د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

د افغانو مېرمنو پر وړاندې د طالبانو مخ پر زیاتېدونکو محدویتونو په اړه غبرګونونه


د افغانو مېرمنو لاریون
د افغانو مېرمنو لاریون

د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو له‌خوا مخ پر زیاتېدونکو محدویتونو ته اندېښنې او غبرګونونه!

د طالبانو حکومت پرېکړه کړې چې افغان ښځې له دې وروسته نه‌ شي کولای له شرعي محرم پرته له افغانستانه بهر نورو هېوادونو ته سفر وکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرون یوې خبري غونډې ته خبرو کې له افغانستانه د افغانانو د وتلو په اړه هم نسبتا تُند غبرګون وښود.

مجاهد وویل هغه افغانان چې له کوم عذر پرته غواړي بهرنیو هېوادونو ته سفر وکړي، مخه به یې ونیول شي.
مجاهد وویل هغه افغانان چې له کوم عذر پرته غواړي بهرنیو هېوادونو ته سفر وکړي، مخه به یې ونیول شي.

هغه وویل، هغه افغانان چې له کوم عذر پرته غواړي بهرنیو هېوادونو ته سفر وکړي، مخه به یې ونیول شي.

خو اوس د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د طالبانو دا پرېکړه د ملګرو ملتونو له‌خوا د بشري حقونو په برخه کې د تعریف شویو ۳۰ بنسټیزو حقونو او اصولو د ۱۳م اصل سره ټکر کې ده.

د دې سازمان غړي ماهر مومند ازادي راډیو ته وویل، دا اصل وایي، هر کس په ازادانه توګه د خپل هېواد دننه او بهر د سفر حق لري.

ښاغلی مومند زیاتوي:" هیله‌مند یم چې طالبان د نوې نړۍ د اصولو سره برابر شي. خلکو ته د باثباته ژوند شرایط برابر کړي او د خلکو ازادۍ محدودې نه کړي."

ښاغلی مومند وایي هیله‌مند یم چې طالبان د نوې نړۍ د اصولو سره برابر شي.
ښاغلی مومند وایي هیله‌مند یم چې طالبان د نوې نړۍ د اصولو سره برابر شي.

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې د طالبانو دا پرېکړه د ښځو پر وړاندې تبعیضي چلند نوموي.

د ښځو د حقونو فعاله شینکۍ کړوخېل وایي:" دا یو د نجونو او ښځو په حق کې یوه ستره جفا او یو علني تبعیض دی. هیله‌منده یم چې دوی د محرم په فلسفه او پر دې پوهه شي چې محرم په کوم زمان کې اړین و، پوه شي."

د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر هم د طالبانو د دې پرېکړې په غبرګون کې په خپله ټویټرپاڼه لیکلي"ښځې له دې امله چې ښځې نړۍ ته راغلي، د طالبانو د لید لوري پر بنسټ، د خپلو لومړنیو حقونو ، لکه سفر او تګ راتګ څخه محرومې دي."

له دې پرېکړې وړاندې هم د طالبانو د امر باالمعروف او نهی‌ عن‌المنکر وزارت د ښځو لپاره د توصیو په نوم یو شمېر اصول وضع کړي، هغه چې اجازه نه ورکوي یوه ښځه یا نجلۍ له ۴۰ کیلومټرو زیات واټن کې په یوازې ځان سفر وکړي.

هغه مهال د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مسؤلې هېدر بار د طالبانو د حکومت دا پرېکړه د ښځو او نجونو د زندانې کولو په معنی بللې وه.

خو طالبان بیا وايي، د ښځو حقونو ته په شرعي چوکاټ کې ژمن دي، خو دوی له دې چوکاټ هېڅ ډول تعریف نه وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG