د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

بریتانیا به د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د یوې سرمشریزې کوربه وي


د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لېز ټراس
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لېز ټراس

بریتانیا اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو د یوې سرمشریزې کوربه به وي چې په انلاین ډول ترسره کېږي.

د بریتانیا چارواکو د سې شنبې په ورځ وویل، د دې غونډې هدف دا دی چې د افغانستان لپاره د طالبانو تر واکمنۍ را وروسته په بشري برخه کې په میلیارډونو ډالر مرستې راغونډې شي.

د طالبانو له رژیم سره لویدیځ مرسته نه کوي او ملګري ملتونه وایي، تر ۲۴ میلیونه ډېر افغانان د ژوندي پاتېدو لپاره بیړنیو مرستو ته اړتیا لري او د افغانستان نیم ولس له سختې لوږې سره مخامخ دی.

ملګرو ملتونو تېره میاشت ویلي و چې د افغانستان لپاره څلور اعشاریه څلور میلیارډه ډالرو ته اړتیا شته. دا یوځایي د یوه هېواد لپاره د ملګرو ملتونو په تاریخ کې د مرستو تر ټولو ډیره غوښتنه ده.

ملګرو ملتونو او بریتانیا په یوه ګډ بیان کې ویلي دي چې د راتلونکې میاشتې په غونډه کې به د مرستندویه هېوادونو، ملګرو ملتونو او افغان مدني ټولنو استازي برخه واخلي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لېز ټراس وویل، په دې سرمشریزه کې به د خوړو، سرپناه او روغتیایي خدماتو پر چمتو کولو تمرکز وشي، په ځانګړي توګه هغو نجونو او ښځو ته به د مرستو پر لارو چارو خبرې وشي چې د طالبانو له واکمنۍ سره یو ځل بیا په بهر کې له کارکولو محرومه شوي دي.

اغلې تراس زیاته کړه، دا غونډه د نړیوالې ټولنې لپاره یوه مهمه شېبه ده چې په افغانستان کې د مخ په زیاتیدونکي ناورین د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې بیا وویل، په افغانستان کې د اړتیا کچه بې سارې ده، د بې کارۍ پایلې به ویجاړونکي وي که هڅې ونه شي او لندن به د دې نړیوالو هڅو مشري وکړي.

بریتانیا پروسږکال له افغانستان سره د درې سوه نوي میلیونه ډالرو مرستې ژمنه وکړه چې په دې کې د تیرې میاشتې څه باندې سل میلیونه ډالرو بیړنۍ مرسته هم شامله ده.

د بریتانیا یو شمېر ډپلوماټان تېره اوونۍ کابل ته تللي وو چې له طالبانو سره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG