي بلېنکن پرون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۴۹مې غونډې ته وویل، په افغانستان کې د مخ په زیاتېدونکي بشري ناورین د مخنیوي لپاره باید هڅې دوه چنده شي او پر طالبانو باید فشار راوستل شي چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي.

ښاغلي بلېنکن وویل: "پر طالبانو باید فشار راوړو چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي. د ښځینه اعتراض کوونکو او خبریالانو ناحقه نیول او غچ اخیستل پای ته ورسوي. په هر سکټور کې ټولو افغانانو ته د کار او زده‌کړې اجازه ورکړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

له طالبانو مو د بشري حقونو له سرغړونو د مخنیوي لپاره پر دوی د فشار د زیاتېدو د غوښتنې په اړه غبرګون وغوښت، خو ځواب‌یې رانه‌کړ، مګر له دې وړاندې یې بشري حقونو ته په احترام خپل حکومت ژمن بللی.

هاخوا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا په افغانستان کې د بشري حقونو، نجونو او ښځو لپاره ټاکل شوې ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د افغانستان د پرمختګ او ښه لوري ته د تلو لپاره باید د افغان نجونو او ښځو له وړتیاوو ګټه واخیستل شي او افغانان هغه پړاو ته ورسېږي چې مستحق‌یې دي.

اغلې امیري په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دوحې ته په سفر کې یې د ښځو په چارو کې د قطر حکومت له چارواکو سره په افغانستان کې د بشري حقونو، افغان ښځو او په دې برخه کې د اسلامي نړۍ د ونډې پر موضوعاتو خبرې کړي.

رینا امیري زیاتوي: "مشترک تفاهم دا دی چې د افغانستان پرمختګ د ښځو، نجونو او له ګواښ سره د مخ شویو ټولنو په پرمختګ پورې تړلی دی."

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا په افغانستان کې د بشري حقونو، نجونو او ښځو لپاره ټاکل شوې ځانګړې استازې رینا امیري
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا په افغانستان کې د بشري حقونو، نجونو او ښځو لپاره ټاکل شوې ځانګړې استازې رینا امیري

نوموړې ټینګار کړی چې د اسلامي نړۍ سره په ګډه به د اسلام له نظره په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د نجونو او ښځو مشارکت ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې د بشري حقونو د څار سازمان په خپل تازه راپور کې له طالبانو غوښتي چې د نجونو او ښځو پر وړاندې خپل له سپکاوي ډک سیاست چې انساني ناورین‌یې لا ژور کړی، پای ته ورسوي.

دې سازمان "د بشري ناورین اقتصادي ریښې" تر عنوان لاندې خپل نوي راپور کې لیکلي، ملګري ملتونه، مرستندویه او ټول نړیوال بنسټونه باید پر طالبانو فشار زیات کړي چې د بشري حقونو له نقض لاس واخلي او د بشري حقونو د څارنې لپاره د قوي مېکانیزمونو جوړولو ته وده ورکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG