د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

پر ښځو محدودیتونه او کور په کور تالاشي؛ پر طالبانو انتقادونه په زیاتېدو دي


یو تن افغانه
یو تن افغانه

د سفر په برخه کې د طالبانو له لوري پر افغان ښځو محددویتونه او په کابل کې د کور په کور تالاشۍ په اړه انتقادونه مخ پر ډېرېدو دي.

یوه مېرمنه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي، کلونه یې په افغانستان کې د بهرنیو ادارو سره کار کړی او تمه یې وه چې نږدې وخت کې له افغانستانه ووځي، خو په خبره یې بهر ته د طالبانو له لوري په سفر محدودیتونو یې اندېښنې لا پسې زیاتې کړي دي.

دا چې فکر کوي افغانستان کې يې له اقتصادي او امنیتي اړخه ژوند نه دی تظمین، له طالبانو غواړي، بهر ته د مېرمنو په سفر محدودیتونه لېرې کړي.

نوموړې زیاتوي: "موږ دلته په یو بد روحي، اقتصادي او امنیتي حالت کې یو، ان یوه مړۍ ډوډۍ نه شو پیدا کولی، نه پوهېږو په دې شکل څنګه خپل ژوند مخته یوسو؟"

په ورته کې وخت کې په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره او د مېرمنو د حقونو فعاله شکریه بارکزۍ وایي، بهر ته سفر کول د هر افغان حق دی او طالبان نه باید له خلکو دا حق واخلي.

ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ
ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ

اغلې بارکزۍ زیاتوي: "دا چې طالبان له خلکو دا حق اخلي او د خلکو په حقونو پښې ږدي موجه دلیل او غیر موجه دلیلونه ورته لټوي دا په حقیقت کې هغه څه دي چې طالبان غواړي په دې شکل ټول افغانان یرغمل کړي."

د طالبانو حکومت تېره اونۍ اعلان وکړ چې له دې وروسته ښځې له شرعي محرم پرته نه شي کولی له افغانستانه بهر سفر وکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، د هغو افغانانو چې له کوم موجه دلیل پرته بهرنیو هېوادونو ته د تګ اراده لري، مخه ونیول شي.

د طالبانو دا پرېکړه په نړیواله کچه هم غندل شوې.

مخکې تردې د بشري حقونو د څار سازمان هیومن رایټس واچ د ښځو د چارو مسولې هیدر بار ازادي راډيو ته ویلي و چې د طالبانو دغه نوی اقدام په افغانستان کې پر ښځو د محدودیتونو د زیاتوالي څرګندونه کوي او د اندېښنې وړ دي.

تازه بیا د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت شارژدافیر هوګو شارټر بهرته پر افغان مېرمنو د سفر د محدودیت په اړه اندېښنه ښودلې او لیکلي یې دي چې نړۍ لاهم د طالبانو کړنې څاري.

نوموړي لیکلي: "زه پر طالبانو غږ کوم چې ژر تر ژره دې د خپلو څرګندونو په اړه وضاحت ورکړي، نړۍ اوس هم د طالبانو چلند څاري، د طالبانو دا ډول کړنې له نړیوالې ټولنې سره کړیو ژمنو او د افغانانو باور ته زیان رسوي."

د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت شارژدافیر هوګو شارټر
د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت شارژدافیر هوګو شارټر

د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت شارژدافیر دغه شان په کابل کې د طالبانو د تصفیوي عملیاتو په اړه هم ژوره اندېښنه ښودلې.

هوګو شارټر په پر خپل ټویټر لیکلي دي چې د کورونو تالاشي، تهدیدول، نیول او له خلکو سره تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی باید طالبان خپله دا چاره ژر تر ژره ودروي.

طالبان که څه هم تازه په دې اړه څه نه وایي، خو وړاندې یې ویلي و چې دغه عملیات په کابل کې د ورانکاره فعالیتونو او جنایتونو د مخنیوي په هدف پیل شوي او په ترڅ کې یې د نوموړي په خبره انسان تښتونکي، غله او نور جنایت کاران نیول کېږي.

XS
SM
MD
LG