د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

د دوحې هوکړه ۲کلنه شوه؛ تېر جمهوي نظام ولې وپاشل شو؟


د دوحې هوکړه
د دوحې هوکړه

پوره دوه کاله وړاندې په افغانستان کې د امریکا له ۱۸ کلن حضور وروسته د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه، هغه هوکړه چې د ډېرو په باور د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتلو او دغه شان افغانستان کې یې د جمهوري نظام په کمزوري کېدو سره په دغه هېواد کې د طالبانو بیا واکمنېدو ته زمینه برابره کړه.

د طالبانو په استازیتوب په قطر کې د دوی د هغه مهال د سیاسي دفتر مرستیال ملا عبدالغني برادر او د امریکا په استازیتوب د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دغه تړون لاسلیک کړ.

افغانستان کې چې کله هم نوی نظام راغلی، خپلو مخالفینو لپاره یې یوه بهانه لټولې

دې هوکړه کې چې د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبروري په ۲۹مه نېټه دوحه کې لاسلیک شوه، امریکا ژمنه وکړه چې د ۲۰۲۱ کال تر "مې" میاشتې پورې به خپل ټول ځواکونه له افغانستان وباسي او طالبانو هم هوکړه وکړه چې د القاعدې په ګډون له ټولو تروریستي ډلو سره خپلې اړیکې پرې کوي.

که څه هم چې د افغانستان تېر جمهوري نظام دا ادعا درلوده چې د هوکړې به جریان کې نه دي پرېښودل شوي، خو په هوکړه کې د افغانستان حکومت مکلف ګڼل شوی و چې تر ۵۰۰۰ پورې طالب بندیان خوشې کړي او له هوکړې درې میاشتې وروسته به، بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

د دوحې تړون له مخې طالبان بندیان خوشې شول.
د دوحې تړون له مخې طالبان بندیان خوشې شول.

د دغه مواردو په شمول دې تړون کې په اوربند او د تاوتریخوالي په کمښت هم ټینګار شوی و، خو د دې تړون هېڅ یوه برخه هم په خپل ټاکلي وخت عملي نه شوه، امریکایي ځواکونه په بشپړ ډول له درې میاشتني ځنډ له افغانستانه ووتل، د طالبانو ۵۰۰۰ بندیانو له شپږ میاشتني ځنډ وروسته خوشې شول، بین الافغاني مذاکرات هم په شپږ میاشتني ځنډ سره پیل شوه، طالبانو تاوتریخوالی هم کم نه کړ او د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ القاعده شبکې سره یې خپلې اړیکې هم پرې نه کړې، که څه هم طالبان ورستی مورد ردوي.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د سولې د مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی ازادي راډیو ته وویل چې د هوکړې د رامنځته کېدو په بهیر کې د افغانستان جمهوري نظام څنډې ته کړل شو نو ځکه د دې تړون د تطبیق پر وړاندې ستونزې رامنځته شوې، او له امله یې په افغانستان کې روان وضعیت رامنځته شو.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د سولې د مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی
د افغانستان د تېر جمهوري نظام د سولې د مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی

ستانکزي زیاته کړه: "دوهم دا چې د عملي کېدو او د تطبیق برخه کې ستونزې موجودې وې، هغه برخه چې د بین الافغاني مذاکراتو یوې نتیجې ته د رسېدو په خاطر وه او په دې خاطر وه چې د یو سیاسي جوړجاړي له لارې نه هر اړخیز او همه شموله چوکاټ کې ټولو ته د ګډون زمینه برابره شي او افغانستان کې د یو مشروع له لارې نه واک ولېږدول شي دا برخه نه تنها دا چې عملي نه شوه بلکې نیمګړې پاتې شوه او درېیمه دا چې مخکې له دې چې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي، په ډېره عجله په نظامي برخې باندې فشار راوستل شو او له همغه لارې واک ترلاسه شو."

د افغانستان د مخکیني نطام د سولې مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي هم وايي چې د دوحې تړون د افغانستان د جمهوري نظام سقوط ته لاره هواره کړه: "د سولې خبرو کې د افغانستان د نظام څنډې ته کولو سره د طالبانو راتګ ته زمینه برابره شوه؛ ما خپله د مذاکراتو په لړ کې د طالبانو په چلند کې بدلون لیده. په تړون کې راغلي و چې 'اسلامي امارت'، د دې کلمې ذکر کول په تړون کې د جمهوري نظام لپاره یو بدیل و."

د افغانستان د مخکیني نطام د سولې مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي
د افغانستان د مخکیني نطام د سولې مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي

که څه هم د دوحې په تړون کې یوه مهمه برخه د بین الافغاني مذاکراتو پیل و او د دې کار لپاره د دواړو لوریو له خوا پلاوي هم جوړ شو، خو دغه مذاکرات هېڅکله په دوامداره توګه ترسره نه شوه.

له دې سره سیاسي ګوندونو هم د پلاوی په جورښت نیوکې درلودې او مرکچي پلاوی یې ټول شموله نه ګاڼه.

