د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

پر افغان ښځو د سفر محدودیتونه؛ بار: بېرونکې ده چې ښځې په بندیانو بدلې شوې


کابل ښار او وسله وال طالبان
کابل ښار او وسله وال طالبان

د بشري حقونو د څار سازمان هیومن رایټس واچ پر افغان ښځو د سفر کولو په برخه کې د طالبانو له خوا نوي لګول شوي محدودیتونه د اندېښنې وړ بولي.

د دغه سازمان د ښځو د چارو مسولې هیدربار تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو دغه نوی اقدام په افغانستان کې پر ښځو د محدودیتونو د زیاتوالي څرګندونه کوي.

نوموړې وايي: "مهمه ده چې دا په یاد ولرو چې که له کوره د وتلو ازادي او اجازه ونه لرئ، نه شئ کولی چې په نورو حقوقي مسایلو کې ښکېل شئ. یعنې نه شئ کولئ، کار، ښوونځي او روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ولرئ او له کورني تاوتریخوالي خوندي شئ. دا ډېره بېرونکې ده چې ښځې په خپلو کورونو کې په بندیانو بدلې شوي دي."

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د چارو مسوله هیدربار
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د چارو مسوله هیدربار

د طالبانو حکومت د تېرې یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له دې وروسته ښځې له شرعي محرم پرته نه شي کولی چې له افغانستانه بهر سفر وکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، د هغو افغانانو چې له کوم موجه دلیل پرته بهرنیو هېوادونو ته د تګ اراده لري، مخه ونیول شي.

د طالبانو له دغه اقدام سره هممهاله په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د کور په کور تلاشیو هم غبرګونونه پارولي.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر اندرېس فون برانټ له طالبانو غوښتي چې د تلاشي دغه عملیات سمدستي ودروي.

هغه په یوه ټویټ کې ویلي چې اروپا په اوکراین کې د پوتین پر جګړې سربېره د طالبانو کړه وړه هم څاري.

د افغانستان لپاره د جرمني سفیر مارکوس پوتزل هم ویلي چې د کور په کور تلاشیو او د هغو کسانو پر وړاندې چې جنایتکار بلل کېږي، د وېرې او تاوتریخوالي د ایجادولو په اړه ترلاسه شوېو راپورونو ته اندېښمن دی.

هغه پرون دوشنبې په یوه ټویټ کې ولیکل، د طالبانو د حکومت دغه اقدام به تر ډېره حده په افغانستان کې عادي خلک زیانمن کړي.

د کابل یو شمېر اوسېدونکو ویلي چې طالبان په ښار کې په جدي توګه د کور په کور تلاشۍ مخ ته وړي.

د افغانستان لپاره د جرمني سفیر مارکوس پوتزل ویلي چې د طالبانو د حکومت دغه اقدام به تر ډېره حده په افغانستان کې عادي خلک زیانمن کړي.
د افغانستان لپاره د جرمني سفیر مارکوس پوتزل ویلي چې د طالبانو د حکومت دغه اقدام به تر ډېره حده په افغانستان کې عادي خلک زیانمن کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، دغه عملیات په کابل کې د ورانکاره فعالیتونو او جنایتونو د مخنیوي په هدف پیل شوي او په ترڅ کې یې د نوموړي په خبره انسان تښونکي، غله او نور جنایت کاران نیول کېږي، خو دې ته په پام چې یو شمېر نړیوالو ادارو او دولتونو په افغانستان کې په دې وروستیو میاشتو کې د یو شمېر ښځینه فعالانه د لا درکه کېدو په اړه د خطرزنګ وهلی، ښایي دغه عملیات د هغو ښځینه فعالانو خوندیتوب لا له خطر سره مخامخ کړي چې د طالبانو ضد د خپلو حقونو لپاره غږ اوچتوي.

XS
SM
MD
LG