د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۸

ځینې ځوانان: طالبانو له درې رنګه بیرغ سره د مینې له امله ډبولي او په مرګ ګواښلي یو


د افغانستان او طالبانو بیرغونه
د افغانستان او طالبانو بیرغونه

د خوست یو اوسېدونکی، چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي ادعا کوي چې سیمه ییزو طالبانو د ملي درې رنګه بیرغ نه د ګټې اخیستو او ملاتړ په جرم وهلی، ډبولی او سپک کړی دی.

دی وایي:" طالبان په دې نوم چې له درې رنګه بیرغه باید ګټه وا نه خیستل شي شخصیت وژنه کوي، دا د طالبانو غیر عادلانه کړنه ده، دا بیرغ د اشرف غني نه دی بلکې دا د افغانانو بیرغ دی."

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې د دوه ځوانانو داسې انځورونه خپاره شول چې ګوندې طالبانو ملي بیرغ سره د مینې له امله ترې ویښته قیچي کړي او د دوی سپکاوی یې کړی دی.

په کابل کې یو شمېر افغانان له ملي بیرغ سره
په کابل کې یو شمېر افغانان له ملي بیرغ سره

خو په رسمي ډول د دغه عکسونو کره والی نه دی تائید شوی.

دا دوه ځوانان چې عکسونه یې خپاره شوي د خوست مدني فعالان جاوېد خپلواک او نقیب الله ځلاند نومیږي.

هڅه مو وکړه چې له ښاغلي ځلاند او خپلواک سره د دې موضوع په تړاو خبرې وکړو خو ونه توانېدو.

د ټولنیزو رسنیو ځینو کارونکو ادعا کړې چې له پېښې وروسته یاد دوه کسان طالبانو له ځانونو سره وړي او تر اوسه یې برخلیک نه دی معلوم.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی خو د طالبانو د خوست والي محمد نبي عمري څلور ورځ وړاندې په یوه غونډه کې ګواښ وکړو چې خلک باید تر درې ورځو له خپلو دوکانونو او کورونو درې رنګه ملي بیرغ لري کړي.

د افغانستان د اساسي قانون د ۱۹ مې مادې پر بنسټ د دې هېواد ملي بیرغ تور، سور زرغون رنګونه لري چې په منځ کې یې د حکومت نښان او د اسلام کلیمه لیکل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پر اساسي قانون د څار کمېسیون نږدې یوه اوونۍ وړاندي ویلي وو چې په افغانستان کې لا هم اساسی قانون پر خپل ځای او عملي دی.

په ورته وخت کې حقوقي افغان کارپوه سبحان مصباح په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:" بیرغ د یو ملي ارزښت په توګه په اساسي قانون کې په څرګند ډول ځای شوی دی، او تر اوسه لا هم اساسي قانون نافذ دی، په همدې بنسټ د ملي بیرغ احترام د فرد د ملي وجیبه ده، او توهین یې قانوني جرم بلل کېږي، د خوست د والي وروستۍ څرګندونې د ملي ګټو خلاف عمل دی او باید په دغسې موضوعاتو د خلکو احساسات ژوبل نه کړل شي."

په ننګرهار کې د ملي بیرغ په ملاتړ لاریون
په ننګرهار کې د ملي بیرغ په ملاتړ لاریون

پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې د ملي درې رنګه بیرغ موضوع د خلکو او د طالبانو د حکومت ترمنځ جنجالي موضوع بلل کېږي.

ان تر دې چې په ملاتړ یې د جلال اباد په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې لاریونونه وشول چې په دې لاریونونو کې د طالبانو د ډزو له امله یو تن ووژل شو او ځینې نور ټپیان شول.

خو د طالبانو د حکومت ویاندویانو هغه مهال ویلي وو چې د بیرغ په اړه به په راتلونکې کې پرېکړه وشي.

XS
SM
MD
LG