د حزب اسلامي د رهبري شورا غړی همایون جریر وایي چې د دوحې تړون تر ډېره د امریکا له خوا عملي نه شو: "بین الافغاني مذاکرات باید پیل شوي وای او د افغانستان ټولو سیاسي خواوو باید په کې ګډون کړی وای او له سولې وروسته د نظام په تړاو باید هوکړې ته رسېدلي وای، په وار-وار زمینه مذاکراتو ته برابره شوه، خو ښاغلي غني دغه بهیر خراب کړ. امریکایانو کولی شو چې له بېلابېلو لارو له خپل نفوذه استفاده وکړي او ښاغلی غني سولې ته چمتو کړي، خو دا کار یې ونه کړ، ځکه د امریکا سیاست دا و چې افغانستان کې پراکندګي رامنځته شي او د دوحې تړون ټولې برخې پلي نه شي."

د حزب اسلامي د رهبري شورا غړی همایون جریر
د حزب اسلامي د رهبري شورا غړی همایون جریر

خو مخکیني جمهوري نظام او په ځانګړي ډول ګوښه شوي جمهور رییس غني ته تل ویل، چې بین الافغاني سولې ته ژمن دی.

که څه هم چې د امریکا د بهرنیو چارو مخکیني وزیر مایک پمپیو هماغه مهال 'اې. بي. اېس' ټلوېزوني شبکې سره د خبرو پرمهال ویلي و چې د دوحې تړون دوه محرمې برخې هم لري چې'کانګرس' ته به وړاندې شي، خو د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه هوکړه لیک د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۱۱مه نېټه د رایو په قاطع اکثریت تصویب کړ، خو د دوو کلونو په تیرېدو سره لاهم د دې هوکړه لیک د دوه محرمو برخو د جزییاتو په تړاو څه نه دي ویل شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو مخکیني وزیر مایک پمپیو ویلي و چې د دوحې تړون دوه محرمې برخې هم لري
د امریکا د بهرنیو چارو مخکیني وزیر مایک پمپیو ویلي و چې د دوحې تړون دوه محرمې برخې هم لري

ازادي راډیو د افغانستان د مخکیني نظام د مرکچي پلاوي له مشر معصوم ستانکزي نه پوښتنه وکړه چې دغه دوه محرمې برخې څه وې؟ خو ښاغلي ستانکزي د دې پوښتنې په ځواب کې په لیکنې بڼه وویل چې په دې تړاو به بل وخت خبرې وکړي.

خو اوس مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دقتر مشر سهیل شاهین چې د دوحې تړون د لاسلیک کېدو پرمهال د دې پلاوي غړی و، ازادي راډیو ته یې وویل: "نه داسې څه نشته. توافقنامه دوه برخې لري، یوه په خپله توافقنامه ده او بل یې مېکانېزم یا تشریح ده. له دې علاوه، موږ له امریکایانو سره لیکلي بل څه نه لرو."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم وایي چې د دوی د دوحې تړون ټولې برخې پلي کړي، خو د امریکا له خوا تر اوسه دغه تړون په بشپړه توګه نه ده پلې شوې.

مجاهد زیاتوي: "د اسلامي امارت د ټولو مشرانو چې په تور لېستونو کې دي، د دې لېستونو ختمول تر اوسه نه دي شوي. د افغانستان لپاره چې اوس کوم خارجیان چې بېرته راځي هغوی سره د ښه تعامل د زمینې مساعدېدل په ډپلوماټیکه برخه کې، تراوسه دا کار نه دی شوی او بله خبره دا چې افغانستان چې کوم مالي بندیزونه لګېدلي دي یا زموږ په سرمایو او تاجرانو باندې جې کوم بندیزونه وو او یا زموږ په پشتیبانه باندې بندیزونه، دا هغه څه دي چې دوحې تړون سره اړخ نه لري او اوس هم موږ امیدواره یو چې د ښه اړیکو لپاره ګامونه واخېستل شي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي،دوی د دوحې تړون ټولې برخې پلي کړي
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي،دوی د دوحې تړون ټولې برخې پلي کړي

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنېدو وروسته هم په دوی د نړیوالو له خوا دا انتقادونه موجود دي چې له ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول القاعده شبکې سره یې اړیکې نه دي پرې کړي.

له دې ټولو سره-سره د افغانستان د مخکیني نظام د سولې د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي وايي، اوس هم د دوحې تړون په ازمون کې دی.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "د دوحې تړون ظاهراً اوس هم د امتحان په حال کې دی، د افغانستان خلک اوس هم له بشري ناورینه ځوریږي. افغانستان کې چې کله هم نوی نظام راغلی، خپلو مخالفینو لپاره یې یوه بهانه لټولې ده، موږ هغه مهال تل پاتې سولې ته رسېږو چې افغانان د مصؤنیت احساس وکړي."

که څه هم د دوحې له تړون وروسته افغانستان کې هېڅ امریکایي سرتیری ونه وژل شو خو د اګسټ په میاشت کې په بېړه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال ۱۳ امریکايي سرتیري ووژل شول.

دغه امریکايي سرتیري د داعش په برید کې چې د ۱۷۰ افغانانو ژوند یې هم واخېست ووژل شول او بلاخره د دوحې هوکړې د عملي کېدو نتیجه دا شوه چې امریکايي ځواکونه له افغانستان ووتل، دغه هېواد کې جمهوري نظام ړنګ او طالبان واک ته ورسېدل.

XS
SM
MD
LG