د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

بهرته د تلو په اړه پر افغانانو محدودیتونو د امریکا او بریتانیا اندېښنې پارولي


بهر ته تلونکي افغانان
بهر ته تلونکي افغانان

د امریکا متحدو ایالاتونو او بریتانیا د طالبانو د حکومت پر هغه اقدام چې بهر ته د افغانانو پر تګ یې ځینې محدودیتونه لګولي، اندېښنه ښودلې او ویلي ېې دي چې ښایي هغه له افغانستانه د یو شمېر کسانو د ایستلو لپاره د دوی روانې هڅې له خنډ سره مخامخ کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د تېرې یکشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، افغانان به اجازه ونه لري چې له هېواده ووځي که د تلو مقصد یې معلوم نه وي او ښځې هم نه شي کولی له شرعي محرم پرته له هېواده بهر سفر وکړي.

د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر هوګو شارټر پرون دوشنبې په یوه ټویټ کې ولیکل چې د طالبانو دغه بیان یې لیدلی او پر ازاد تګ راتګ دغه محدودیتونه ورته د نه منلو دي.

د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت شارژدافیر هوګو شارټر
د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت شارژدافیر هوګو شارټر

نوموړي له طالبانو غوښتي چې سمدستي دې د خپلو څرګندونو وضاحت ورکړي.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې تر اوسه نه ده څرګنده چې ایا دغه نوي محدودیتونه به د یو شمېر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو هغه هڅې چې په ترڅ کې یې غواړي له افغانستانه په زرګونو کسان وباسي، له خنډ سره مخامخې کړي.

دا هغه کسان دي چې تېرو نژدې شلو کلونو کې د بهرنیو هېوادونو له سفارتونو، پوځونو او پروژو سره کار کړی او په لویدیځو هېوادونو کې د پناه اخېستو مستحق پېژندل شوي، خو تر اوسه په افغانستان کې پاتې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند پرون ناوخته وویل، د دغې موضوع په اړه له طالبانو سره په تماس کي دي.

دغه ویاند ویلي: "موږ د طالبانو څرګندونې چې رسنیو کې خپرې شوې لیدلي او په دې اړه مو خپلې اندیښنې له طالبانو سره شریکې کړي دي.زموږ د افغان متحدینو د ایستلو لپاره زموږ امکانات په دې پورې تړلي چې طالبان له افغانستانه په ازادانه توګه د خلکو د وتلو په اړه پرخپلو ژمنو عمل کوي او که نه."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، پر سفر نوي لګول شوي محدودیتونه هغه افغانان رانغاړي چې د ناټو او له امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی، خو په دې اړه چې ایا د کومو شرایطو له مخې که وي، دوی کولی شي دغه کسان وباسي، نور جزئیات نه دي ورکړي.

مجاهد وویل، افغانانو ته به چې د وتلو مقصد یې معلوم نه وي، له هېواده د وتلو اجازه ورنه کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

مجاهد په یو شمېر هېوادونو کې د هغو په زرګونو افغانانو د خرابو شرایطو یادونه کړې چې د تېر کال په اګسټ میاشت کې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستانه وا ایستل شول اود ویزو پروسه یې نه ده بشپړه شوې.

د قطر له لارې له افغانستانه د خلکو د ایستلو لپاره د امریکا د متحدو ایالاتونو منظمې الوتنې تر ډېره د تېر کال په ډسمبر کې وروسته له هغې ودرېدې چې د طالبانو له ادارې سره په دې اړه چې څوک په دغو الوتنو کې د انتقال مستحق دي، اختلافات راپورته شوي و.

XS
SM
MD
LG