د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان د کاني زېرمو وضعیت څرنګه دی؟


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان کانونه، هغه طبیعي زېرمې چې له امله یې د دغه هېواد د اقتصاد رغونې هیله مندي شته.

افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له طبیعي کانونو او زېرمو غني بلل کېږي.

د دغه هېواد د تېر جمهوري حکومت پرمهال د کانونو په ځانګړي توګه مرمرو، تالکو، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو نړیوال شهرت وموند چې دې برخه کې د کیندلو، پروسس، انتقالاتو او صادراتو سترې او منځنۍ پروژې هم د پلي کېدو په حال کې وې.

خو اوس چې پردغه هېواد طالبان واکمن شوي د افغانستان د دغه لوړ ارزښتو زېرمو وضعیت څرنګه دی؟

د تېر جمهوري حکومت د کانونو او پترولیم وزارت ویاند قدیر متفي چې دې برخه کې یې کلونه کار، تعلیم او تحقیق کړی ازادي راډیو سره یې په دې اړه د نورو معلوماتو شریکولو ترڅنګ اندېښنه وښوده چې ګواکې په اوسنیو شرایطو کې دغه کانونه د ناقانونه کیندنو او په هېواد کې دننه د پروسس د فرصتونو د نشتوالي له امله له لوړو اقتصادي زیانونو او ګواښ سره مخ دي.

د تېر جمهوري حکومت د کانونو او پترولیم وزارت ویاند قدیر متفي
د تېر جمهوري حکومت د کانونو او پترولیم وزارت ویاند قدیر متفي

متفي زیاته کړه: "هغه مهال هم د غیرقانوني کیندنو مسhله مطرح وه او اوس هم دا ستونزه شته، خو که دا غیرقانوني کیندنې دوام وکړي او د خامو موادو په توګه نورو هېوادونو ته ورکړل شي، له دې به نور هېوادونه ډېره زیاته ګټه وکړي، خو زیان به یې د افغانستان خلکو ته ورسېږي."

ښاغلی متفي زیاتوي، د تېر جمهوري حکومت پرمهال او ترهغه مخکې کلونو کې د افغانستان د کانونو لپاره له جیولوژیکي اړخه سروېګانې او څېړني شوي.

خو دی وایي، اوس دا اندېښنې شته چې هغه شوې سروېګانې څومره خوندي پاتې کېدای شي ځکه په خبره یې اوسني حکومت کې دې برخه کې د ظرفیت لرونکو او په کارپوه خلکو کمی موجود دی.

د ده په خبره تالک، کرومایټ، مرمر او ګڼې نورې قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو استخراج همدارنګه د سمېنټو او د ساختماني موادو د تولید پروژې تر لاس لاندې وې چې په دې وروستیو کې یې د هېواد د ګاونډیو هېوادونو تر څنګ د اروپا او امریکا ځینو هېوادونو ته صادرات کېدل.

ښاغلی متفي وایي، د افغانستان د اوسنیو سیاسي نامطلوبو شرایطو او د نړیوالو له لوري د طالبانو د حکومت د رسمیت نه پېژندلو له امله د افغانستان د کانونو د ځینو هېوادونو خپلسرې کېندنې او انتقالاتو ته یې لارې برابرې کړي دي -هغه څه چې طالبان یې ردوي.

د هلمند طبیعي کانونه
د هلمند طبیعي کانونه

د طالبانو د حکومت د کانونو او پترولیم وزارت چارواکي وایي، د دوی د حکومتوالۍ په پیل سره یې د ټولو هغو مافیایي کړیو لاسونه لنډ کړي چې د افغانستان کانونه به یې ناقانونه کېندل او لوټل.

د دغه وزارت ویاند مفتي برهان ازادي راډیو ته وویل: "​د معدنیاتو په برخه کې چې کومې پخوانۍ مافیایي کړۍ وې هغه نورې له منځه تللي دي او خپلسري کیندنې او انتقالات بند شوي دي."

دی وایي، تېرحکومت کې خلکو زیاتې خپلسرې کیندنې کړي، خو د دې لپاره چې دوی یې اوس د خامو موادو په توګه انتقالات بند کړي خلک یې د ثبت لپاره دوی سره شریکوي.

ښاغلی برهان وایي، دغه وزارت د اوس لپاره د کانونو د کیندلو تر ۳۰ زیاتې وړې او سترې پروژې دواطلبۍ ته وړاندې کړي او د نورو پروژو برخه کې هم د تېر نظام د شوېو قراردادونو له مخې له شرکتونو سره پر پلي کېدو لپاره یې کار کوي.

وړاندې تردې د افغانستان د کانونه په ځانګړي توګه صنعتي منرالونه به نور هېوادونو ته د خامو موادو په توګه انتقالېدل چې په دې سره به په نورو هېوادونو کې افغان پروسس شوي کانونه به د هماغو هېوادو په نوم تر اروپا، امریکا او نورو نړیوال هېوادونو رسېدل، خو د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت چارواکي وایي، د دوی له لوري تېرو قراردادونو کې د رامنځته شوېو اصلاحاتو له مخې د کیندنو ټولو شرکتونو باندې شرط اېښودل شوی چې باید پروسس یې هم په هېواد دننه وشي.

خو اوس چې اکثره بهرنۍ ادارې او شرکتونه له افغانستانه وتلي په اوسنیو شرایطو کې د دغو شرکتونو د بیا پانګونې لپاره فرصت برابر دی؟

د اقتصادي چارو پوه ظریف امینیار وایي، دا هرڅه هغه مهال شوني کېدای شي چې افغانستان کې سیاسي او امنیتي ثبات یقیني وي: "​کانونه په عموم کې اوږدمهاله او لنډ مهاله پانګونه ده، یعنې پر کانونو پانګونه زر پایله نه ورکوي، نو د دې لپاره لومړی اړینه ده چې سیاسي ثبات رامنځته شي ځکه چې بیا پانګه وال پانګونې ته زړه وکړي او بالاخره یو منظم مېکانېزم ورته برابر شي."

د مس عینک کان
د مس عینک کان

ټاپي او مس عینک له هغو سترو پروژو څخه دي چې که افغانستان کې یې د پلي کېدو لپاره فرصت برابر شي افغانستان به له اقتصادي اړخه په پښو درېدلو هېوادونو ځای ته ورسېږي.

د یادونې وړ ده چې دې وروستیو کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی و چې د افغانستان زمرد، سره زر، مس، الماس، لاجورد همدارنګه د زېرمو برخه کې یې لیتیم او یورانیم، ګاز او تېل یې د نړۍ له لوړ کیفیت او نوعیت لرونکو کانونو څخه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واکمنېدو دمخه بیا د وخت حکومت تل طالبان ګرم بلل چې تر خپلو ولکو لاندې سیمو کې یې د کانونو ناقانونه او غیر مسلکي استخراج ته زمینه برابره کړې او ان ادعاوې کېدلې چې دوی د خپلو جګړو د مالي تمویل ۴۰سلنه د همدغو کانونو د ناقانونه کیندنو او بهرنیو هېوادونو ته یې د خامو موادو په توګه د انتقال له لارې ترلاسه کاوه، خو طالبانو وخت په وخت دا ادعاګانې ردولې.

XS
SM
MD
LG